کور / سياسي / پنجاب او مذهبي تندلاريتوب

پنجاب او مذهبي تندلاريتوب

لراوبر حبيب الرحمن تاثيرژباړه: حبیب الرحمن تاثیر

په نیوکه کولو کې چې څومره فراخ دل او غیر محتاط یم، د تقدیر او ستایلو په معامله کې همدومره بخیل  یم، لیکن له مذهبي ډلو، تنظیمونو او ادارو سره په اړیکو چې څیړنیز کار په تیرو کلونو کې په پاکستان کې انسټي ټیوت فارپیس اسټډیز (PIPS) کړی دی، هغه تهله عقیدت وړاندې کولو څخه پرته بله کومه چاره نه شته، د دغه څیړنې د مالوماتو سره سم د پاکستان د جوړیدو په وخت یعني په ۱۹۴۷م کال کې دلته یواځې شپږ مذهبياو سیاسي، ډلې او ګوندونو یعني: جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامي، تحریک احرار، خاکسار تحریک، جمعیت اهل حدیث او شیعه پولیټکل پارټۍ شتون درلود.

د جنرال ضیاءالحق د واکمنۍ تر وخت یعني تر  ۱۹۷۹م کال پوري دغه شمیر تر دیرشو پورې ورسیده، په پوره دیرشو کالو کې یوواځې ۲۴ ویشت نور ګوندونه وریات شول، لیکن د هغه په دوره کې د مذهبي ډلو رشت کول او پیدا کیدل دومره په تیزۍ سره وشو چې دغه شمیر سلګونو ته ورسیده او په ۲۰۰۲م کال کېمالومه شوه چې راجسټر تنظیمونه تر دوه سوه نهه دیرش پورې ورسیدل، له دغه شمیر څخه یوواځې یوویشت ډلو یې په عامو ټاکنو کې برخه واخیسته او په زرګونه واړه او نا راجسټر ګروپونه او ډلې له دې څخه پرته خپل فعالیتونه کوي، چې په دې کې یې یوسل اته څلوېشت یې فرقه وارانه تنظیمونه دي.

د دغه تنظیمونو له جملې څخه یې (۲۴) جهادي تنظیمونه ديچې (۱۲)یې د خلافت قیام خپل مقصد ګرځولی دی، دا د ټول پاکستان شیمره ده، نور نو د ایالتونو په لحاظ کیسه پاته ده چې ټول هیواد یوې خواته او یوواځې پنجاب بلې خواته، ځکه چې تر ټولو زیاتې ډلې په پنجاب کې دي او هلته د یوسل اووه مذهبي تنظیمونو مرکزونه دي، چې یوواځې په لاهور ښار کې د دغه مذهبي تنظیمونو ۷۱ مرکزونه شتون لري، په ملتان کې د مذهبي ډلو ۱۸ مرکزونه دي، چې په دې لحاظ هغه د پاکستان دوهم غټ ښار ګڼل کیږي، همدا رنګه په کشمیر کې ۱۸ او په خیبر پښتونخوا کې د ۳۳ مذهبي ډلو مرکزونه شتون لري.

همدا رنګه که په مسلکي او فقهي بنیادونو باندې وویشل شي، نو په ټول پاکستان کې د دیوبندي مسلک  (۰۸) سیاسي، (۰۵) غیر سیاسي، (۱۶) فرقه وارانه، (۱۹)وسله وال، (۰۵) تعلیمياو ډیری نور تنظمیونه کار کوي، د بریلوي مسلک (۰۸) سیاسي، (۱۱) غیر سیاسي، (۱۱) فرقه وارانه، (۰۴)وسله وال او (۰۵) تعلیمي تنظیمونه په ټول پاکستان کې فعالیت کوي، د اهل حدیث مسلک (۰۳) سیاسي، (۰۲) غیر سیاسي، (۰۶) فرقه وارانه، (۰۵) وسله وال او (۰۲) تعلیمي تمظیمونه په خپلو فعالیتونو وخت دي، د شیعه مسلک (۰۳) سیاسي، (۰۳) غیر سیاسي، (۱۲) فرقه وارانه، (۰۱)وسله وال او (۰۱) تعلیمي تنظمیونه فعالیت لري، دارنګه د جماعت اسلامي له فکر سره تړلي او متاثر (۰۳) سیاسي، (۰۴) غیر سیاسي او (۱۱) تعلیمي تنظیمونه په ټول پاکستان کې فعالیت لري، لیکن د هغوی د سوچ هیڅ فرقه وارانه تنظیم اوجود نه لري.

