کور / تازه خبرونه / د پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

Dr. Hassan kakar پوهاند حسن کاکړ
د افغانستان د نامتو تاریخپوه، څیړونکي او استاد دوکتور محمد حسن کاکړ جنازه نن ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې لغمان ولایتي ادارې رهبري، د کابینې غړو، د پوهنتونونو استادانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو،خبریالانو  او د لغمان ولایت ګڼ شمیر دیني علماوو،مشرانو،ځوانانو او عامو اوسیدونکو ګډون درلود.
لغمان والي د خپلو خبرو پرمهال پوهاند حسن کاکړ د هېواد یو لوی تاریخپوه، علمي شخصیت او داسې ستوری یاد کړ چې رڼا یې د افغان ملت د ژوندانه بېلابېلې برخې روښانه کړې دي،هغه له ځوان نسل وغوښتل چې د پوهاند حسن کاکړ له علمي میراث او هغه درسونو ګټه پورته کړي چې ارواښاد استاد د فکر او قلم په ژبه تدریس کړي دي.
لغمان والي دا هم وویل چې د جلالتماب ولسمشر د ځانګړې لارښوونې او توجې له مخې یې د ارواښاد استاد د جنازې د درناوي لپاره ځانګړي او هراړخیز مراسم نیولي دي.
لغمان والي د ولایتي ادارې په استازیتوب خپلې د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او ټول افغان ملت ته وړاندې کړل او د نوموړي مړینه یې یوه لویه ضایعه یاده کړه، د لوی خدای پاک ج له سپیڅلي دربارڅخه یې اروښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام نبي فراهي د جنازې په مراسمو کې د هېواد د جلالتماب ولسمشر پیغام ولوست هغه ویلي چې پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د خپل اته اتیا کلن ژوند لویه برخه د افغانستان د تاریخ په اړه تحقیقاتو ته بېله کړه او خورا ستر علمي میراث یې راتلونکو نسلونو ته پرېښود، همداشان ارواښاد په لسګونو کلونو په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر په پوهنتونونو او علمي مرکزونونو کې په تدریس او تحقیق بوخت وو، ولسمشر د نوموړي پر مړینه سخته خواشني څرګنده کړې د لغمان ولسونو او ټولو هېوادوالو ته یې د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د جنازې په مراسمو کې یو شمیر استادانو هم خبرې وکړې هغوی د پوهاند حسن کاکړ شخصیت او پاک روح ته درناوی وکړ هغه یې یو داسې شخصیت یاد کړ چې خدمتونه او علمي سرمایه به یې همیشه ژوندي وي.
تر مراسمو وروسته د ارواښاد جنازه  خاوروه ته وسپارل شوه او د جنازې ټولو برخوالو د ارواښاد پاک روح ته دعا وکړه او د لوی خدای پاک ج له سپیڅلي دربارڅخه یې ارواښاد ته دفروس جنت غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ میلادي کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ درې د پلوټي کلي په یوې درنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.