کور / تازه خبرونه / کندهار: په میوند کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه سوې

کندهار: په میوند کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه سوې

کندهار: په میوند کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه سوې

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک لراوبر ته وويل چې تیره شپه د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې په زیات شمېر وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د افغان ځواکونود وسله والو برید پر شا وتمبوو.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې هم افغان ځواکونو او وسله والو برید کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو زیاته يې کړه چې په اړه یې کره معلومات نلري .

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني لراوبر ته وویل چې په دغه جګړه کې د افغان حکومت ۲۷ وسله وال مخالفان چې څلور یې د هغوی سرګروپان وو وژل شوي دي.

ښاغلي دراني په دغو جګړو کې د افغان پولیسو مرګ ژوبله شپاړس تنه یاده کړه، خو دا یې ونه ویل چې په دغو جګړو کې څو تنه یې مړه او څو تنه یې ټپیان شوي دي.