" /> " /> " /> " /> د خوراکي توکو د بيو لوړوالی او په خوست کي کرهڼه ( مرکه ) – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / د خوراکي توکو د بيو لوړوالی او په خوست کي کرهڼه ( مرکه ) Fotos

د خوراکي توکو د بيو لوړوالی او په خوست کي کرهڼه ( مرکه ) Fotos

 رالېږونکي : د خوست ځوانان



ښاغلی قادرشا، که لومړی د لراوبر لوستونکو ته ځان ور وپيژنئ  :


 زما نوم قادرشاه دى د خوست ولايت اوسيدونكى يم ، سره له دې چې د خوست شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل يم په خوست كې د سولې پيغام په نوم د سيميزې راډيو عمومي پروډيوسر او په جنوب ختيز زون كې د لمر ټلويزيون سيميز مسوول او خبريال هم يم.


لراوبر : په دې وروستيو کي د خوراکو توکو بيي جګي شوي دي ، که د خوست په اړه مالومات راکړئ ، دلته د خوراکي توکو بيي د پخوا په پرتله څنګه دي ؟


 ًقادرشا : د بيو لوړوالى سره له دې چې نړيواله ستونزه ده خو افغانستان د ډيرو هيوادونو په پرتله له دې ستونزې ډير ربړيږي ، چې خوست هم د افغانستان يو ولايت دى او بيې پكې د پخوا په پر تله څو برابره زياتې شوي دي.

خوست ولايت چې د پاكستان له ځينو قابيلي سيمو سره ګډه پوله لري نو ډير كله به د دې ولايت سوادګرو خپل مالونه په ځانګړي ډول غالې او دانې له دې قابيلي لارو خوست ولايت په غير قانوني ډول را وړلې . خو اوس چې د قابيلي سيمو امنيت حالات وران شوي او بلخوا د دواړو هيوادونو سرحدي ځواكونه پياوړي شوي، همدارنګه پاكستان د سوداګرۍ په برخه كې له افغانستان سره ځيني چارې سختې قانوني كړي چې له امله يې د دې ډول مالونو راوړل بند شول د دغه سوداګريزو توكو بنديدل په خوست كې د بيو د لوړوالي لامل شو.

خوستوال د د اړتيا وړ غنم له خپلو کروندو ترلاسه کوي

نو په دې ډول اوس خوست ولايت ته ټول مالونه د تورخم د بندر له لارې راوړل كيږي چې په دې ډول لومړئ ننګرهار ، كابل ، لوګر ، پكتيا او بيا خوست ته را رسيږي چې په دې ډول وخت او خرچه دواړه پرې راځي .

خوست ولايت چې د غلام خان د بندر په نوم له پاكستان سره يو تجارتي بندر هم لري خو تر دې مهال د دې بندر كار په رسمي توګه نه دى پيل شو ځيني سوداګر وايي چې دغه لاره ټول افغانستان ته د كراچۍ له بندر څخه شاوخوا درې سوه كيلوميرته نيږدي ده، نو كه د دغه بندر كار په كار په رسمي ډول پيل شوي ټول افغانستان په تيره خوست ته به ډير ګټور وي.


بارانونو او د خوست د برګرو هلو ځلو خوستوالو ته غنم پريمانه کړه


كه څه هم دا اقتصادي مسائيل دي او زه په دې برخه كې پوره تجربه نه لرم خو د هغه مركو او خبرو اترو په اساس چې د يوه ژورناليست په  توګه مې له ځينو كارپوهانو او دولتي چارواكو سره درلودې كه د دې بندر چارې شي نو د پاكستان او افغانستان په سياسي او اقتصادي اړيكو هم ښه او مثبته اغيزه لري. ځكه چې دواړه هيوادونه به په سرحدي سيمو كې هم ګډې اقتصادي ګټې ولري د كومو له امله به چې هيڅ هيواد ونه غواړي دا اقتصادي ګټې له منځه لاړې شي. چې په دې ډول به دواړه هيوادونه دې مجبور شي ترڅو په سرحدي سيمو كې امنيتي وضيعت پياوړى كړي.

بخښه غواړم چې د پوښتنې له اصلي ځواب څخه لږ څه ووتم خو دا هغه څه دي چې د خوراكي توكې د بيو په راټيټولو كې مرسته كوي.

خوستي ځوانان هم دغنمو حاصلاتو ته خوشاله دي

 لراوبر :خوستوال کروندګر په څه بوخت دي ، خوست کوم زراعتي حاصلات لري ؟

ًقادرشا : خوست يو زراعتي ولايت دى كه څه هم په ځينو غرنيو سيمو كې يې د  كرنيزو حاصلاتو لپاره ځمكې نه شته ، خو بيا هم د ولايت په مركز او نورو زياتو سيمو كې خلك په كرنه بوخت دي.

