کور / تازه خبرونه / د امنيت شورا مشر حنيف اتمر په مشرۍ پلاوی کندهار ته ورسيدئ

د امنيت شورا مشر حنيف اتمر په مشرۍ پلاوی کندهار ته ورسيدئ

د ولسمشر اشرف غني په حکم يو لوړپوړی دولتي پلاوی چي د امنيتimg_2067 شورا مشر محمدحنيف اتمر يې مشري کوي کندهار ته رسيدلی دی.

دا پلاوی به په کندهار کي د پرونۍ پېښي څېړنه کوي چي د ولايت مقام دننه مېلمستون کي د عرب اماراتو د سفير او دپلوماتانو په ګډون ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په پېښه کي د کندهار والي او د عرب اماراتو سفير تر څنګ يو شمېر نور لوړپوړي دولتي کارکوونکي زخميان او د پنځو عرب ديپلوماتانو په ګډون د کندهار مرستيال والي، افغان دپلومات يما قريشي په ګډون ۱۲ کسان ووژل سول.

د کندهار د امنيې قومندان جنرال رازق نن رسنيو ته وويل چي دا پېښه د حقاني شبکې لخوا د پاکستان د استخباراتو سره په ګډه پلان سوې وه.

د پېښي په تړاو په کندهار ولايت مقام کي د تعميراتي بيارغوني ۴ کارکوونکي نيول سويدي.

د يادوني وړ ده چي طالبانو په دې پېښه کي لاس لرل رد کړي دي.