کور / هراړخیز / د مکې معظمې محاصره

د مکې معظمې محاصره

قدرت الله نيازی - هالنډ( د اسلامي تاريخ ورکه پاڼه ) 

پر ۲۰مه د نومبر په کال ۱۹۷۹ عيسوي کي د مسجد الحرام او کعبې امام شيخ محمد السبايل د سهار د لمانځه د جماعت تياري کول، آذان سوئ وو، غالباً د سهار پنځه بجې وې، شا او خوا پنځوس زره عمره كوونکي او مقتديان شاته ولاړ وه. د تکبير سره سم څه مسلح كسانو په هوايي ډزو پيل وکړ او پر هغه  ځاي يې څو د کعبې محافظين په شهادت ورسول. د مسجد الحرام دروازې يې د دننه څخه بندي کړې. پنځه سوه مسلح کسانو مسجد الحرام او کعبه معظمه د دننه لخوا محاصره کړل. څه د مسجد لوړو حصو ته و ختل او څو کسان د دوربين لرونکي توپکانو سره د مسجد په هسکو منارو کي کمين ونيوئ.  ددغه مسلح خلګو مشري جهيمان بن محمد بن سيف العبيتي کوله. 
العبيتي او محاصره کوونکي د يو سلفي عالم محمد عبدالله القهتاني پيرويان او شاگردان وه. دوی په دا باور وه چي امام مهدي د قهتاني په شکل ظهور کړى دئ او قهتاني يې امام مهدي منئ. د لمر د راختلو سره سم د مسجد الحرام په لوډ سپيکر کي  ږغ پورته سو او دا ږغ د العبيتي وو. 

" اې د مکي خلګو! زه العبيتي يم او زما سره پنځه سوه مسلح ملګري چي ښځي هم پکښې دي؛ د مسجد الحرام محافظت مو په خپل  لاس کي اخيستى دئ. موږ د ښاغلي محمد عبدالله القهتاني لارويان، پلويان او شاگردان يو. ما قهتاني په خوب وليد چي ورته د الله لخوا د سعودي د سپيڅلي خاوري د پاکولو دنده ور تر غاړي سوې ده. آل السعود او دغه کورنئ د حرمين الشريفين خادمان نه دي. دوی يې په اصل کي دښمنان دي. دوی د انګرېزانو لاسپوڅي او د عيسوي قوتونو ملګري دي. دوی دغه سپېڅلي خاوره د بهرنيانو کفارو سره په ملګرتيا او راوستلو ناپاکه کړې ده. دوی بايد ټول ونيول سي او محاکمه سي. د حرمين الشريفين اصلي خادمان او وارثين موږ يو او موږ ته په کار ده چي د امام مهدي ( قهتاني ) بيعت وکړو او په دغه پاڅون کي يې ملاتړ وکړو. "
په دغه وخت کي قهتاني خپله پټ وو. دلته دولت او د مکې معظمې مکين ټول سره خبر سول. شاه فهد په رسمي سفر تونس ته تللى وو، او شهزاده عبدالله په مراکش کي په رسمي سفروو.  شاه فهد د پيښي په خبرېدلو ژر تر ژره د بيرته راتګ نيت وکړ؛ خو تر خپل را تگ پوري يې ټول اختيارات د هغه وخت د استخباراتو مشر  ترکي الفيصل ته وسپارل. يعني ترکي الفيصل اوس ددغه عملياتو رسمي مشري په غاړه واخيستل.

