کور / هراړخیز / د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

لیکول: حبیب الرحمن تاثیر

د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي، د دې اعلان د ۱۹۹۹م کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه ‎وشو چې د ګڼو ژبو او کلتورونو په اړه د عمومي شعور د بیدارولو په توګه دا ورځ ولمانځل شي، دا ورځ بنګالي ازادي غوښتنونکیو دپاکستان د ظلم او بربریت له برکته، بنګالیانو د ځان ازاد ثابتولو او له پاکستان څخه د کرکې په توګه نړۍ ته ورکړه.

په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو اوسني بنګله دېشیانوته چې (هغه وخت د پاکستان برخه وو) دا کار ناروا مالوم سو او د جناح د پرېکړې پر خلاف یې په لاریونونه لاس پورې کړ، ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زدکړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل.

له هغه وروسته دغه ورځ بیا بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړ چې دغه ورځ دي د مورنیو ژبو د نړیوالې ورې په توګه یاده شي، نو دا وه چې د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه یونسکو په خپله یوه سترهغونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله، چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي، خو وروسته د یونسکو په فکر ټولې ژبې د بشریت ګډ میراث ګڼل کېږي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي او تر څنګ یې نور داسې نړیوال اسناد او اعلامیې ورکول شوې چې دا د هر ماشوم بشري حق دی چې په خپلې مورنۍ ژبه زدکړه وکړي.

دا چې پاکستان په پاکستان کې لکه په اوسنیو مېشتو قامونو پښتنو، بلوڅو، سندهیانو او نورو محکومو قامونو پر بنګالیانو هم د پردۍ ژبې منل او تپل غوښتل، خو بنګالیان د وخت د حاکم محمدعلي جناح په وړاندې د ازادئ د غوښتلو ترځنګ د پردۍ ژبې اردو نه ویل هم پر ځان حرام وګڼل او د وینو په بدله یې هم ازادي ورڅخه واخیسته او هم یې خپله بنګالي ژبه د ملي، دفتري، کاروباري، عدالتي او نصابي ژبې په توګه پر ځای وساتله، خو په پاکستان کې پاته قامونه له دغه ستر نعمت څخه بې برخې شول.

دا چې اوس د دغې ورځې مانا او لمانځل تر بنګالیانو پورې محدود نه بلکې ټولې نړې ته وغیده او یونېسکو هم په نړیوالو ژبو د زدکړو ټينګار کوي او د اسپانیا، چین، جاپان، کوریا، فرانسه، المان او ځینې نور ډېری هېوادونه خپلو ژبو ته اهمیت ورکوي او په خپلو ژبو په ویاړ خبرې کوي، نو ځینې روشنفکره طبقه په دې فکر کې ده چې که اړینه وي، نو ماشومان پرېږدئ چې په ښوونځيو کې په انګریزي ژبه زدکړې او خبرې وکړي، خو په کور کې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې، لیکنې او مطالعه له پامه ونه غورځوي او باید هغوی مجبور کړای شي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.