کور / شعر / پر محمدولي ځلمي دمحمدمعصوم هوتک ويرنه

پر محمدولي ځلمي دمحمدمعصوم هوتک ويرنه

لراوبر ډاټ کام پښتو ويبپاڼه

د ارواښاد محمد ولي ځلمي په ویر کيلراوبر ډاټ کام پښتو ويبپاڼه
 محمد معصوم هوتک – کاناډا


مرگي واخیستئ حقدار ولي ځلمی
د قلم د ښار نامدار ولي ځلمی
د وطن د مطبوعاتو په اورشـــو کي
پېژندوی وو معلومدار ولي ځلمی
بنسټگر د " کندهار" د مـــــجلې وو
چلوونکی د اخــــــــــــــبار ولي ځلمی
ډېرنومورکې وه له ورکي راایستلي
په تحقیق کي وو اوڅار ولي ځلمی
په څه کم پوره پېړۍ ئې ساه وکښله
په تن روغ پــه زړه بېمار ولي ځلمی
حوادث ئې ټول څارل د زړه په سترگو
هري پېښي ته په څـــــــار ولي ځلمی
دوطن په بده ورځ ئې زړه خواشینی
پر اولس وو غـــــمگسار ولي ځلمی
ناپوهۍ د اولـــــــــــــــسونو ځورولی
په غـــــفلت ئې وو اوگار ولي ځلمی
مستغني وو له ریا و له فــــــــــــــریبه
حق ویلو ته تــــــــــــــــــیار ولي ځلمی
کورنۍ ئې شوپه شو پــــــه وطنوکي
تنها پروت پر کندهـــــــار ولي ځلمی
په ماتم ئې غمزده سو کـــــــور و کلی
وو محبوب د خپل دِیـــار ولي ځلمی
مـــــړئې مه بولئ ژوندی به وي په زړو کي
یاد به وي په افتــــــــــخار ولي ځلمی
که تاریخ ئې د وفات غواړئ په  نظم
په دې بل فردکي اظهار، ولي ځلمی
" مشاهیر" ځي " مشاهیر د کندهار" ته
یوئې کم وو، دی ئې وغـــوښت و مزارته
حل :
مشاهیر = ۵۵۶
مشاهیر د کندهار = ۸۴۰
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
                               ټول = ۱۳۹۶
له دې عدد څخه چي یو کم سي، ۱۳۹۵ پاتېږي.
ارواښاد محمد ولي ځلمی د ۱۳۹۵ ش کال د دلوي پر ۱۴مه = ۲ فبروري ۲۰۱۷ع د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي وفات سو. خدای دې وبخښي