په خوست ولايت كې كروندګر غنم ، جوارو ، شولې ( وريجې ) ، مۍ ، او ځيني نور كرنيز توكي كري خو ډيرى هغه يې د غنم لپاره ډيره  ځمكه ځانګړې كوي ، اوس مهال چې د غنمو حاصلات را ټول شوي دي د غنمو او شولو وخت را رسيدلى خو شولې هم د پخوا په پرتله په خوست ولايت كې ډيرې كمې كرل كيږي هغه ځكه چې شولې زياتو اوبو ته اړتيا لري او خوست ولايت اوس مهال دومره زياتې اوبه نه لري چې شولې دې پكې ښه پايله لري خو بيا هم داسې نه ده چې د شولو كښت دې په خوست كې په بشپړه توګه له منځه لاړ وي بلكې په ځينو ولسواليو لكه صبريو او يعقوبيو ، باك او ځينو نورو كې د شولې كرل كيږي او خلك يې په دا مهال هم كښت بوخت دي.

بل په خوست ولايت كې د شنو سبزيو پاليزونه ډير كيږي او د ميوو باغونه هم ښه نتيجه لري.  
 


لراوبر :په خوست کي د غنمو او تارياکو د کرهڼي انډول څنګه دی ، ايا دلته هم لکه د نورو ځينو ولايتونو غوندي کروندګرو تارياکو ته مخه کړې ده ؟


ًقادرشا : د ټول افغانستان په كچه خوست يوازنى ولايت دى چى دلته د خاش خاشو يا تارياكو كرل له سره رواج نه لري په دې مانا چې د دې ولايت خلك او كروندګر د تارياكو د كاروبار ، كښت او استعمال په اړه نه تجربه او نه هم علاقه لري ، دا ځكه چې دلته تر اوسه داسې څوك نشته چې كوكنار دې كرلي وي او وروسته دې نور كروندګر ددوى په ګټه خبر شوي وي جې دوى هم دغه كار وكړي بلكې دلته د كوكنارو كرل په د دويزه توګه رواج نه دي.

كه څه هم څه يو كال وړاندې د خوست په تڼيو ولسوالۍ كې په ګوتو شمار څو پټيو كې  كوكنارو كرل شوي وو خو هغه هم په هغه وخت بيرته له منځه يو وړل شو.

تير كال چې د مخدره توكو سره د مبارزې وزارت ځينو ولايتونو ته د كوكنارو د نه كرولو له امله جايزې وركولې يو هم د هغه له جملې څخه خوست وو چې نيږدې يو ميلون ډالر ورته وركړل شول.
 

لراوبر : سږکال په کومو سيمو کي زيات غنم کرل شوي وو  او حاصلات يي څنګه وو ؟

ًقادرشا : لكه ما چې وړاندې يادونه وكړه د خوست ولايت په مركزي سيمو لكه متون ، شمل او لكڼو سر بيره په ځينو نورو ولسواليو كې غنم ډير كرل كيږي او حاصلات يې هم ډير ښه وي، خو خوست چې يوه لويه او د نه مخنيوي ستونزه لري هغه ږلۍ ده ، سږ كا هم د خوست ولايت په يادو شويو مركزي سيمو ، باك ، تڼيو ، صبريو يعقوبيو ، ګوربزو، اسمعيل خيلو مندوزيو، او ځينو نورو ولسواليو كې په زياته اندازه غنم كرل شوي وو او كروند ګر خپلو حاصلاتو ته سخت خوشاله هم وو خو د حاصلاتو له راټولولو ايله څو ورځې وړاندې خوست ولايت سخت ږلۍ وځپلو چې د كليوپراختيا د رياست په وينا له د خوست اتيا په سلو كې د غنمو حاصلات او نووي په سلو كې د شنو تركاريو پاليزونه يې له منځه يووړل.


خوستوال د غمنو حاصلات اخلي


خو د مركز ځينې سيمې له دې ناورين څخه څه نا څه خوندې پاتې وې چې دې سيمو سږ كال د غنمو ښه حاصلات درلودل.

 لراوبر :کروندګر د خپلو کروندو لپاره اوبه له کومه کوي ، ژور څاګان يې کيندلي ، رواني اوبه لري که دخدای په رحمت (باران ) چليږي ؟

ًقادرشا : په خوست ولايت كې د كرنې  په برخه كې يوه لويه ستونزه د كركيلې لپاره د اوبو نشتوالى دى په دې مانا چې خوست ولايت يو له هغه ولايتونو څخه دى چې كله نا كله د سختې وچكالۍ سره لاس او ګريوان وي، كله نا كله په دې ما نا چې دلته د پخوا په پرتله د اوبو كچه نيږدې شپيته په سلو كې كمه شوې ده خو كله نا كله دا پاتې سلنه هم دومره كمه وي چې خلك د اوبو په سر شخړې كوي او حتى دا شخړې په مرګ ژوبلو هم اوړيدلي دي.

