کور / تازه خبرونه / زابل :د داعش جنګیالیو پر ضد هوايي عملیات پيل کړی

زابل :د داعش جنګیالیو پر ضد هوايي عملیات پيل کړی

زابل :د داعش جنګیالیو پر ضد هوايي عملیات پيل کړي .

د زابل په خاک افغان ، دایچوپان ، ارغنداب او میزانه ولسوالیو کې د داعش د فعاله حضور څخه له تیر یوه کال راهیسی اندېښنې موجودي دي .

له تیرو ۳ ورځو راهیسی د زابل په خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې د افغان پوځ هوايي الوتکو د داعش جنګلیانو ګڼ مرکزونه په نښه کړې .

په زابل کې د ملي پوځ د دوهمي لوا درستیزوال ډګروال ګل محمد وايي چي تر اوسه پدغو بریدونو کې ۲۱ تنه د داعش وسله وال جنګیالي وژل سوي او ۷ تنه نور يې ژوبل سوي چي د هغوی مهم قومندانان هم پکښې شامل دي .

دی زیاته وي چي دغه هوايي نظامي عملیات به تر هغو دوام وکړي تر څو د زابل په شمال کې د داعش جنګلیالیو ټول فعالیتونه لمنځه نه وي تللي .

د زابل ولایتي شورا وايي چي د داعش جنګیالیو په سیمه کې د سرباز ګیری هڅي هم پيل کړي چي ممکن په نږدې راتلونکې وخت کي د افغانستان د امنیت لپاره پر یوه لوی خطر بدل شي .

د زابل د ولایتي شورا منشي عمرخان عمري وايي چي دولت باید تر بل هر وخت زیات د یاد ګواښ لمنځه وړلو ته خپله پاملرنه زیاته کړي .

خاک افغان ولسوالي چي له تیرو ۱۳ کالو راهیسی له دولتي حاکمیت څخه بهر ده چي تیر کال د وسله والو طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهده هم وه .

خبریال: صدیق الله پوپل