د سعودي خاص ځواکونه مسجد الحرام ته را ورسېدل او په ټوله مکه معظمه که يې ګرځبنديز اعلان کړ. ترکي الفيصل نه يوازي يو پوه د کورنيو چارو وزير وو بلکه يو رسېدلئ سياستوال هم وو او ده نه غوښتل چي داسي يوه پرېکړه وکړي چي د مکې معظمي ولس او نړېواله اسلامي ټولنه د سعودي شاهي کورنئ خلاف سي؛ نو تر هر څه مخکي يې د لوي مفتي  عبدالعزيز بن باز په مشري د علما کرامو يوه غونډه را وبلل او دغه غونډي ته يې پوره اختيارات ورکړل چي د پيښې او حل لپاره دولت ته لارښوونه وکړي. علما کرام د څه غور او فکر ورسته دغه نتيجې ته ورسېدل چي القهتاني، العبيتي او ددوي ملگرو د حرم شريف سپکاوى کړئ دئ، د يوه اسلامي نظام پر خلاف باغيان سوي دي، د امام مهدي کذابه دعوه يې کړې ده او د مکې پر مځکه د فساد د خپرولو نيت لري، نو بايد دوی د اسلامي احکامو سره سم محاکمه سي. څنګه چي د مسجدالحرام په انګړ کي دي او هلته بايد وينه توي نه سي نو که دوي محافظين شهيدان کړي دي او د تسليمېدلو اراده نه لري؛ نو د سعودي دولت زموږ د فتواى سره سم په حرم شريف کي دننه ددوي د وژلو  اجازه لري.
دولت د فتواى په اخيستلو خپل موقف مثبت ثابت کړ او باغيانو ته يې د تسليمېدلو لپاره يو ساعت وخت ورکړ. د يوه ساعت وروسته د سعودي ځانګړي ځواکونو حمله وکړل چي درې ساعته يې دوام درلود خو د سخت مقاومت سره مخ سول ګڼ شمير مرگ ژوبلي او تلفات ورواوښتل ولي چي باغيانو په بهتره ځايونو کي سنګر نيولی و او پټ ول.

ترکي الفيصل بيرته د شاته را تلو امر وکړئ. د جنرالانو سره يې صلاح مشوره وکړل چي يو غوره تکتيک او بله لاره پيدا کړي. يوه د سعودي ځواکونو جنرال دا مشوره ورکړل چي انتظار وکړل سي او بريدګره ډله د لوږي سره د مخامخ له امله تسليم سي، خو شاه فهد غوښتل چي دغه محاصره ژر تر ژره ماته سي او دغه پيښي ته د پای ټکى کښيږدي. 
په اويايمو او اتيايمو کلنو کي د تروريزم په نامه جوړ سوى امريکايي ښامار چا نه پيژندئ؛ او نه هم دولتونو او د هغوی پوځونو د " انټي ټروريزم فورس" په نامه ځانګړي ځواکونه روزلي ول، خو په دغه وخت کي د ورته پيښو سره د چلند او غبرگون لپاره د فرانسې ځانګړي ځواکونو لږ او ډېر مهارت درلودئ. ترکي الفيصل د فرانسې د دولت څخه د مرستي غوښتنه وکړل چي فرانسوي ولسمشر ومنل او په ۱۲ ساعتونوکي يې مکې معظمې ته د فرانسوي ځانګړي ځواکونو يوه محدوده قطعه د مرستي او نظامي عملياتو لپاره را ولېږل. خو ستونزه دا وه چي دغه کسان د مکې معظمې حدودو ته د را داخلېدلو اجازه نه لرل؛ ولي چي دوی مسلمانان نه ول. ترکي الفيصل يو وار بيا د سعودي عالمانو سره مشوره وکړل خو دا ځل هغوي دده د هيلي پر خلاف وويل چي دوی هيڅکله هم دا مشورۂ نه سي ورکولاي  چي د حرم په حدودو کي دي غير مسلمين را داخل سي او ددولت څخه يې غوښتنه وکړل چي عمليات دي يا خپله سعودي ځواکونه وکړي او يا هم د يو بل اسلامي هيواد پوځ. دلته د مراکش، ترکيې، پاکستان او څه نورو اسلامي هيوادونو دولتونو سعودي دولت ته د نظامي مرستي ژمنه وکړل. په اخير کي پرېکړه داسي وسول چي؛ د پاکستان يو شمير عسکر دي هم را وغوښتل سي او د فرانسې د تکتيکي نظامي پلان پر بنسټ دي پاکستاني او سعودي ځواکونه په ګډه دغه عمليات تر سره کړي.

 په را روانو ورځو کي څو حملې سوې خو هره حمله د سخت مقاومت وروسته بيرته پر شا تمبول کېدل. بعضي پاکستاني ليکوالان ددغه پيښې او د محاصرې ټول امتياز پاکستاني کمانډو ځواک ته ورکوي چي په حقيقت کي داسي نه وه. دوی دا دعوه هم کوي چي ګواکي ددغه عملياتو مشري هم پاکستان کوله چي دا بيخي له حقيقته ليري خبره ده. ددغه عملياتو ټولي پرېکړي او مشري د ليري څخه د فرانسوي پوځ پر غاړه وه. 

