کور / تازه خبرونه / د سروبي برښناکوټ د جوړولو تړون لاسلیک شو

د سروبي برښناکوټ د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي قدرت الله دلاوري د سروبي ولسوالۍ د ۲۰/۱۱۰ کیلوولټ برښناکوټ د جوړولو تړون د (AK-AY) ترکي کمپنیۍ له مشر سره د افغانستان برښنا شرکت په مرکزي دفتر کې لاسلیک کړ.

نوموړي پروژه کې د ۲۰/۱۱۰ کیلوولټ، ۲۰×۱ میګاولټ امپیر په ظرفیت د یوه برښناکوټ ( سبستیشن) جوړول شامل دي چې د سروبي ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې به له ۲۰ زرو ډیرې کورنۍ له نوي برښنا څخه برخمنې شي.

نوموړي پروژه  ۳.۶ میلیون ډالره ارزښت لري، چې لګښت یې د نړیوال بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کیږي.

یاده پروژه به د عملي چارو له پیلیدو وروسته د پنځلسو میاشتو په لړ کې بشپړه شي چې ورسره به د سروبي ولسوالۍ په دولت زي، شیرخان کڅ، ګوګا منډه، اوزبین  او یاد برښناکوټ ته نږدې سیمې به د برښنا له انرژۍ نه برخمنې کړي.

د یادولو وړ دې چې د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا رسولو د پراختیا په برخه کې ددغه ډول پروژې د تړون لاسلیکول د افغانستان برښنا شرکت د موخو د ټینګښت لپاره دی.