کور / تازه خبرونه / زابل والی: تالار د بنسټ ډبره کېښوده

زابل والی: تالار د بنسټ ډبره کېښوده

د زابل والي بسم الله افغانمل  یوه لوی تالار د بنسټ ډبره کېښوده

د زابل والي بسم الله افغانمل  د یوه لوۍ تالار چې په عصری ډول جوړیږی، د بنسټ ډبره کیښوده چې د قلات ښاروال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، د علماوو شورا رئیس، د سولي شورا رئیس او یو شمېر قومي مشران، مخور هم حاضر وه،د زابل والي بسم الله افغانمل وویل، خوشحاله یم چې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره ایږدم، دا ودانۍ به د غونډو او جلسو، مشاعرو او محفلو ودانۍ وي.
هیله ده چې په معیاری ډول جوړه او ډیر ژر ګټی اخیستني ته تیاره سي.

نوموړي  (تالار) چې د څلورو میاشتو په موده کې به تکمليږی، د قلات ښاروالۍ له لوری د لس میلیونه (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت د قلات ښاروالۍ په انکشافي بودیجه جوړیږی.

خبریال: صدیق الله پوپل