کور / سياسي / ايا موږ په شعوري توګه خپلي ريښې وهو ؟

ايا موږ په شعوري توګه خپلي ريښې وهو ؟

Aminullah Ansari امين الله انصاري 
تر ټولو بدبخته قوم چې عمدتا هره ورځ د کابو ۳۰۰ تنکیو ځوانانو جنازو ته اوږې ورکوي او په تورو خاور ېې سپاري، هغه قوم چې دوست نلري، نه ېې مسلمان دوست دی، نه کافر او نه ېې هم کوم ګاونډی.
هغه چې هم ځان وژني او هم د نورو په وژلو اخته دي، هغه چې نه ېې خپله ځان جوړ کړ او نه ېې د بل ځوان پرمختګ وزغمۍ شو.
 ځانګړې لوېې ګومارل شوې مغرضې ډلې پر همدې فکري تمرکز کوي چې؛ څنګه یو پښتون ځوان له پښې راونیسي، ستا به د خاورې، ملي نوامیسو دښمنانو اختطافچیانو، غاصبینو او مافیا سره جګړه وي، په رڼا ورځ به د میندو له غېږو نازولي او شیرخوار ماشومان تښتول کېږي، چې یو تعلیم یافته ځوان در کې پیدا شي، مختلفې بهانې به ورته ګوري، کله به درته وايي، قواره دې خرابه ده، کله به دې په خصوصي حریم درننوځي؛ وايي به؛ ورو|پلار ېې داسې او هاغسې دي،  کله به د جاسوس ټاپې درباندې لګوي او په شکل د اشکالو به شپه او ورځ درته کمین کې وي چې؛ څنګه دې له لارې راوګرځوي، که مخ دې دښمن ته هم وي د شا تر لمن به دې راکشوي او ګډ دښمن ته به دې په حقه بې عقلۍ په ناحقه په ګونډو کوي.
په ډېرو عادي مسایلو به دې خلکو ته له پامه وربدوي، دوی به بیا خپل دې حماقت باندې د لاسته راوړنې او د مدني مبارزې نوم ږدي او پدې توګه به د جومات د مخې د مازدیګري بانډار پرې جوړوي، پرړې به ولي او د خلکو پر سترګو کې به د خپلې ناحقې دروغینې مبارزې د په حقه ښودلو او له عامو بېچاره او بېسواده، فیسبوکي چکچکیانو او خپلو بهرنیو بادارانو به ځان ته کریډټ اخلي او په خورا بې عقلۍ به د دښمن پر ژرنده د اوبو ورخ ورخوشې کوي.
زه پر مدني مبارزې باور لرم، انتقاد هم منم هغه که پر هرچا وي، خو انتقاد باید د اولویتونو پر بنسټ وي، مثلا؛ هلته به قاتل، زاني، مفسد، چپاولګر، اختطافچي، رشوت خور سرې سترګې ګرځي، په رڼا ورځ به ماشومان تښتول کېږي، ټوپکسالار به د ټوپک په ژبه درسره خبرې کوي او تا به؛ 
 پر یوه لوستي ځوان پسې په توره شپه څراغ راخیستۍ وي او عیبونه به پسې لټوې؛ 
Hamdullah muhib حمدالله محيبپه هر چا پسې که څراغ راواخلې حتما پکې خبرې راپورته کېږي.
پیغمبر ﷺ له خپلې بي بي سره ولاړ وو، په لاره څوک تېرېدل، د رسول الله ص پر زړه وروګرځېدل؛ که ورته ونه وایم چې دا مې بي بي ده، کېدای شي ورسره شبه او شک پیدا شي.
که دا د عیب جویۍ عادت په مونږ کې وو بې عیبه سړی مو ولاکه پیدا کړ او بې عیبه سړی شته هم نه.
فیسبوکیونو؛ کورګۍ مو د مېردین جومات سه؛ هر چاته چکچکې مه وهﺉ، لمړی په حقیقت ځان پوهول پکار دي، که مو ځان پوی نکړ، همدا چې ورته چکچکې وهۍ او ماشاالله ورته کمنټ کې لیکۍ، همدوی به ریشخند درباندې وهي او د سړي په سترګه به نه درته ګوري.
