کور / طنز / طنزيه خبرونه

طنزيه خبرونه

طنزیه خبرونه :
دافغان کندهاري لیکنه
د بې پروا اژانس دخبرله مخي د مډالونو اونښانونو دکمیسیون دپریکړي په اساس دیولړ مراسمو په ترځ کي  ښاغلي عبدالرشید دوستم دولسمشر لومړي مرستیال ته دښي حکومت داری لوړ مډال ورکړه سو ،ښاغلي دوستم دخوشحالۍ په ترځ کي وویل چه کوښښ کوي دښي حکومت داري لپاره خپلي هلي ځلي دهیواد پایتخت ته هم وغځوی او په اړینو وزارتونو کي به ښه حکومت داري په ډیرښه ډول عملي کړي .
داجرايه ریاست لخوا دیوه فرمان په ترځ کی دبلخ ولایت دتعویذاتو اوکوډو یوډیر باتجربه تعویذ لیکونکي ته دکارکولو سرتیفیکټ په بیړني ډول جاري کړی سو او داجرایه ریاست ټولو کارکونکو دنومړي تعویذ لیکونکي څخه دتیغ بندی اوښه بخت تعویذونه په ان لین ډول ترلاسه کړي دي .
درشوت اواداري فساد نړیوال ستراتیژیک کنفرانس دافغانستان دنامورو او تاریخي رشوتخورانو اومشهورو فاسدینو په ګډون دایرسو ، افغان رشوت خورانو په خپل راپور کي وویل چه دتیرکال په جریان کي صرف دوه کسه رشوت خواره نیول سویدي ، اوپه اینده کال کي به داشمیره صفر ته راټیټه کړي .
دافغانستان حکومت دفساد پرخلاف په مبارزه کي اوس په ډیره مړانه دفساد خلاف پیغام درسنیو دلاري نشروی ، نوموړی پیغام ( زه تاوینم ) پردیولوالونو هم لیکل سوی دی . دفساد اورشوت دپراختیا اوترویج اړونده اداره پلان لري چه نوموړي پیغام ته پراختیا ورکړي یعني (پرون مي هم لیدلي ،نن دي هم وینم اوسبا به دي هم وینم ).
دیوی نړیوالي سروی له مخي دافغانستان اساسي قانون دنړی یو پرمخ تللی اساسي قانون وبلل سو اوپه ټولو مواردو کي داساسي قانون ټولي مادي یو په یو عملي سویدي دریاست جمهوري انتخابات دقانون له مخي ترسره سول داچه یوسپک جوړجاړی پکښي وسو او دپاچا وزګړي یی رامنځ ته کی نوڅه وسوه ، پارلمان داساسي قانون په تاریکیو کي د غیرقانونیت شپی اوورځي تیروی نوڅه وسوه ،داچه ولسي جرګي دوزیرانو استیضاح ترسره کړه نوڅه ، داچه اجرایه ریس دخپل موډ اوفیشن په قانوني اجرااتو بوخت دی نوڅه وسوه .
دصلحي شورا اراده لري چه دنړی په نورو نارامو هیوادو کی صلحه اوارامي رامنځ ته کړی .اوپه دی ترځ کی یی خپل غوښتن لیکونه یولړ نارامو اوجنګ ځپلو هیوادو ته استولي دی .
نن سبا دخیالي ښوونځیو ،خیالي ښوونکو ،خیالي امنیتي ځواکونو  اوخیالی کلینیکونو بازار ډیرتود دی ، کارپوهانو دیو ګډ ریسرچ په نتیجه کی وړاند وینه کړیده چه ډیرژر به یو شمیر خیالي وکیلان او خیالي وزیران هم رامنځته سي، دخیالي کارکوونکو اوپرسونلو پالیسي دلومړي ځل لپاره په افغانستان کي پلي سوه او ډیرژر به نورو هیوادو ته انتقال سي .
دترافیکو عمومي ریاست پخپله ټویټر پاڼه کي لیکلي دي  چه نوموړي ریاست په خپله کړن لاره کي ۱۸۰ درجي بدلون تصویب کړ هغه داچه پخوا ټول توري ښیښي لرونکي موتران بند وه خواوس اجازه ورکړه سوه چه توري ښیښي ولګوی اوبل داچه پخوا بيله  نمبرپلیټه موټران جریمه کیدل ، ددي وروسته به پلیټ لرونکي موتران جریمه کیږي .
 
 Joke mop ټوکه مسخرې