خو په خوست كې د كرنې لپاره بل ډول اوبو چې د پيسو په بدل كې نه را نيول كيږي او ساعت يې د درسو نيول تر پنځو سو افغانيو رسيږي د ژورو څاګانو اوبه دې چې په خوست كې د برمو په نوم مشهورې دي ګټه اخيستل كيږي.

سره له دې چې خوست ولايت داسې خوړونه هم لري چې كه سربندونه پرې وتړل شي نو دا ستونزه هواريداى شي.

په دې وروستيو كې د خوست ولايت د اوبو لګولو رياست هم خبر وركړى وو چې دوى په خوست كې د دا ډول ذخيره وي بندونو په جوړولو پيل كړى دى او د لومړى ازمويښتي ذخيره وي بندي كار يې د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې پيل كړى چې د USAID په مالي مرسته يې چارې روانې دي.

خو تر دې مهال دا نه ده څرګنده چې دا پلان به كله او په څه ډول عملي جامه واغوندي او په كومو سيمو كې به ښه نتجه ولري.

كه چيرې دغه پلان عملي هم شي بيا هم زما اند دا به يوازې په ځينو سيمو پورې محدود وي ځكه چې خوست ولايت ډيرې داسې سيمې لري چې هلته غرونه دي او خوړونه په غرنيو سيمو كې داسې بهيږي چې له هغه ځايه د اوبو په لاره كول يو څه ستونزمن دي چې ښايي دولت به دا ډول سيمې په خپل پلان كې ونه لري.

يو به مهمه خبره چې بايد دلته يې يادونه وكړم هغه دا چې په خوست كې ډير وخت دومره اوبه نه پيدا كيږي چې يوازې يو پاليز پرې اوبه شي خو بيا داسې وخت هم راځي چې سخت سيلابونه دخلكو ځمكې او كښتونه په پراخه پيمانه زيانمن كړي، ځكه چې د خوست د طبعي اوبو د ساتنې او تنظيم لپاره تر اوسه هيڅ ډول كار نه دى شوي كه څه هم په ځينو سيمو كې واړه سربندونه جوړ شوي دي خو هغه په هيڅ ډول كفايت نه كوي.

خوست د ۲۰۰۸ کال غنم ټول کړل


لراوبر : په دې برخه تر اوسه مركزي دولت څه مرسته نه ده كړې؟

ًقادرشا  : دا ډيره مهمه پوښتنه ده چې ولې تر دې مهال مركزي دولت په دې اړوند غوږ نه دى ږرولى ، تاسو پوهيږې چې د اوبو او بريښنا وزارت او همدارنګه د كرنې په وزارت كې ځينې ستونزې شته چې بايد مركزي دولت په دې اړه جدي تصميم ونيسي.

نيږدې څلور مياشتې وړاندې هم په خوست كې د يوې لوې غونډې په ترڅ د دې ولايت والي ، د ولايتي شورا رئيس، سوداګرو او عامو وګړو د اوبو او بريښنا په وزير نيغ په نيغه سختې نيوكې وكړې او دى په دې تورن كړ چې په لوى لاس نه غواړي له خوست ولايت سره مرسته وشي  او په ځينو برخو كې چې مرستې هم كيږي په خپله يې د نوموړى وزير په وړاند خنډ كيږي.

تر ټوله مهمه خبره دا ده چې د كرنې او اوبو او بريښنا وزارتونو په خوست ولايت كې دومره مرسته كړي چې يوازې د ولايتي بيارغاونې ټيم له كارونو سره كه پرتله شي نو په هيڅ څه چې داسې به وويل شې دا وزارتونه له سره شتون نه لري.

هغه مهال هم چې په خوست كې په همدې اړوند غونډه جوړه شوې وه د خوست عامه وكړو د دواړو وزارتونو په مشريزه كې د تغيراتو د راوستلو غوښتنه كړې وه.

 لراوبر :کروندګر اصلاح شوي تخمونه ، کيمياوي سره  او نور د اړتيا وړ مواد له کومه ترلاسه کوي، ايا دولت د زراعت د پراختيا په برخه کي همکاري کوي ؟

ًقادرشا : د خوست ولايت د زراعت رياست يوازې يوه څانګه چې ډيره زياته فعاله ده هغه د دې رياست هغه كار كوونكي دي يوازې بزګرانو ته مشورې وركوي او د دوى د غوښتنې په صورت كې ښه او ګټورو تخمونو په اړه مالومات وركوي.

