کور / سياسي / د يويشتمي پيړۍ تر ټولو غټ هجرت

د يويشتمي پيړۍ تر ټولو غټ هجرت

قدرت الله نيازی - هالنډ ليکوال: قدرت الله نيازی – هالنډ

د بشري حقونو د څار ادارې پرون په يوه خپاره سوي راپور کي ویلي دي چي پاکستاني چارواکو له ګواښونو او زورزیاتي څخه ډک کمپاين  پيل کړ چي د ۲۰۱۶ کال د جولای له میاشتې را په‌دې خوا نيږدې ۶۰۰۰۰۰ افغان کډوال له‌  پاکستانه څخه وباسي. د راستنو سویو کډوالو له منځه ۳۶۵۰۰۰ ثبت سوي کډوال دي چي په نړۍ کي تر اوسه د ایستل سویو کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي، دا راستانه سوي کډوال له ډېرېدونکیو وسله‌والو جګړو، تاوتریخوالي، لوږې او بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخامخ دي.

ده ۷۶ مخیزه راپور په لوستلو مي اندېښني نوري هم ډيرې  سوې. د پاکستان زورزیاتی او د ملګرو ملتونو بې غوري او ړندې سترگي، د افغانستان د دولت بې اعتنايي او بې کفايتي او بيا  په زوره د افغانو کډوالو راستنول، د ملګرو ملتونو د کډوالو د پاره عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د بېهوده ونډي په اړه  اسناد،  د ملګرو ملتونو ددغه ادارې په خپله خوښه د کډوالو د راستنولو د پرواګرام پیاوړي کولو او په زور زیاتي د راستنولو پر وړاندي چوپ پاته کېدل؛ داسي څرگندوي چي نه افغان دولت او نه هم نړېواله ټولنه ددغو افغانانو په کيسه کي دي او نه هم دغه لويه انساني ستونزه اهميت ورته لري.
پر رسمي اسنادو داسي موافقه سوې وه چې له افغان کډوالو سره به زورزیاتی نه کيږي او پاکستان به پاته ۱.۱ میلیون افغان کډوال خپلي خوښي ته  پرېږدي او ۷۵۰۰۰۰ نور ناثبت سويو کډوالو ته به د پناه غوښتلو اجازه ورکوي. خو اوس افغان دولت او نړيوالي ټولني دواړو غوږونه کاڼه او سترگي ړندې اچولي دي. 

افغان کډوال وايي چي د ناخوندي حقوقي موقف او په ژمي کي په زور د شړلو بېري، د پولیسو زورزیاتي، ځورونو، خپلسرو نیونو او د شپې له‌خوا د پولیس چاپو دوی اړ کړل چي له پاکستان څخه ووځي.
ګڼو کسانو بیا ویلي چي د جون په وروستیو کي د هر کډوال له‌پاره د UNHCR له‌خوا د نغدي مرستو ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړول، هم مهم هڅونکی لامل وو چې کډوال د پاکستان ده زورزياتي څخه راولېږدوي؛ دا پداسې حال کې ده چې دوی د جګړو او نا امنیو له امله خپلو سیمو ته نسي ستنېدلاي او داسي کورنۍ هم سته چي هېڅ کور او ځمکه نه لري، چې هلته د ژوند له‌پاره ورسي، دې کډوالو دا هم وويل چې په پاکستان کي د افغانستان پر ضد د ناڅاپه دښمنۍ د رامنځته کېدو له کبله يې هم د خطر احساس کاوه. خو هغه وعدې چي ملگرو ملتونو او افغان دولت کړي دي يوه هم نه ده ريشتيا او نه هم چا د دوي غور کړى دئ. 
يو ۲۶ کلن افغان کډوال چي د خپلي مېرمنې او دوو ماشومانو سره کابل ته راستون سوئ دئ، وايي؛
 "د جولای پر ۱۱مه د شپې ۳:۰۰ بجې پاکستاني پولیس او سرتيري له اجازې پرته زموږ کور ته را ننوتل او زموږ ټول کالي او هر څه یې په سراي کي وغورځول. دوی زموږ د کډوالۍ کارتونه وغوښتل، بیا يې را ته وويل چي تاریخونه يې تېر سوي دي. دوی زموږ ټولې پیسې غلا کړې او ويل یې چي د پاکستانه ووځئ."

