کور / تازه خبرونه / هلمند کې د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۵۶ تنه وسله وال طالبان ووژل سو

هلمند کې د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۵۶ تنه وسله وال طالبان ووژل سو

هلمند کې د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۵۶ تنه وسله وال طالبان ووژل سو

د هلمند د ولایت مقام څخه په را لېږل شوې خبر پاڼه کې ويل سوي،چي دغه وسله وال طالبان په تيرو۲۴ ساعتونو کي د هلمند په بېلابيلو سیمو کي وژل سوي دي.

ددوی وایې، افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده دښت سيمه او د مارجې ولسوالۍ د لېسې په څلور لارې سيمه کي هوايي او ځمکني عمليات کړي،چي پر مهال يې ۶۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او د هغوی مهمات،وسلې،چاودېدونکي توکو او نقليه وسايط لمنځه تللي او ځيني يې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

په وژل سوو کسانو کي د سبحاني آغا په نوم د وسله والو يو ځايی قوماندان هم شامل دئ خوطالبانولارسنیوته په دې تړاوڅه نه دي ویلي.

خبریال:صدیق الله پوپل