کور / سياسي / ايرانی اخوندان دخپلوناروامخو لپاره افغانان جگړوته لېږي

ايرانی اخوندان دخپلوناروامخو لپاره افغانان جگړوته لېږي

Ghamkhor غمخورداهم له افغانانوسره دايرانی اخوندانو داسلامی اخوت اوزموږ ددولتی نوکرصفتو چارواکودچوپتيا يوه بله روښانه بېلگه ! 

دايرانی اخوندانودا ډول برنمډو لاسوهنو اوافغان وژنې پروړاندی چې ايرانی چارواکي دخپلو موخولپاره افغانان  په سوريه کي جنگوي ،دافغان دوملتی مشرتابه اوچارواکو ،تنظيم سالارو،دايران سره دهذهبی اړېکو په نوم ددوي پېژندل سوو نوکرانو چوپتيا ددوي دبهرنيو چارودوزير هغه خبره راپيادوی چې په ۲۰۰۳ کښي یې وويل  :((موږ په افغانستان کي ترهرچابرلاسی يو،لازم نفوذ اواعتبارلرو)) .

دافغان دولتی چارواکی ملی مکلفيت لری ،خو که چېري دوي ملت  ته ځان ژمن بولی چې دايرانی اخوندانونه  ددوي  دکرغېړنو موخوسرته رسولو لپاره دافغان شعيه کډوالو نه دټولونړيوالو اصولو خلاف ددې ډول غيرانساني،غيراسلامی اوافغان دښمنه دريزپه هکله په نړيواله کچه اومحکمه کښي دخپلو شهيدو هيوادوالودانساني حقو قواوايرانی اخوندانوددې وحشيانه کړنودمحاکمې غوښتنه وکړی .

که افغانان غواړي چې پاکستان دنړيوال ترورزيم دهڅوونکو اوترهگر هيوادپه نوم وپېژندل سی ،نو ايران هم دافغانانو په شهادت رسولو ،کورنۍ ژبنۍ،مذهبی اوتوکمی تعصب ته په لمن وهلوسره په افغانستان کي دلويوبدبختيولامل دی .افغانان څومره چې له پاکستانی ملکی اونظامی چارواکو نه نفرت لری په همدې کچه له ايرانی اخوندانو اوددې هيواد له ملکی اوپوځی چارواکوته همم دنفرت  په سترگه گوري .​

نن تاندي ويب پاڼې داخبر خپورکړچې :ایران افغان شیعه جنګیالو ته نوي امتیازت منلي .

رپوټونه وايي چې د ایران دولت په سوريي کې د جګړې لپاره د افغان اوپاکستاني شیعه ګانو د ګومارلو لړۍ چټکه کړي او هغوی ته یې نوي خو بي ساري امتیازات په پام کې نیولي دي.

د ایراني رژيم له لوري دځان اود بل دګټو لپاره له افغانانو څخهکاراخیستنه د پخواني شوروي له یرغل راهیسي روانه ده .

ویل کیږي چې اوس د ایران انقلابي ګارد پلان لري افغان او پاکستاني هغو شیعه کډوالو ته د هغوی په ګټه د جنګیدو په بدل کې پخواني امتیازات څوځله لوړ کړي.

د یو شمیر رسنیود رپوټونو پر بنسټ ایران تر دې دمخه افغان او پاکستاني هغو شیعه کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکول چې د کورنیو ځوان غړي به یي داسلامي جمهوریت د ګټود خوندي کولو لپاره په سوریه کې جنګیدل خو دا دی اوس تهران پلان لري د نوی ۱۳۹۶هجري لمریز کال له پيلیدو سره سم د دغو جنګیالو د کورنیوامتیازات په بې ساري توګه لوړ کړي.

تر دې دمخه به هغو افغان او پاکستاني وګړو ته چې د ایران لپاره په سوریه کې جنګیدل ۵۰۰ امریکايي ډالره تنخوا ورکوله او په دېسربیره به یي د هغوی د کورنیو هغوغړو ته چې په ایران کېاوسیدل د ایران افتخاري تابیعت او هغه یو شمیرحقوق ورکول چېعادی ایراني اتباعو درلودل خو د نوي پلان له مخي به هغه افغان ځوانانچې په دغه جګړه کې وژل کیږي د کورنۍ ټول غړي به یي د ژوند تر پایه په ایران کې میاشتني حقوق د کور د کرايي پیسې د خوړو،پوښاک او سفر مجاني امتیازات ولري.

د ایران په فارسي نیوز ټلویزیون کې تیره میاشت داسي یوهویدیوه خپره شوه چې دمګړۍ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانان په سوریه کې د ایران له لوري د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي.

دغه اکثریت شیعه ګان د پاکستان د پاړه چنار پښتانه اوسیدونکيدي چې اکثریت یي له خپلو کورنیو سره ایران ته یا پخوا کډه شوي او یا اوس ورغلي دي او د ایران د دولت  امتیازاتو له نوي بستې څخه به دوي هم برخمن وي.

د ایران دولت په خپله ګټه د پاکستاني او افغان وګړو په جنګولو په وار وار انکار کړی او ویلي یې دي چې دا د عربي او یو شمیر نړیوالومطبوعاتو پروپاګندا ده.

د منځني ختیځ د څیړوندوی انستیتیوت وروستۍ پلټني ښيي چېایران په دوامداره توګه پلان لري چې افغان شیعه ګان په ایران کېدننه او حتی د افغانستان له یو شمیر ولایتونو ایران ته ور وبولي او هلته ورته د امتیازاتو په بدل کې د سوريي جګړې ته وسله ور په لاس کړي. تاند، January 24, 2017