کور / تازه خبرونه / هلمند کي د طالبانو د بريد مخنيوی وسو

هلمند کي د طالبانو د بريد مخنيوی وسو

امنیتي ځواکونه وايي  سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو لوی برید شنډ او مخالفین يې پهر شا وتمبول سو..

امنیتي ځواکونو د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو لوی برید شنډ او د نښتې په ترڅ کې یې ۱۳ وسلوال وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند چارواکو په وينا نن سهار پلان درلود، چې د ملي اردو د دویمې لېوا پر يو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه وکړي؛ خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول .

سنګین ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين پر شا وتمبول شول، د دښمن ترهګريز پلان شنډ او د نښتې په ترڅ کې د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۳ مخالفین وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سيمې ته هوايي او ځمکني تازه مرستندويه ځواکونه رسېدلي او پر وسله والو مخالفينو يې ګڼ بريدونه کړي چې اوس مهال دښمن له سيمې څخه تښتیدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.