د محاصرې د دوهمي اونۍ په پای کي فرانسوي ځواکونو سعودي ځواکونو ته يو خاص ګاذ ورکړ . تاريخ پوه  او ليکوال لاورينس ورايټ په خپل کتاب ( څرگنده منار ) کي ليکي چي دغه ځانګړى ګاذ د ( سي جي ) په نامه يادېدئ. ددغه ګاذ په تنفس کولو سره د سختي سر دردۍ، موقتي نا بينايي، ساه لنډۍ او بيا وروسته د څليرويشتو ساعتونو لپاره د انسان د بې سده کېدو سبب کيدئ.

 فرانسوي ځواکونو لار ښوونه وکړل چي د مسجد الحرام په چتونو کي او د مسجد دباندي په ځمکه کي غارونه ( سوريان)  جوړ کړي او دغه ګاذ استعمال کړي؛ او بيا حمله وکړي چي په اخير کي سعودي او پاکستاني کمانډو  دوې هفتې وروسته و توانېدل چي محاصره ماته کړي او په مسجد او د کعبې معظمې په انګړ ور داخل سول. دننه د څه غبرگون او ټکانو سره مخ سول خو نور باغيان هم ستړي او هم د گاذ د اثر له وجهي د کاره وتلي ول او د مقاومت او جنګېدلو توان يې د لاسه ورکړئ وو. 
د محاصرې په دغه دوو اونيو کي ۴۰۰ باغيان او ۱۷۰ سعودي سرتيري مړه سول. نا معلومه تعداد عمره يان او ولسي وگړي په شهادت ورسېدل. د العبيتي په ګډون تر سلو ډېر باغيان ژوندي  ونيول سول چي دوې مياشتي وروسته د ۱۹۸۰ کال د جنوري  په مياشت کي په مکه معظمه، مدينه منوره، رياض او د سعودي په نورو ښارونو کي يې په عام محضر کي سرونه ترې پرې کړل.
په دغه دوو اونيو کي په اسلامي نړۍ کي هم سياسي او ولسي غبرگونونه راڅرگند سول او زور يې واخيست.

 خميني په خپل غبرگون کي د محاصرې شاته د امريکا لاس لرنه و بلل او په اسلام آباد او کواللمپور کي د امريکايي سفارتونو د ولس لخوا د سوځلو سبب هم دده وينا سول . که څه هم په تاريخي لحاظ وخت ډېر نه دئ تېر سوئ؛ خو دغه پيښه که د اوسنيو سياسي او امنيتي پيښو سره په پرتله  کړو ويلاي سو چي؛ د اسلامي نړۍ په دولتونو او ولسونو کي هم هغه جذبه او د واحد امت هغه احساس نور مړ دئ، که مکمله مړ نه وي نه د نېستۍ په حالت کي دئ. د غربي نړۍ او خوارجو دواړود لوري په عراق، شام، افغانستان،ليبيا… کي د مسلمانانو قتل عام، د مذهبي مقدساتو تباهي، په مدينه منورة کي چاودنه، د بيان د آزادئ تر نامه لاندي د رسولالله ﷺ او قرآن الکريم سپکاوی، د خوارجو ( داعش ) او ددوی بې سر او پښو د خليفه او خلافت اعلان، او داسي ګن شمير نور تازه حوادث او د مسلمانانو خاموشي دا ثابتوي چي موږ د يوه امت په توګه د خپلي څرگندي او يووخت ټينګي عقيدې اخيري سلګۍ وهو او تر هر چا مو ډېر د چړې څوکي خپل وجود ته نيولي دي. 
خو بس ځان او نورو ته د خداي تعالى په هغه وعده تسلي ورکوم چي؛ حق او باطل به تل په ټکر کي وي او کله چي حق او باطل سره وجنګيږي باطل به نېست سي ولي چي د نېستېدلو لپاره پيدا سوی دی. 

قدرت الله  نيازی – هالنډ