کور / ترخې خبري / (سپین زړی شخصیت) پیر سید احمد ګیلاني

(سپین زړی شخصیت) پیر سید احمد ګیلاني

 

 

لیکوال: حبیب الرحمن تاثیر

 

کله چې د تیرې شنبې په ماښام د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي محاذ ګوند مشر پیر سید احمدګیلاني په ناڅاپي توګه ساه ورکړه، نو له هغه وروسته ځینو فیسبوکي کوتافکرو او عقلي نابالیغو د هغه په روحاني اروا پسې په بدرد ویلو خوله خلاصه کړه او خپل سولیدلي، ناکاره او تر وخت تیر تنقیصي تورې یې د هغه په خلاف کاول پیل کړل، چې دا د دې ټولنې د ځینو خلګو له زړو عادتونو څخه یو ګڼل کیږي او دا د هغوی علمي استعدادي تنقید نه،  بلکې د هغوی د جاهلانه تنقیص هغه څه ثابتوي چې دغه ټولنه هر وخت او هره لحظه ورڅخه کړیږي، ځکه چې دا خلګ تر اوسه پورې د مثبت او منفي نقد له اصولو څخه ناخبر پاته دي.

 

له پیر سید احمد ګیلاني سره د پیرۍ او مریدۍ د رشتې ترڅنګ نه نظریاتي، نه ګوندي او نه جهادي تړاو لرم، خو د هغه روحاني اروا ته د سپکاوي له امله دې ته اړ شوم چې څه دي ولیکم، تنقیص نه بلکې تنقید هم وکړم او دا هم روښانه کړم چې زه په شخصي توګه نه د خلق ډیموکراټیک ګوند د نظریې او نظام پلوی پاته شوی یم او نه په افغانستان کې له (الفه تر یې) د مجاهدینو د هیڅ ګوند د جهاد پلوی وم او نه به یم، ځکه چې: دا امریکایي او پاکستانۍ ډرامه وه چې په برخه برخه چلیږي، خو په افغانستان کې د ډیری نورو خلګو ترڅنګ پیر صاحب هم د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې په عقیدوي توګه د جهاد په تاوده سنګر کې ودریده، ښه وو بد وو دا بیله خبره ده خو کله چې د روسانو له وتو او (خلقي) نظام له ړنګیدو وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل نو د پیر صاحب په مشرۍ (اسلامي محاذ ګوند) یوواځینی ګوند وو چې نور یې جګړې ته د پای ټکی کښېښود.

 

کله چې کلونه وړاندې په افغانستان کې د مجاهدینو په نوم خلګ په کابل ننوتل نو موږ ته یې هغه کابل پرېښود چې تاریخ به يې زخمونه په یاد لري، خو په خپله پیرصاحب او د دغه پیر ټول مریدان په خپلو کورونو کې د بې وسه تماشایانو په څېر کښېناستل، نه یې عزتونه لوټ کړل، نه یې کابل ړنک کړ، نه یې د خلګو په سرونو کې میخونه ټکوهل، نه یې له ښځو تیان پرې کړل، نه یې پاټکونه واچاول، نه یې له انسانانو سپي جوړ کړل او نه یې ژبني، مذهبي او سیمه ییز تعصب ته لمن ووهله، بلکې د خپل پیرانه او فقیرانه احساس له مخې یې د مجاهدینو دغو ناروا کړنو ته حیران حیران کتل او هر وخت به یې په هغوی باندې د خپل منځي سولې او یووالي غږ کاوه، خو کله چې موجوده نظام رامنځ ته شو، نو بیا یې هم د نورو مجاهدینو په رنګه نه په غصب او نه په فساد لاس پورې کړ، خو په نظام کې یې ونډه واخیسته.

نړۍ او بیا په تیره افغانان شاهدان  دي چې کله هم تر پیر سید احمد ګیلاني وړاندې یو ټینګ مجاهد برهان الدین رباني د سولې شورا مشر شو نو له مجاهدینو سره د تعصب په بنیاد یې هیڅ کله نه غوښتل چې سوله دي وشي او نه یې په افغانانو د هوسایي او د ارامۍ ژوند لورونه کوله، خو وايي چې د کوټي شورا یې د سولې شورا او شریف افغانان له شره خلاص کړل، خو پیر صاحب بیا هم د خپل روحاني استعداد او خلوص په برکت له دغه مجاهدینو سره خپله مجاهدانه تربګني ونه ساتله او د ګلبدین حکمتیار غوندې سخت دریځی او د اسلامي حزب په رنګ جنګیالۍ ډله یې په مخلاصانه توګه د سولې له بهیر سره یو ځای او په دولت کې شامله کړه، دا چې دولت او په دولت کې دننه مجاهدین ورسره په یوه کمبله نه ځایېږي دا د هغوی شخصي مشکلات دي، پیرسید احمد ګیلاني په دا وروستیو کې د حزب اسلامي ترڅنګ د طالبانو له ځینو غړیو سره هم لیده کاته کړي او تر ډیره د سولې په کولو کې بریالي شوو خو مرګي انتظار ونه کړ.

 

که څه هم د سیمې په کچه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته زیات درناوی کیږي خو بیا هم ځینو فیسبوکي مبارزینو په داسې حال کې د پیر صاحب په عاجزه او مرحومه اروا باندې ړانده، کاڼه او ګونګي ګزارونه وکړل چې د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې په جعلي ای ډي ګانو او یا هم د خپلو جاسوسي اشخاصو په لاس او واسطه په افغانستان کې د مېشتو قامونو او د مذهبونو د منونکیو ترمنځ ژبني، قامي، مذهبي، سمیه ییز او هر اړخیز نفاق رامنځ ته کړي، نو هغه کسان چې ځان لیکوال، روشنفکره او مدني بولي هغه خو باید د خلګو د ذهنونو د ورانولو نه بلکې د ذهنونو د جوړولو له پاره کار وکړي.