کور / سياسي / د جدي یوویشتمه، یوه بله ویرژلې ورځ

د جدي یوویشتمه، یوه بله ویرژلې ورځ

Abdul bari jahani جهانيعبدالباري جهاني
                    
د کابل په ښار کي د ملي شورا ودانۍ ته نيژدې په دوو ځانمرګو حملو کي دوه دېرش تنه شهیدان سوي او تر اتیا تنو پوري ټپیان دي، د کندهار د والي په کور کي د چاودني په اثر دوولس تنه شهیدان سوي او د والي او د متحده اماراتو د سفیر په شمول تقریباً شل تنه ټپیان دي، د هلمند په ولایت کي دوهمي امنیتي حوزې ته نیژدې چاودنه کي اووه تنه شهیدان سوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د شهیدانو روح ته دعا کوو، انّا لله و اناّ الیه راجعون. د شهیدانو کورنیو او خپلوانو ته صبر جمیل او ټپیانو ته شفای عاجل غواړو.
د دوه زره پنځم کال راهیسي، چي ټروریسټي حملو ورځ تر بلي زور اخیستی دی او لا معلومه نه ده چي تر دې وروسته به څه پېښېږي، دا نه لومړنۍ او نه وروستنۍ غمجني پېښي دي. د کابل د پېښو او د کندهار د پېښي په اړه به، چي طبعاُ د امنیتي قواوو بېخبري او فساد ښيي، بیا تحقیقاتي هیاتونه ټاکل کېږي او یقین لرو چي دا تحقیقات به هم، د پخوانیو سل ګونو پېښو په څېر، بې نتیجې ختمېږي. هغه لویه کارنامه به نو دا وي چي د کابل حکومت به د تحقیقاتو په نتیجه کي په کابل او کندهار کي څو تنه بې واسطې امنیتي کسان برطرف کړي، او کیسه به د پخوا په څېر پای ته ورسېږي. موږ به هم د پخوا په څېر د یوې بلي ویرژلي پېښي په انتظار کښېنو.
په دې څه باندي لسو کالو کي د دې وحشیانه پېښو په باب، چي زیاتره بې ګناه انسانان پکښي قتل سوي دي، په سل هاوو مضامین لیکل سوي ، په سل ګونو شعرونه ویل سوي دي او په سل ګونو اعتراضونه سوي دي. مګر د دې لیکنو او تشو شعرونو ګټه څه ده؟ موږ به تر کومه شعرونه لیکو؟ موږ به تر کومه اعتراضونه کوو؟ او د جنګ په دواړو خواوو کي به د وینو تاجران تر څو پوري دې ظالمانه تجارت ته دوام ورکوي؟ 
که موږ ریشتیا هم پنځه زره کلن تاریخ لرو؛ که موږ ریشتیا هم د زاړه او عصري تمدن پنځه زره کلن افتخارات لرو؛ که د افغانستان د هسکو څوکو لمني ریشتیا هم د قهرمانانو او افتخاراتو څخه ډکي دي. دغه یې وخت دی. پر افغانستان باندي تر دې خراب حالات نه راځي. که موږ نن ورځ د خپلو رنځونو چاره نه سو کولای؛ که نن ورځ پر خپلو ټپونو پټۍ نه سو ایښودلای نو د پنځه زره کلن تاریخ کیسې یوازي د ژمي د اوږدو او سړو شپو د تيرولو په درد خوري. د دې ټولو ویرژلو پېښو مسولین عالي رتبه حکومتي مقامات دي. د دې ویرژلو پېښو مسولیت د هغه چا په غاړه دی چي د سولي د ټینګولو او ارامی راوستلو قوت او صلاحیت ورسره دی. بې دفاع مظلوم اولسونه، لکه څرنګه چي د ځانونو څخه د دفاع توان نه لري، د سولي او کرارۍ راوستلو قوت او زور هم نه لري. که موږ د سولي د دښمنانو سره د جنګ کولو توان نه لرو نو هغه کسان چي دا توان ورسره دی، باید له ګرېوانه ونیسو او حساب ورڅخه وغواړو.
څه باندي لس کاله کېږي چي طالبان په افغانستان کي د دغه راز مظلوم وژونکو ویرژلو پېښو مسولیت اخلي، او د ورستیو دریو واړو پېښو مسولیت یې هم قبول کړی دی. څه باندي لس کاله کېږي چي حکومتونه موږ ته د سولي د دښمنانو، طالبانو، تروریستانو او … د له منځه وړلو وعدې راکوي؛ خو طالبان ورځ تر بلي زورور سوي دي. پر جنوبي ولایتونو برسېره یې په شمالي ولایتونو کي هم مرکزونه جوړ کړي دي او اوس یې د هیواد د خاوري د یوې برخي کنټرول هم اخیستی دی. که زموږ حکومت د طالبانو چاره نه سي کولای نو باید چي د سولي لاره ورسره ونیسي، ځکه چي د دې داخلي جنګ، چي تاوان یې یوازي مظلومو اولسونو ته رسېږي، او نازولي د خیر پر غونډۍ ورته ناست دي، پای هیچا ته نه معلومېږي. او تر نامعلومي مودې پوري، پر خلکو باندي د جنګ تحمیلول ښکاره ظلم دی.
زموږ ګاونډی هیواد پاکستان د افغانستان په بې ثباته کولو او د راز راز ټروریسټانو په روزلو کي څرګند لاس لري. طالبان هم په پاکستان کي مرکزونه لري. یوازي د پاکستان د مداخلو په غندلو او اعتراض کولو کار نه کېږي. موږ باید دا مسله له هغه هیواد سره فیصله کړو. لویه ستونزه دا ده چي د پاکستان په برخه کي ملت په لوی لاس په تیاره کي پاته سوی دی. په دې څه باندي پنځه لسو کالو کي له پاکستان سره زیات وکم دېرش ځله خبري سوي دي او ملت تر اوسه نه پوهېږي چي هغه هیواد زموږ څخه څه غواړي. د افغانستان حکومتي مقامات دې سوالونو ته یا جواب نه لري او یا جواب نه وايي. دا د منورینو، په تېره بیا ځوانانو ایماني او وجداني وظیفه ده چي پرخپلو مظلومو اولسونو زړه وسوځي او د دې تیارو څخه يې را وباسي. هغوی باید له مسولو مقاماتو څخه په یوه آواز د جواب او اقدام غوښتنه وکړي. که نن هم یوموټی نه سي، که نن هم ږغ پورته نه کړي سبا به ډېر ناوخته وي. یوازي مقالې، شعرونه او شعارونه په درد نه خوري. اوس د عمل وخت دی او دا عمل د هیواد د ویښو او پر وطن مینو ځوانانو وظیفه ده.