کور / تازه خبرونه / لویې څارنوالۍ د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم صادر کړی

لویې څارنوالۍ د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم صادر کړی

لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم کړی. په دوی تور دی چې د ملي جنبش ګوند په پخواني مرستیال محمد ایشچي یې جنسي تېری کړی دی.

لویې څارنوالۍ د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم وروسته له دې صادر کړی چې د دغې ادارې د جلب درې مکتوبونه یې بابېزه وګڼل. محمد ایشچيبیا وايي د قضیې اصلي اړخ چې جنرال دوستم دی، باید ونیول شي او دنده یې وځنډول شي.

لویې څارنوالۍ د محمد ایشچي د دوسیې په هکله شاوخوا یوه نیمه میاشت څېړنې وکړې او اوس یې د هغه د جنسي ځورونو په تور د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د نهو ساتونکو د نیوکو حکم کړی. لویه څارنوالي وايي چې دغو کسانو د لویې څارنوالۍ د جلب درې مکتوبونه بابېزه وګڼل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي: “د څېړنې د ډلې پروګرام ته په پام سره، د محمد ايشچي له ادعا سره سم چې نهه تنه مسول بلل کېږي حکم صادر شوی دی.”

محمد ایشچي وايي چې حکومت باید په دغه قضیه کې له پوره جدیتکار واخلي.