کور / تازه خبرونه / په کندهار کي زخمي سوئ عرب سفير ومړ

په کندهار کي زخمي سوئ عرب سفير ومړ

لراوبر خبر

لراوبر خبرپه کندهار کي زخمي سوي د عرب اماراتو سفير جمعه الکعبي نن د اماراتو په يوه روغتون کي ساه ورکړه.
د اماراتو حکومت الکعبي ته د وطن شهيد لقب ورکړ.
په دغه پېښه کي د کندهار والي ډاکټرهمايون عزيزي هم زخمي سوی وو چي لومړی د کندهار هوايي ډګر په نظامي روغتون کي تر درملني لاندي وو، وروسته هندوستان او بيا فرانسې ته د درملني په موخه وليږدول سو.
د يادوني وړ ده چي د عزيزي د روغتيا په اړه هم تر اوسه قناعت بخښوونکي معلومات نه دي خپاره سوي.