کور / تازه خبرونه / په سنګین کي کورونه او مسجد بمبار سويدي

په سنګین کي کورونه او مسجد بمبار سويدي


تیره شپه د سنګین ولسوالۍ له بازار سره نیږدې سیمه کې د بهرنيو ځواکونو د ملکي خلکو کورونه او يو مسجد بمبار کړيدي چي له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۲۵ ملکیان وژل سوي او ۶ نور ټپيان سويدي.

لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر اساس د چنیاري په کلي کې يې د (فدامحمد اکا) په کور کي د ګڼو ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۵ تنه وژل سوي او ۳ نور ټپيان دي.
د ماتې لکړې په سیمه کې د (ملاباچااخند) په نامه د یوکس کور په بمبار کې نړيدلئ دی چې له امله يې ۷ تنه ښځې او ماشومان او ۲ تنه لویان وژل سويدي.
د کلامیانو په سیمه کې يې یو مسجد په بمبار کې بشپړ ویجاړ سوی دی، يو د مسجد خادم پکښي وژل سوی او يو کليوال زخمي دی.
د تيري شپې بمباري په داسي حال کي سوې ده چي څو ورځي مخکي طالبانو هم پر دغه سيمو درنې جګړې وکړې او په نتيجه کي يې دا سيمي له دولت څخه ونيولې.

طالبان ادعا کوي چي تیره ورځ امریکايي عسکر هم  سیمې ته راغلي و چې د دوی لخوا په بریدونو کې  درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې، طالبان ادعا کوي چي هغوی په جګړه کي د ور اوښتي مرګ ژوبلي غچ د ملکي خلکو د کورونو او مسجد په بمبارولو واخيست.
بله خوا د هلمند والي مطبوعاتي دفتر رسنيو ته پېښه تائيد کړه او وايي چي په اړه يې د حقيقت موندني په موخه پلټني پيل سويدي.
دوی زياتوي چي طالبانو ته د مځکني او هوايي بريدونو په ترڅ کي درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سنګين ولسوالۍ د تيري شپې د وژل سوو ماشومانو عکسونه پر ټولنيزو رسنيو هم خپاره سويدي چي ډير زړه بوږړوونکي دي.
په خواله رسنيو کي دا پېښه غندل سوې او تر ډېره د ملامتۍ ګوته د جګړې ټولو ښکېلو خواو ته نيول سوېده.