کور / نوميالي / د عبدالغني مستغني ژوندليک

د عبدالغني مستغني ژوندليک

د محمد اورنګ مختارليکنه

دروان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸– ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د  محمد اورنګ مختار لیکنه له تاسو سره شریکوو چې د عبدالعلي مستغني ژوند لیک نومېږي (اداره)
د عبدالعلي مستغني ژوند لیک
الف: زوکړه او زده کړه
عبدالعلي مستغني د روښانتیا د دورې د دري ژبې او پښتو نومیالی شاعر او نثر لیکونکی و، چې د خپل دغه پیاوړي استعداد له امله د افغانستان او ایران د وتلیو شاعرانو ملک الشعرا قاري عبدالله او د ایران ملک الشعرا محمد تقي بهار زړونو ته دومره لار ومونده چې د ده په مړینه یې له ویره ډکه مرثي یا ویرني وبوللې.
ارواښاد عبدالعلي مستغني په کال 1252 ل کې د کابل بالاحصار ته نژدي زیږیدلی دی، پلار یې ملا رمضان د کندهار د هوتکو قبیلي له مخورو څخه و چې د امیر شیر علي خان د واکمنۍ په وخت کې په بالاحصار کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوله تر هغه وروسته د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ په وخت کې د ده د زامنو سردار حبیب الله خان او سردار نصر الله خان ښوونکی و او وروسته یې د کابل د مفتي په توګه دنده تر سره کوله.
مستغني او د ده کورنۍ له کندهار څخه وردګو ته کوچیدلي او همدا عامل و چې ځان ته یې مستغني وردګي هم وایه. مستغني د خپل وخت دودیز علوم لکه فقه، صرف او نحو، حکمت، علم کلام او تصوف لوستي و. ارواښاد استاد محمد صدیق روهي د مولانا خسته له قوله لیکلي چې مستغني په نجوم، رمل، حساب او هندسه کې هم مطالعه درلوده، د مستغني صاحب شعرونه په سراج الاخبار او کابل مجله کې خپاره شوي. دی په دري ژبه کې د اشعارو څو لوی دیوانونه لري.
ښاغلی حیدر ژوبل د عبدالعلي مستغني د دیوان په اړه وايي:( عبدالعلی مستغني از استادان شعر و داری طبع روان و صاحب کلیات است، کلیات او تا هنوز به چاپ نه رسیده، کلیات وی که در حیاتش ترتیب شده بود، پس از وفات به سرقت برده شد و تا امروز مفقود الاثر است اما مرحوم پاینده محمد زهیر در اثنای معاونیت و ریاست دارالتالیف اثار پراګنده اش را از جراید، روزنامه ها و مجلات و مسودات ګرد اورد و ښاغلی عبدالکریم پسر مستغني مرحوم نیز با وی از هیچ ګونه کمک دریغ نه کرد. این کلیات فعلاً در مطبعه معارف تحت طبع است. وی شاعر قصیده سرا بوده و در دوره خود در صف شاعران درجه اول قرار داشت.
 
ب: دندې عبدالعلی مستغني خپله لومړنۍ دنده په سراج الاخبار کې له محمود طرزي سره د قلمي همکار په توګه پیل کړه او بیا په همدغه اخبار کې د ایډیتر په توګه پاتې شوی دی. په دې دندو سربیره مستغني د ژوند په وروستیو کلونو کې د کابل ادبي انجمن غړی شو او د خپل ژوند ډيره برخه يې خپل ولس ته د علمي، ادبي او ګټورو اثارو وړاندې کولو ته وقف کړ او بلاخره د کال 1312 د کب په یوویشتمه د شپېتو کلنو په عمر وفات شو.
د نوموړي په مړینه باندې بیلابیلو شاعرانو ویرنې وویلي، چې یو له هغه څخه د ایران ملک الشعرا محمد تقي بهار دی، چې د مستغني په مړینه باندې یې د غم اوښکي تويې کړي دي.
 
