کور / تازه خبرونه / زابل کې (۸) وسله وال وژل سوي

زابل کې (۸) وسله وال وژل سوي

larawbar

زابل کې د افغان پوځ په برید کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپیان شوي . 

larawbarپېښه تیره ورځ ناوخته د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې . 

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال لراوبر ته وويل چې د ولسوالۍ په سپين پوټي سیمه کې وسله والو طالبانو غوښتل چې پر امنیتي پوستو باندې ډله ییز برید تر سره کړي . 

ښاغلي  سیال وویل د مخکنیو معلوماتو له مخې افغان ځواکونو د وسله والو د راغونډیدو پر مرکز د توپ برید وکړ چې په وژل شویو ۸ کسانو کې يې د ۲ تنو جسدونه په سیمه کې پاته دي . 

ارغنداب د زابل له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې د وسله والو طالبانو تر څنګ پکې بهرني وسله وال جنګیالي هم فعال دي . 

وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د توپچي برید په اړه کومه تبصره نده کړې .

​صدیق الله پوپل لراوبر