کور / تازه خبرونه / لغمان والي د دوو پروژو چاري پيل کړې

لغمان والي د دوو پروژو چاري پيل کړې

لراوبر

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د استازو او یو شمېر مخورو مشرانو په لاسونو په مرکز مهترلام کې د اته څلویښت میلیونه، اته سوه او څلویښت زره افغانیو په ارزښت د دوه بېلا بېلو پروژو چارې پیل شوې.

لراوبر
دوې پروژې

په دغو پروژو کې یوه هم د لغمان ولایت مقام او د اداري کمپلکس نوې وداني ده چې په څلورو پوړونو کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي او عصري بڼه جوړېږي، چې د جوړېدو چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د اداري کمپلکس په دغه پروژه کې د نورو ټولو ضروري ملحقاتو پر شتون سربېره اداري خونې، د غونډو تالار، د اوبو، کانالیزاسیون او دغه راز د برېښنا سیستمونه شامل دي.

بله پروژه هم د همدې اداري کمپلکس د احاطوي دېوال او د څلورو امنیتي ټاورونو د جوړېدو، د کمپلکس په داخل کې د حامد کرزي د غونډو تالار د بیارغونې او د روغتیايي اوبو د برابرولو په موخه د یوې حلقې څاه د ویستلو پروژه ده چې ټولټال اوولس میلیونه، اته سوه او څلویښت زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

د یادونې ده چې د یادو دواړو پروژو مالي ملاتړ د افغانستان د ثبات او ټینګښت پروګرام ( ASP ) له لوري شوی دی.

د پروژو د بنسټ ډبرې د ایښودو په مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په اوسني وخت کې د دې پروژو د جوړېدو پر اړتیا د خبرو تر څنګ د پروژو په تخنیکي برخه هم رڼا واچوله او د هېواد د ماليې او د کورونو او ښار جوړولو وزارتونو له وزیرانو یې په دې اړه ځانګړې مننه وکړه، چې د دغو پروژو په عملي کېدو کې یې د ولایت مقام وړاندیزونه په فوق العاده توګه ومنل.

دغه راز په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز او د قومي مشرانو په استازۍ حاجي تور جان د خپلو خبرو پر مهال د ولایت مقام د کارونو او هڅو د ستاینې تر څنګ وویل دا د خوښۍ ځای دی چې د څلور لسیزو جګړو با وجود بیا هم د ابادۍ او پرمختګ پر لور قدمونه اخلو. نوموړو د ولس نه وغوښتل څو د امنیت د ټینګښت تر څنګ د پرمختیايي پروژو په تطبیق کې هم د ولایتي ادارې لاسونه ورکړي او خپله همکاري ترې و نه سپموي.