بهر تاریخ وفاتش زد رقم کلک بهار
عاقبت مستغني بیدل وداع روح کرد
 
ج: د مستغني شعر او شاعري:
عبدالعلي مستغني سره له دې چې په شعر کې د یو لړ استادانو لخوا د استاد په نامه ستایل شوی شعر ته یې د لرغونو او منځنۍ دورې د شاعرانو په څیر نه دي کتلي، بلکه شعر یې ټولنې ته د خدمت له پاره وقف کړی دی.
د دې له پاره چې د مستغني په شعرونو رڼا واچوله شي، اړ یو څو روښانتیا دورې ته تم شو. ارواښاد محمد صدیق روهي په خپ کتاب (د پښتو ادبیاتو تاریخ) کې د پښتو ادبیاتو معاصره دوره په دری دورو وېشلې ده: روښانتیا، ویښتیا او اوښتون.
صدیق روهي دغه دورې ته ځکه د روښانتیا نوم ورکړی چې د ده دغه پړاو د فکرونو روښانولو او د ژوند د مادي او معنوي بدلونونو له پاره کارنده دوره وه، نوموړي د روښانتیا دوره د دری آرونو له مخې څیړي، چې بلاخره شعر ته د التزام دروند امیل ور په غاړه کوي او شعر له خپل پخواني جولې او منځپانګې څخه وځي او له ټولنې او له نړۍ سره د سیالۍ او نږدي کېدو لاره تعقیبوي دا آراونه دا دي:
1:- لکه څنګه چې د شملې پیړۍ پیل په افغانستان کې د معاصر ادب پيل له پاره عیني او ذهني شرایط برابر کړل، په څنګ کې د کلتور مادي توکونه لکه فابریکې، وړیو اوبدل، بوټ جوړول، بریښنا او چاپخونه، روغتون، عصري توکي لکه موټر، ټلیفون، فوټوګرافي او نور ….) رامنځ ته شول، په دې توګه د خلکو په عنعنوي ژوند کې بدلون رامنځ  شو او نویو مفکورو د پخوانیو (زړو) ځای ونیو.
2:- د امیر حبیب الله خان په دوره کې هغه فراریان بیرته خپل هېواد ته ستانه شول چې د امیر عبدالرحمن په وخت کې تبیعید شوي وو، د دې تبیعیدیانو سر لارو محمود طرزي او غلام محی افغان له بهر څخه نوي فکرونه راوړل.
3:- په کابل کې د حبیبي او حربیه ښوونځي او سراج الاخبار اداره د سیاسي فعالیتونو په مرکزونو بدل شول. په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ورځپاڼې او جریدې او د روڼ اندو له لوري د دولت د بې سرحده واک د محدودولو هڅې او د اساسي قانون د جوړولو مبارزي پيل شوې چې د معاصر ادب په جوړښت کې یې رغنده رول ولوباو.
په دې توګه د روهي صاحب په وینا (د تجدید او روښانتیا دوران د ملي آرمانونو د ارادې په توګه د فرهنګ په مخ بیولو ته وقف شو، په دې کې شک نشته چې د معاصر ادب تر څنګ کلاسیک او فولکوري ادبیات دواړه په خپل قوت پاتي وو؛ خو معاصر ادب د محتوا او پیغام درلولو له کبله نور ادبي جریانونه له خپل عنعنوي اهمیت څخه وغورځول.
معاصر ادب د یوه متهد او رسالتمند ادب په توګه د ټولنې په خدمت کې په کار ولوید، ادبیات د یوه معنوي مثال په توګه د خلکو د ذهنونو د روښانولو له پاره استخدام شول او ولس د غلفت، بي خبرۍ، ړانده تقلید او بي تفاوتۍ له درانه خوبه راويښ کړي.
عبدالعلي مستغني د معاصر ادب د روښانتیا دورې د یوه ژمن شاعر په توګه له دې اغیزو لیرې نه و. سره له دې چې نوموړی په رومانتیکي اشعارو او د شعر په فونونو او مهارتونو کې د حضرت بیدل مقلد او آن د خپلو  شعرونو په پای کې یې د بیدل نوم راوسته؛ خو بلاخره مستغني په شعر کې بدلون راوست او د ریالیزم رښتینې دنیا ته واوښت او هغه څه یې چې پخوا ویل خپله تر نقد لاندې ونیول او شعر د عشر له پاره له مفکورې څخه ډډه وکړه، لکه خپله چې وايي:
بنای شعر تو ای مستغني بطرز دګر کن
ګذشته حرف خط و خال، اینزمان و تو غافل
 
