کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر د سوداګرۍ او صنایع له وزیر سره وکتل

مالیې وزیر د سوداګرۍ او صنایع له وزیر سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د کب میاشتې په ۴مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د سوداګرۍ او صنایع له وزیر ښاغلي همایون رسا سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو د تصدۍ رئیس ښاغلي تمیم ولید هم شتون درلود، د یادې تصدۍ پر عوایدو او کار کړنو، په بندرونو کې د پیسو پر ځای په جنس باندې د حق الخدمت تعدیل، د یادې تصدۍ پر پورونو، په راتلونکي کې د یوه خپلواک شرکت له لوري د نوموړې تصدۍ د تېرو دریو کلونو (۱۳۹۳-۱۳۹۵)  د فعالیتونو اوکړنو پرڅېړنې او همدارنګه د تصدۍ کارکوونکو ته په مکافاتو ورکولو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ دي د تېرو کلونو په څېر له بندرونو څخه د حق الخدمت په مقابل کې د پیسو پر ځای جنس واخلي.