کور / سياسي / عبدالعلي مزاري څنګه مړ سو؟

عبدالعلي مزاري څنګه مړ سو؟

http://larawbar.net/46094.html

عبدالحنان همت
په ۱۹۹۵ کال طالبانو د چهار اسیاب له نیولو وروسته په کابل کې د دارالامان پر طرف د دوغ اباد تر چوکه ورسیدل . د دوغ اباد چوک له دار الامان ماڼۍ نه په څو سوه متري کې موقعیت لري، پخوا دا چوک د حزب اسلامي له ځواکونو سره و،  موږ یوه دیرش کسیزه ډلګۍ له چهار اسیاب نه د ملا بورجان اخند په هدایت دې ځای ته ولیږل شو،  د دوغ اباد له چوکه بیا تر تلویزیون غونډۍ پوري ټول غربي کابل د حزب وحدت په لاس کې و، د تلویزیون تپه او شمالي شمال ختځ کابل د نظار شوري په تصروف کې و، زموږ له ورتګ لږ وروسته د شوری نظار او حزب وحدت تر منځ سخت جنګ شروع شو، چې غالبان ۱۵ یا ۲۰ ورځې یې دوام وکړ، ټوله ورځ به بمبار د غټو توپونو او توغندیو باران و تعروضونه به هم سره کیدل، په دې جنګ کې چې اکثر وخت به لویې تو غندۍ سره تبادله کېدې موږ د کا بل د غربې طرف د سوځېدلو او نړېدلو شاهدان و.http://larawbar.net/46094.html عبدالعلي مزاري څنګه ووژل سو؟ خو موږ ته چې حزب وحدت را څېرمه و تر منځ مو اور بند و تر دې وخته مو کوم برخورد تر منځ نه و راغلی.  
یوه شپه چې زه ۱۲بجې پر پیره ولاړ وم یو کرولا ډوله مو ټر راغی ماته  یې وویل چې  زه د حزب وحدت قومندان یم ستاسو له مشره سره مو کار دی . ما هم زموږ مشر شهید ملا عبد الکریم اخند ته بوتلل، قومندان خپل نوم ابوذر یاد کړ او ویل یې چې د حزب وحدت مشر قومندان یم ،او غواړو چې له ملا بورجان احند سره ووینو.
 زموږ مشر ورته وویل سمه ده سهار به ورشو  اوس خو شپه ده، خو هغه اسرار کاو چې اوس یې لیدل ضروري دی ، ځکه زموږ اراده ده چې خپله ټوله سیمه او وسله طالبانو ته تسلیم کړو .
په همدې شپه د ملا بورجان اخند سره ولیدل شول او طالبانو ته د حزب وحدت د تسلیمېدلو ټول پلان جوړ شو.
په سبا ماپښین له چهار اسیابه د طالبانو ۵۰یا۶۰ مو ټره او سقیله وسائط زموږ وطاق ته راغلل، ځکه زموږ وطاق نو په اصطلاح له حزب وحدت سره په لومړۍ کرښه کې موقعیت درلود،  تر څو د حزب وحدت قوت او سیمه تسلیم کړي .
دحزب وحدت کسانو د طالبانو قوت درې برخې کړ او له هرې ډلې سره یې خپل خلګ ولیږل، تر څو یې رهنمایې وکړي او هغه سیمي په لاس ورکړي چې مخکې له دوی سره وې .
شوری نظار له حاله لږ خبر و او د دوغ اباد چوک د زیاتو نظامي موټرو راتلل او بیا د تلویزیون تپې خواته د هغوی روانیدل ټول له تلویزیون تپې نه مالومیدل او دوی یې ننداره کوله.   نو ځکه هغوی خپل ټول جنګیالي را مخته کړې وه تر څو د احتمالي برید مخنوی وکړي .
په دې وخت کې د چهل ستون او باغ بابر په سیمه کې هزاره ګانو طالبان له خپل خط نه هم د شوری نظار پر طرف تیر کړې و او هم یې پر هغوی پیرونه وکړل، تر څو طالبان او شورای نظار سره اخته شي . کله چې  د اسلامي امارت وتلي قومندان شهید ملا سیف الرحمان منصور د هزاره ګانو دغه له معاهدې وتلی حرکت لیدلی و هغه وخت یې دوی له جګړې منع کړې وه، خو داچې د شوری نظار کسان مخکې لا شکمن  او تیار په کمین کې ناست وه، د حزب وحدت له خط نه د طالبانو تېرېدنه او بر هغوی د هزارګانو لخوا برید د هغوی شک په یقین بدل کړ ،چې ګواکی طالبانو پر هغوی د حملې لپاره راغلي دي، نو ځکه هغوی هم په ټول قوت سره پر ناخبره طالبانو چې د جګړې لپاره یې هیڅ تیاري نه درلوده حمله شروع کړه .