اول خو دا سیلفي نده؛ که بیا پدې ټینګېږۍ او له خپل خره نه کوزېږۍ چې؛ سیلفي ده، دا ېې سیلفي، څه کوپرررر وشو، تا پدې سیلفۍ پرونۍ معصوم شهید هېر کړ؛؛؛؛ 
دا خو د سفیرانو دنده ده چې له موقع نه په ګټې اخیستلو د نړی د نورو هېوادونو له استاذو او سیاسیونو سره وګوري او د خپل هېواد او خلکو په هکله ورته په ذهنونو کې مثبت انځور جوړ کړي، پر  همدې واشنګټن کې د افغانانو پر انسانیت او کرامت بریدونه نه کېدل؟ امریکا| کانګرس کې افغانانو ته د تروریست خطاب نه کېده؟ امریکايي سیاستوالو د افغانانو په تړاو یواځې د وحشت انځورونه په ذهن کې نه درلودل؟
هو؛؛؛ درلودل ېې، نو دا د افغانانو په تړاو غلط فکر او منفي انځورونه چا د امریکې د کانګرس، سیاستوالو او امریکې د ولس له ذهنونو وروتوګل او د کړېدلیو افغانانو د حقیقي څېرې په هکله ېې مثبت انځورونه ورمخې ته کړل؟ همدې ځوان سیاستوال، تاسو تردې د مخه د افغانستان د سفیر نوم اورېدلۍ وو؟ نه، کوم فعالیت مو ېې لیدلۍ وو؟ نه، د امریکا په کچه مو دداسې کوم ځوان سیاستوال حتی ګډون هم لیدلۍ وو فعالیت ېې پرېده؟ نه، خو ټوله ورځ به سفیرانو په دروغ او رښتیا راپورونه لیکل او خپلې مزې چړچې به ېې کولې، له حمدالله محب او ذاخیلوال پرته کوم بل داسې فعال او کارکشته سفیر پېژنۍ؟ نه، د همدې سفیر د ښو کړنو د تقدیر په پار مو کومه ورځ یوه جمله پر فیسبوک ولیکله؟ نه، داسې کوم فیسبوکۍ پاتې شو چې پدې عکس ملنډې ونه وهي؟ نه کنه،
نوووو اخر ولې، ولې داسې وشي،، لږږږ فکر وکړﺉ، سر په ګرېوانه کې ورټیټ کړﺉ؛ 
رښتیا که حق ته حق او ځان ته مدني فعال او… وایۍ، نو هغه نور انځورونه چې سفیر د نورو هېوادونو له سفیرانو او دیپلوماتانو سره اخیستي چې؛ د سفیر پر ډیپلوماتیکي غوره مدیریت او هڅو شاهدي ورکوي ولې خپاره نکړل؟
 خو چې کار وکړې، خلک در پسې غږېږي، که دې سفیر هم د هاغه نورو سفیرانو په څېر مزې چړچې کولۍ، بېغمه، تب خوشه او ارامه به له خپلو ماشومانو سره د ساحلونو پر غاړو ګرځېدای او د خپلو خپلوانو سره به ېې مېلې کولای، نه به د چا ورفکر وو او نه به چا بې ځایه او بې منطقه نیوکې پرې کولی.
لطفا خپلې پښې پخپله مه وهﺉ، تېر شﺉ لدې بې منطقه او بې اساسه نیوکو.
 دسفير دا کار که څوک ستايي نه، خپله خوښه ېې خو غندونکي ېې خامخا د پرديو مستقيم يا غيرمستقيم مستخدمين دي
#یادونه؛ زه له سفیر حمدالله محب سره له معمولي شناخت پرته هېڅ ډول رابطه نلرم، د یادونې ده چې همدې سفیر دوه ځلې په انټروي کې پرې ایښۍ یم. 
که د ځوانو کدرونو د پرمختګ مخالف نه یاست دا غږ راسره بدرګه کړﺉ د هېواد او خلکو د خادم کړنې تقدیر او د ناغېړیو په بدل کې ېې تر طوطکې ونیسﺉ او تر نورو ېې ورسوﺉ.