کور / تازه خبرونه / اجرائيه ريس د هلمند دجګړې لومړۍ کرښه وليده

اجرائيه ريس د هلمند دجګړې لومړۍ کرښه وليده

هلمند لراوبر خبراجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په لمنو کي د جګړې د لومړیو کرښو له سرتیروسره ولیدل او له نژدې یې د امنیتي وضعیت جاج واخست.

هغه لومړی د کوچني کارېز سیمي ته ولاړی او هلته یې د منتظره قطعې له سرتیرو او منسوبینو سره ولیدل.هلمند

اجرائیه رئیس وروسته له لښکرګاه ښار دباندي د لښکربازار سیمي ته ولاړی او هلته یې د جګړې د لومړۍکرښي له سرتیرو سره ولیدل.

نوموړي ته په کوچني کارېز او لښکربازار سیمو کي زړه ورو سرتیرو او امنیتي مسؤلینو د جګړې او د مخالفینو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.‌

هغوی وویل،‌ چي د خاوري او خلکو دښمنان د ملکي خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه پورته کوي او له هماغه ځایونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.‌

یادو سرتیرو او مسؤلینو وویل،‌ چي په وروستیو اوونیوکي یې په دغو ساحو کي پرمختګونه کړي او امنیتي کړۍ په زیاته پیمانه پراخه سوې ده.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د جګړې په لومړیو کرښو کي د سرتیرو زړه ورتیا او قربانۍ وستایلې او دوی یې د خاوري او خلکو اصلي ساتونکي او اتلان وبلل.

هغه زیاته کړه چي،‌ ستاسي د شپې او ورځي نه ستړيکېدونکي هلي ځلي دي،‌ چي خلکو ته د هوسا ژوند کولو زمینهمساعدوي او خاوره له دښمنانو ساتي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د حکومت رهبري د سرتیرو د فعالیتونو او قربانیو قدرداني کوي او ژمنتیا لري،‌ چي د ستونزو د حل لپاره به یې اساسي ګامونه پورته کوي.‌

اجرائیه رئیس یادو سرتیرو وویل،‌ چي د افغانستان خلک ستاسي قربانیو او سرښندونو ته لوړ ارزښت ورکوي او هیڅکله به په سختو ورځو کي خپل ساتونکي او اتلان هېر نکړي.