کور / تازه خبرونه / نوميالي ارتوپيديسټ اکاډميسين ډاکټر موسی وردګ په حق ورسيدئ

نوميالي ارتوپيديسټ اکاډميسين ډاکټر موسی وردګ په حق ورسيدئ

نوميالي ارتوپيديسټ اکاډميسين ډاکټر موسی وردګ له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په افغانستان کې د مډرنې اورتوپیدۍ بنسټ اېښودونکی بلل کیږي او کابو ۳۰ نوي درملیز میتودونه یې په نړیواله کچه منل شوي دي. 
نوموړي په هېڅ شرایطو کې هېواد پرېنښود او د طالبانو د دورې پر مهال په افغانستان کې د هډوکو یوازینی مسلکي ډاکټر و.Dr. Mosa wardag ډاکټر موسی وردګ
ډاكټر محمد موسي وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې لوستلې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي 
لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵كال كې پاي ته ورسولې ، ليكن وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي يعني دوكتورا ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى او د۲۰۰۴ كال راهيسې د روسيې د فدراتيف د ډ اكټرانو د انجمن غړى دى 
ديادولو ده چې وردګ په ۱۹۸۶ كال كې د افغانستان د علومو لومړنۍ اكاډميسين ونومول شو او همدا شان په ۱۹۸۸ كال كې يې د طب د پوهنځي دپوهاندۍ علمي رتبه هم خپله كړه 
علمي وياړنې:
ديوه اختراع سند او د ۸۶ اتيا نويو جراحي او ارتوپيدي ميتودونو درلودونكي ،چې په نړيواله كچه منل شوي دي.
‪ ‬
تاليفات:
له ۲۰۰ څخه زياتې علمي ليكنې چې د هيواد په بيلابيلو مجلو كې خپرې شوې دي- ۶۹ علمي ليكني په بهرنيومجلوكې- ۱۴ تدريسي كتابونه د هيواد دننه- د روسيې په فدراتيف كې په روسي ژبه د يوه تحقيقي اثر ليكنه – په انګليسي ژبه يو بل تحقيقي اثر چې د سي ډي په بڼه راوړل شوى دى- په ۴۱ بين المللي كنفرانسونو او دوه دنړي د ارتوپيدي ډاكټرانو په كنګره كې برخه اخيستل(په جنوبي كوريا او استانبول كې).
په افغانستان كې د ارتوپيدي او تراماتولوژي د ښوونځي موسس ، د روغتيا د مجلې موسس، د څلورو ډاكټرانوروزل د پي ايچ ډي په سويه او د ۳۷ ډاكټرانو د تخصص په سويه روزل .د تراوماتولوګ او اورتوپيدي د نوو او مدرنو ميتودونو دودونكى .
دولتي دندې:
د سپتيك دجراحي سرويس شف او منځ ته راوستونكى .
د وسلوال پوځ د علومواكادمۍ سرطبيب
دافغانستان د هغه وخت د اردو د ترماتولوژي امر
د پوځي طب موسس او قوماندان
د طبي علومو د اكادمۍ عمومي مرستيال 
د افغانستان د علومو اكادمۍ د طب دعلومو دمركزموسس او افتخاري رييس
د جمهوري رياست د مشورتي شورا قوماندان.
د ملي دفاع وزارت د صحيه رياست مشر
‪ ‬