کور / تازه خبرونه / اجرائيه ريس د سيګار له مشر سره پر فساد وږغېدئ

اجرائيه ريس د سيګار له مشر سره پر فساد وږغېدئ

سيګار او د افغان حکومت فساد

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیهرئیس د افغانستان د بیارغوني په برخه کي د امریکا د خاصي پلټونکي ادارې (سیګار) له مشر جان ساپکو سره نن په کابل کي ولیدل.

سيګار او د افغان حکومت فساد
د سيګار مشر

په دغه لیدنه کي له فساد سره پر مبارزه، د افغان حکومت پر اقداماتو او د پوځي او ملکي ادارو په سطحه د اصلاحاتو پر پروسه باندي خبري وسوې.

د سیګار مشر جان ساپکو له اجرائیه رئیس سره په دېلیدنه کي وویل، چي اداره یې او په ټوله کي د امریکا دولت د فساد سر په مبارزه کي د افغان حکومت د هڅو ستاینه کوي او د تیرو څو میاشتو قاطع فعالیتونه یې د راتلونکي پر لور اساسي ګامونه ګڼي.

نوموړي زیاته کړه، چي د ملکي او پوځي ادارو په سطحه د اصلاحاتو په موخه اداري تغیرات د سالمي رهبرۍ د راتګ لپاره اساسي ارزښت لري او له فساد سره د مبارزې راتلونکي ته یېخوشبیني زیاته کړې ده.

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سیګار له مشر سره په لیدنه کي وویل، چي افغان حکومت په کلک هوډ د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي او له ولس سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه چي په پوځي او ملکي ادارو کي اصلاحات د حکومت له لومړیتوبونو او د اصلاحاتو د جامع لړۍ یوه برخه ده چي په راتلونکي کي به هم دوام ومومي.

هغه یادونه وکړه چي عدلي او قضايي ارګانونه د فساد سره په مبارزه کي په خپلواکه توګه فعالیت کوي او ډېر تمرکز یېد فساد د لویو دوسیو څېړلو ته دی.