د پاکستان د خوا افغانستان ته د سلګونه زرو ثبت سوي افغان مهاجرينو په زوره راستنول د نړیوالو حقوقي بندیزونو ښکاره سرغړاوی دئ. په‌دې بندیزونو کي د هغو خلکو په زوره بېرته ستنول شامل دي چي له محاکمې، شکنجې، کوم بل ناوړه چلند او يا ژوند ته د ګواښ له کبله کډوال سوي دي. په‌دې بندیزونو کي هغه مکلفیت هم شامل دئ چي د ثبت سویو کډوالو په شمول هيڅ وګړی بيرته په زوره نه لېږدول کيړي. 

 د UNHCR د نغدي مرستو پاته والى، د افغانستان د وضعیت په اړه کډوالو ته د مکمله، دقیقو او تازه معلوماتو د نه برابرولو او د کډوالو د اجباري راستنولو پر وړاندي د ږغ نه پورته کولو له کبله ملگري ملتونو هم غېر مستقيم ددغه ناوړه بهیر ملاتړ کړی دئ. د نومبر په شروع کي UNHCR وويل چي د مرستو د نشتوالي له کبله به د ډسمبر په نیمايي کي خپلي نغدي مرستي بندي کړي، او UNHCR پلان لري چي دا مرستي د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کي بیا شروع  کړي خو حقيقت دادی چي دا مرستي يوازي او يوازي کاغذي بڼه لري او بس. نه يې تر اوسه د وعدې سره سم مرستي کړي دي او يا شايد افغان دولت ته ورکړل سوي وي چي پر را ستنوسوو افغانانو يې وويشي چي حکومتي فاسدو چارواکو د سمسارو غوندي دا هر څه په خپله خېټه منډلي دي او اوس يې ملګري ملتونه هم په ويلو شرمېږي.
 پاکستان ټینګار کوي چي افغانان باید د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر میاشتي د ۳۱مي نيټې پوري د پاکستانه ووځي چي په دې سره يو وار بیا د ژمي په منځ کي د تبعید  له خطر سره مخ کېږي او نه افغان دولت او نه هم نړيواله ټولنه په اقتصادي او امنيتي لحاظ اماده ده چي د ۲۱مي پيړۍ دغه تر ټولو لوي مهاجرت مرستندوي سي.
له بلي خوا موږ وينو چي په هيواد کي دننه په دولتي سطحه او عادي افغانان دا وايي چي افغان کډوال څه کوي چي په پاکستان کي دي؛ خو بيرته دي راسي، موږ دا هېر کړل چي دغه افغانان کلونه پخوا د يو مجبوريت پر اساس مهاجر سوي ول او دوي اوس په افغانستان کي هيڅ هم نه لري نه کور نه کهول نه امنيت او نه د نژدې راتلونکي لپاره د هيلو نښي نښانې داسي ښکاري چي هيواد ته له ستنيدلو سره دوی ته مورال ورکړي.
 موږ بايد د موضوع او ستونزي ژوري ته فکر وکړو، که موږ په دولتي او يا غېر دولتي توگه څه کولاي سواي نو به مو په افغانستان کي دننه بېځايه سوي افغانان ( د شمال پښتانه او د هلمند جنګ ځپلي ) تاوده پټ او ماړه کړي واي . 
متل دی وای مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي، په پاکستان کي مېشت افغان کډوال او په هيواد کي دننه بېځايه سوي وګړي ورځ تر بلي ورځي له کړاوونو سره مخامخ کيږي او حکومت د خپلو وګړو له کړاوونو د خلاصون او عزتمند ژوند برابرولو مسوليت لري، موږ ټولو ته پکار ده چي په حقيقي بڼه لاس په کار سو چي اول خپل پر نا معقوله او نا اهله دولت فشار را ولو او بيا پر نړېواله ټولنه چي ددغه افغان مهاجرينو صحيح غور وکړي.