یا
ني موی میاني و نه چاه ذقني ګوي
عملیکه به کار ایدت ای چشم من اموز
از بهر لب لعل بتان چند کني جان
رو کندن کان را از برای وطن آموز
ای دل طرب ندوز و سخنهای بلندت
مستغني از اینګونه سخنها به من آموز
 
په پښتو کې وايي:
چې د فکر باریکي نه لرې وروره
څه په کار ده که لرې باریکه ملا څوک
په حکمت سره د خپل ملت غمخور شه
باري نه لرې د بل ملت پروا څوک
له پښتو به پښتون څه چشم پوشي کا
دا به نه کا که لري شرم و حیا څوک
 
موږ وینو، چې د مستغني په دواړو شعرونو کې د روښانتیا د پړاوو ځانګړنې شته هغه ځانګړنې: هېوادپالنه، خپلواکي، د اختناق او فساد رټنه، د فناتیزم او تعصب غندنه، د مثبتو علومو او تکنالوژۍ او نوي فرهنګ خپرونه، د ملي یووالي ټینګښت، د عصري ژوند له غوښتنو سره د دودونو او انګیړنو سمونه، د انګریزانو په وړاندې د مسلمانانو سمون، او داسې نور ملي اسلامي او بشري ارزښتونه، چې که چیري مونږ د مستغني صاحب ټول عشر دلته راواخلو نو هرومرو به له دې توکیو څخه تش نه وي:
برقص ایم به سان ګرد باد از شوق ازادي
ګر از من ګم شود ای خضر راه خانه در صحرا
کنون د شهر کابل کیست مانند تو مستغني
که تا ګوید غزل زین رنګ استادانه در صحرا
په ټولنیزه توګه په معاصر ادبي دوره کې شعر د تعهد له پلوه ډېر ځواکمن دی او په منځپانګه ډېر ټینګار شوی دی.زموږ شعري بدلون په داسې مهال کې رامنځ ته شو، چې په نړۍ کې هم د روماتیزم او ریالیزم تر منځ جګړه توده وه او هغه کړنلاره، چې ویکتور هوګو کړې وه (هنر د هنر له پاره) د پانګوالو ضد څېړونکو له غبرګونونو سره مخامخ شوه، دوی دا شعار د ادبیاتو په ضد د پانګوالي کودتا وبلله او هغه يې د یوې خاصې پوړۍ له پاره وقف شوې خبره وګڼله، هغوی استدلال کاوه چې دا ډول شعر د عامه او بېوزله خلکو په درد نه خوري او یوازي شتمن او واکمن ترې خوند اخلي.
دعبدالعلی مستغني هم دې موضوع ته پام و، هر یې د هنر له پاره نه غوښت، هغه نر او ژوند ټول تر انسانه ځارول، همدا عامل و چې نوموړي د یو مسوول شاعر او لیکوال په توګه هر چیرې د بېځایه رومانتیکي کلمې او مفکورو مخالفت کاوه او خپل ملت یې په هغو مسایلو باندې د شعر په ژبه پوهاوه، چې دوی له نړۍ سره سیال کړي او پرینږدي، چې دغه ولس د نړۍ له کاروانه وروسته پاته شي.
 
سرچینې
1.     روهي، محمد صدیق، د پښتو ادبیاتو تاریخ، دویم ټوک، دانش خپروندویه ټولنه، 1384 ل.
2.     ژوبل، محمد حیدر: تاریخ ادبیات افغانستان، بنګاه انتشارات میوند، 1385ل.
3.     شهرستاني اکبر: ادب مجله، به یاد صدمین سال تولد مستغني سال بیست و دوم،، 1353 شماره دوم.
4.     قیوم: پوهاند ډاکټر عبدالقیوم: مروری بر  ادبیات معاصر دري – 1259 انشارات سعید 1380
5.     لیوال: عبدالغفور: د ورېښمو تول، سازمان مهاجرین مسلمان افغانستان، امریکا، د افغانستان د کلتوري خدمتونو اداره. 1381 ل.