کور / تازه خبرونه / په سمنګان او فارياب کي طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سمنګان او فارياب کي طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شاهين قول اردو۲۰۹ شمال

شاهين قول اردو۲۰۹ شمالبلخ افغانستان: 

امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د سمنګان د منقوتن په سيمه کي يو طالب وژلی او ۳ نور زخميان کړيدي.دا خبره د شاهين قول اردو د اړيکو مسول ډګروال عبدالقهار آرام لراوبر ته وکړې.

نوموړی وايي د طالبانو يو سراچه موټر ، ۳زخميان او وسلې د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ډګروال آرام زياتوي چي د فارياب ولايت په قيصار کي هم د ګزمې پر مهال د سليم په نوم يو وسله وال طالب د يو ميل کلاشنيکوف سره نيولی دی. 

د يادوني وړ ده چي طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.