داچې طالبانو د جګړې لپاره امادګي نه درلوده او هم له سیمي سره مطلق نا بلده وه نو ځکه یې  د نظار شوری په وړاندې ماته وخوړه او یو متلاشي حالت را منځ ته شو.
 په دې وخت کې د طالبانو او حزب وحدت تر منځ هم بې باوري رامنځ ته شوه او څو ځایونه هزاره ګانو هم د شا لخوا پر طالبانو برید کړی و نو ځکه مو قع شوری نظار ته په لاس ورغله او په دوو  درو ورځو کې یې د طالبانو  او حزب وحدت په شاته کولو سره د حزب وحدت ټوله سیمه ونیوله .
عبد العلي مزاري څنګه ونیول شو؟
دا چې  د نظار شوری کسان د کابل په غرب کې را مخته شول نو هزاره ګان هم د چهار اسیاب پر خوا په تېښته شول  عبدالعلي مزاري له یوه پلوکس  مو ټر نه په استفادې غوښتل چې له طالبانو پټ د چهار اسیاب له لاري تر غزني ځان ورسوي، چې د ریشخور فرقې په خوله کې د طالبانو پر ځنځیر پيژندل شوی او هغو طالبانو نیولی و .
مزاري طالبانو چهار اسیاب ته نقل کړ هلته مخکي له مخکي  د حزب وحدت څو قومندانان چې یو پکي شفیع دیوانه  او یو به غالبا ابوذر و له طالبانو سره بندیان و، طالبانو دوی ټول په یوه هلیکوپتر کې سپاره کړې وه تر څو یې کندهار ته نقل کړي او له دوی نه د خپلو تېر وتنو په اړه  تحقیق وکړي، له دوی سره یې یوازي دوه یا درې تنه مسلح طالبان په هلیکوپتر کې سپاره کړې وه په داسي حال کې چې د اسیرانو لاسونه هم خلاص وه، کله چې د دوی هلیکوپتر غزني ته رسیدلي ده د دغزنی دمرکز مربوط دنوغي په سیمه کې په روان  هلیکوپتر کې  شفیع دیوانه او ابو ذر پر مسلحو دوو طالبانو حمله کړې ده ډزي شوې او له هغوی څخه یې وسله اخسته ده، په دې حالت کې هلیکوپتر یا غورځیدلی او یا کښېنستلی دی دوی طالبان شهیدان او زخمیان کړي او لارې ته نژدې  د هزاره ګانو خواته یې حرکت ته دوام ورکړی دی ، چې په همدې حالت کې  له کندهاره راتلونکي د طالبانو دوه پیک اپ مو ټر را روان  دي هغوی چې کله د هلیکوپتر د لویدلو او د طالبانو د وژلو صحنه لیدلې ده نور پوهیدلي دي چې دا خلګ د طالبانو اسیران دي غواړي چې وتښتي نو لاروي طالبانو هم  بې له دې چې وپو هیږي تښتېدونکې ډله  څوک دي، پر دوی حمله کړې او له څه مقاومت وروسته یې له نهو کسانو څخه  اته تنه وژلي دي.
او د شفیع دیوانه په اړه ویل کیږي چې ژوندی پاته شوی و د وردګو جغتو ولسوالي ته تللی او له هغه ځایه د یوه محلي قومندان په مرسته تر بامیانو رسیدلی و چې بیا وروسته له کریم خلیلي سره په یوه لانجه کې د هغه له خوا ووژل شو 


نو په ټوله کې سړی ولی شي چې مزاري په خپل لاس ځان وواژه، طالبانو د هغه د مرګ اراده نه درلوده بلکې کندهار ته یې د هغه د حفاظت او د څه تحقیق لپاره انتقالاوه ، خو داچې تقدیر بل ډول و نو ځکه هغه په یوه نا اټکل شوې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ور کړ .