کور / سياسي / د ښاغلي (جوبایدن) یوه بله Off the Record خبره!

د ښاغلي (جوبایدن) یوه بله Off the Record خبره!

احسان الله آرينزی

احسان الله آرينزی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس ښاغلی عبدالکریم خرم په دې وروسیتو ورځو کې، له پښتو BBC سره د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان او ښاغلي حامد کرزي په هکله په زړه پورې؛ خو هېښوونکې خبرې کړې.

ښاغلي خرم ویلي چې د پاکستان په هکله د امریکا سیاست مبهم او ګونګ و، د افغانستان په اړه د ولسمشر اوباما په تګلارو کې د کابل ګټې نه تر سترګو کېدی او هڅه کېده چې په افغانستان کې یو کمزوری او کاواکه حکومت په واک کې وي!

خرم په دی عقیده دی چې امریکا ان د کال 2009 په ټاکنو کې غوښتل چې د اوسني ملي یووالي حکومت په شان یوه اداره واک ته ورسوي؛ خو کرزي ځان ټینګ کړ او دا خبره یې ونه منله او له همدې امله د دواړو خواوو اړیکې بېخونده شوې.

ښاغلي خرم په خپله مرکه کې وړاندې ویلې چې د کال 2009 د جنوري په لسمه نېټه د ولسمشر اوباما مرستیال ښاغلی جوبایدن کابل ته راغی. د ډوډۍ په میز د ده او ولسمشر کرزي تر منځ خبرې توندې شوې، جوبایدن پاڅید، خواړه یې پرېښودل، وې ویل چې پاکستان ستاسو په پرتله پنځوس ځلی مهم دی او له ارګه لاړ!

ښاغلي خرم ویلي چې جان کري هم هغه وخت د (اوسني حکومت په شان اداری) له طراحانو څخه و؛ خو ولسمشر کرزي خپله تګلاره بدله نه کړه او غوښتنه یې کوله چې امریکا دې په افغانستان کې د جګړې او ملکي تلفاتو په ځای، له دیورند هاخوا، د ترهګرو اصلي پټنځایونه وځپي.

ما د دې کرښو لیکوال له یو شمېر نورو خبریالانو او د رسنیو د چلوونکو په ګډون د 2009 – 2013 تر منځ څو ځلې له ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي وو.

په دې لیدنو کتنو کې د افغانستان د عمومي وضعیت، روانو ستونزو، حللارو او رسنیو باندې ډېرې سپینې خبری کېدې او ښاغلي ولسمشر به کله نا کله ویل چې ځینې خبرې off the Record دي او د اوس  له پاره یې مه خپروئ!

ښایی ځینو ښاغلو لوستونکو به زما هغه درې مقالې لوستي وي چې زموږ د لیدنو کتنو د (نشر وړ) مطالبو په هکله همغه وخت خپرې شوې وی.

ځینې ګډونوالو لکه د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال به په هغه غونډو کې دومره ترخې خبرې کولې چې ما ویل آفرین شه کرزیه په دا دومره لویه حوصله!

ښاغلي خرم ته به دا یاد وي چې په یوه غونډه کې ولسمشر کرزي له جوبایدن سره د خپلو خبرو یوه برخه موږ ته واوروله. هغه وخت هغه ترخې خبرې په (ناویلو)off the Record کې راتلې؛ خو اوس چې ده خپله د جوبایدن یادونه کړی، زه به هم د افغانستان د خلکو د خبرتیا له پاره هغه جریان  ولیکم چې د کرزي صیب په  وینا، جوبایدن یې غوصه کړی و!

پخواني ولسمشر موږ ته ویلي و چې (اوباما) ټاکنې ګټلی وې؛ خو سپینې ماڼۍ ته لا نه و تللی چې خپل مرستیال جوبایدن یې کابل ته واستاوه.

کرزي صیب وویل چې په خبرو کې ما جوبایدن ته وویل چې زه تللی وم خوست ته چې  شیخ زاهد پوهنتون پرانیزم او په عین حال کې مې د هغه خوستۍ مېرمنې کورنۍ ته دعا وکړه چې امریکایي سپیو شهیده کړی وه!

ښاغلي کرزي وویل چې ناڅاپه جوبایدن (سور) شو، له ځایه پاڅېد او په غوصه یې وویل هغه کسان شهیدان مه بوله چې زموږ سپیو داړلې وي!! دا ترهګر دي او باید ووژل شي!

پخواني ولسمشر دا خبره په هغه وخت کې زموږ د یوه مطبوعاتي ملګري د هغه پوښتنې په ځواب کې کړې وه چې ولې د ده او امریکا اړیکې ورځ په ورځ بېخونده او ترینګلې کېږي.

پخواني ولسمشر په هغه ورځ وویل چې داسې نوری خبرې هم شته چې اوس یې نه وایم؛ خو ډېرې ترخې او ورانوونکي دي.

اوس چې ما له ارګه د ښاغلي جوبایدن د وتلو په هکله د عبدالکریم خرم مرکه ولوسته، په ځای مې وبلله چې د هغه حضراتو د خبرتیا له پاره چې سبا به زموږ راتلونکو نسلونو ته د افغانستان معاصر تاریخ لیکي، د پخواني ولسمشر هغه off the Record خبری راوړم چې پنځلس شل کسان یې شاهدان وو.

زه د هغه غونډې له ځینو ګډونوالو لکه ښاغلو عبدالغفور لیوال، دانش کړوخیل، استاد جلال، استاد زلمي هېوادمل او نورو ملګرو څخه په ډېر ادب غواړم چې که زه د ښاغلي کرزي د کلماتو په ترتیب کې غلط شوی وم، لطفاً دې ما تصحیح کړي چې په امانت کې خیانت نه وي شوی. زه یقین لرم چې له داسې احتمالی تصحیح وروسته به هم د کرزي صیب د خبرو په مانا او مفهوم کې کوم توپیر پېښ نه شي.

په پای کې باید وویل شي چې د کال 2009 د ټاکنو او د کرزي صیب له بیا ټاکنې وروسته، داسې ګونګوسي وو چې ښايي ښاغلي ډاکټر زلمی خلیلزاد اجراییه مشر شی او د دولتي واک په جوړښتونو کې ژور بدلونونه راشي. په هغه واکوېش کې د ښاغلو ډاکټر جلالي او ډاکټر غني نومونه هم یادېدل چې غټ غټ منصبونه به یې نیولای وای؛ خو د ښاغلی کرزی دریځ دا هڅی په اوبو لاهو کړی او د ملی یووالی حکومت او اجراییه ریاست د جوړیدو مخه  ونیول شوه. هغه څه چی د داکتر اشرف غنی د پاچایی په وخت کی وشول او راتلونکی یی لا روشانه نه ښکاری.

                                                     پای