بل د خوست د زراعت رياست كوپراتيف دى ، څو ورځې وړاندې مې په خپل كلي كې له يوه بزګر سره غير رسمي خبرې كولې ده وويل چې د كوپراتيف له لارې دوى ته كيماوي سره وركول كيږي خو هغه هم وړيا نه بلكې په دومره پيسو چې كله يوه بوجۍ كيماوي سره د ښار په پرتله شل ديرش روپۍ ټيټه او كله هم حتى د ښار له نرخونو څخه لوړوه وي.

تر دې مهال په پراخه پيمانه دولت له بزګرانو سره د كيماوي سرې او تخمونو په وركولو كې هيڅ مرسته نه ده كړې.

بزګران د اړتيا وړ تخمونه ، كيماوي سره او نور مواد په ښار كې په خپلو پيسو رانيسې او يا يې هم د كال له خاصلاتو څخه د راتلونكي كال لپاره ساتي.

خو يوه خبره چې دلته مهمه ده هغه دا چې  تر اوسه په خوست كې بزګران تر ډيره اصلاح شوي تخمونه نه لري يوازې د كال په اخر كې كه هر تخم ښه پايله درلوده نو بل كال د پاره يې پريږدي او په راتلونكي كال كې يې كري كنه داسې خيريه موسسې او دولتي ادرې نشته چې په دې برخه كې يې د پام وړ مرسته كړي وي.

دخوست ولايت بزګران چې په دې وروستيو كې لږ څه خوشبين شوي دي هغه هم د ښاغلي كرزي وروستۍ څرګندونې وي چې له بزګرانو ته يې په خپلو خبرو كې ژمنه وكړه ترڅو د زراعت سكتور به پياوړى كوي.

خو موږ او تاسې به ورته سترګې غړوو چې دا ژمنې به تر كومې كچې پوره شي ؟ ايا بزګران به سترګې په لار په كلونو كلونو پاتې شي او كه ژمنې به يې ژر عملي جامه واغوندي؟

ځوانان د زراعت په پرمختګ کي ونډه اخلي

لراوبر :ايا د خوست ولايت کرهڼيز حاصلات د خوست ولايت داوسيدونکو اړتياوي پوره کولای سي ؟

قادرشا : د خوست ولايت په هغو سيمو كې چې د غنمو او نورو توكو حاصلات ښه دي له دې وړاندې د خلكو اړتيا وې تر ډيره بريده هوارې كړي دي خو هغه غرنۍ سيمې لكه قلندر ، موسى خيل ، سپيره ، د تڼيو ځينې سيمې او ځينې نورې غرنۍ او ليرې پرتې ولسوالۍ چې د كرنې لپاره پوره ځمكې نه لري دوى د خپلو سيمو په حاصلاتو بسنه نه شي كولاى او د هغه سيمو كروندګر چې كرنيزې ځمكې لري دوى هم يوازې دومره څه تر لاسه كوي چې د دوى لپاره كفايت وكړي او د خرڅلاو لپاره نه وي نو په دې ډول ويلاى شو چې د خوست كرنيز حاصلات يوازې ۶۰% خلكو لپاره بسنه كوي او د پاتې نورو لپاره خوراكي توكي له ګاونډيو هيوادونو څخه راوړل كيږي.  


لراوبر :که دولت يا خيريه موسسې له کروندګرو سره د مرستي اعلان وکړي ، خوستوال کروندګر به کومي اړتياوي او غوښتني وړاندي کړي؟


قادرشا  : غوښتنې تر ډيره په خپله په كروندګرو پورې اړه لري خو بيا هم زما وړانديز كروندګرو ته دا دى چې په خپلو كې كينې او هغه له ماهرو كسانو سره مشورې وكړي او هغه څه له مركزي دولت او موسساتو څخه وغواړي چې د ټولو لپاره ګټه ورې وي .

زما په اند د اصلاح شويو تخمنو ، كيميا وي سرې او داسې نورو توكو هيله كول يو وړه هيله ده د ټول خوست په كچه بايد د داسې څه غوښتنه وشي چې يوه ښه لاسته راوړنه وي او په ضمن كې يوه داسى حياتي پروژه هم وي چې په سلګونو كسانو ته پكې د كار زمينه برابره شي.

 ښاغلی قادرشا جانه ، دا چي د پوهنتون د ازموينو او نورو ډيرو بوختياو تر څنګ مو د لراوبر سره د مرکې لپاره وخت بېل کړ ، مننه کوم ، بريالی اوسې .