لنډه دا چې دغه مسلکي مراندې هم تر ټولو زیاتې له پنجاب څخه غځېدلې او د ډیری تنظیمونو مرکزونه هم په پنجاب کې دي او د ډیری دغه تنظیمونو مشران هم له پنجاب سره تړاو لري او ډیری لټریچر هم په پنجاب کې تخلیق کیږي، د بېلګې په توګه د لښکر جنګوي بنسټګر او مشران د پنجاب اوسیدونکي وو او د جیش محمد هم، لښکر جنګوي هم له پنجاب څخه راپورته شوی او جیش محمد هم، د افغانستان د مجاهدینو استاد بلونکی او یا بیا د خاموش مجاهد د القاباتو ګټونکی د جنرل (ر) اختر عبدالرحمن تړاو هم له لاهور سره وو، چې اوس د هغه زوی د مسلم لیګ (ن) یو مشر دی، د دې ترڅنګ خپل ځان ته د وسله والو طالبانو د استاد ویونکي جنرل حمید ګل او کرنل امام تعلق هم له پنجاب سره وو او د طالبانو په حق کې د زرګونو پاڼو لیکونکيو ډیری برخه لیکوالان هم د پنجاب اوسیدونکي وو او دي، چاته موږ ته په نظر وسله وال طالبان ښکاري.

په بنیادي توګه د قیایلي سیمو د طالبانو نظریه سازي او تربیت هم چې څوک کوي، هغه پنجابي طالبان ښوودل کیږي، د پاکستان انسټي ټیوت فارپیس اسټډیز (PIPS) ادارې له ځیړنو سره سم، د دغه پنجابي طالبانو دیرش ګروپونه له پنجاب سره تړلي او یا بیا دلته خپل فعالیت فعالیت کوي، چې په هغوی کې لښکر ظل، قاري ظفر ګروپ، بنګالي ګروپ، ګنډاپور ګروپ، مولوي رفیق ګروپ، ګل حسن ګروپ، قاري یاسین ګروپ، مولوي کریم ګروپ، قاري شکیل ګروپ، قاري سیف الله ګروپ، لښکر جنګوي (ملک اسحاق ګروپ)، قاري احسان ګروپ، عصمت الله معاویه ګروپ، بدر منصور ګروپ، امجد فاروقي ګروپ، عثمان ګرد ګروپ، ګلیم الله ګروپ، عبدالجبار ګروپ، نور خان ګروپ، قدایان اسلام، قاري امام ګروپ، مطیع الرحمن ګروپ او باباجي ګروپ ګډون لري.

اوس نو میله دا ده چې له تیرو شپاړس کالو څخه په قبایلي، سیمو کې پوځي عملیات کېږي، په خیبرپښتونخوا کې کیږي، په بلوچستان کې کیږي، په سندهـ کې کیږي، لیکن په پنجاب کېهیڅ عملیات نه دي شوي، د دې برعکس عملیات المیزان، خو په جنوبي او شمالي وزیرستان کې شوي دي، (اپرېشن راه حق)وشو خو په سوات کې وشو، (اپرېشن شیردل) وشو خو په باجوړ کې وشو، (اپریشن زلزله) وشو، خو په جنوبي، وزیرستان کې وشو، (اپرېشن صراط مستقیم) وشو، خو په باړه خیبر ایجسنۍ کې وشو، (اپریشن راه نجات) وشو خو په سوات کې وشو، (اپریشن بلیک تنډر اسټرام) وشو، خو په دیر، ښانګله او بونیر کې وشو، حتی دلته دومره علمیاتونه وشول، چې اخر نومونو ورته تمام شول.

 مثلا په باړه خیبر ایجنسۍ کې لومړي عملیات د (اپریشن صراط مسقیم، په چوکاټ کې (درغلم) وشول او په دغه کال یعني په ۲۰۰۸ م کال (اپریشن بیا درغلم) او بیا (خوخ به دي شم) عملیات وشول، همدا رنګه په باړه کې بیا یو کال وروسته یعني ۲۰۰۹م کال کې (اپرېشن خیبر ون، خیبر ټو او خیبر تري، په نومونو هم پوځي عملیات ترسره شول، خو له دغه ټولو وروسته بیا نو د (اپریشن ضرب عضب) په نوم عملیات پیل شول، چې دغه لړۍ تر ټول پاکستان ته وغځیده، خو په بنیادي ټوګه دغه عملیات په شمالي وزیرستان کې وشول، چې په دغه دوران کې په بلوچستان کې د ملیشه ځواکونو له لوري عملیات وشول او په سندهـ کې د رینجرز ځواکونو له لورې عملیات روان دي، لیکن چې هیڅ عملیات نه وشول، هغه په پنجاب کې نه وشول.

د مذهبي تندلارېتوب او ترهګرۍ ریښې چې په پنجاب کې دي هلته هیڅ عملیات ترسره نه شول، لیکن د ضرب عضب د بریالي کیدو ډنډورې یې وهله او موږ ته یې ویل چې ستونځه هواره شوه او یا د هواري په پړاو کې ده، په ملي کاري پلارن (national action plan) عمل درامد د نه کیدو یو لوی لامل دا هم وو چې د عملي کیدو په صورت کې ډیر خطر  پنجاب ته متوجع کیده، په تیرو دوو اونیو کې چې په لاهور او د پاکستان په نورو سیمو کې د ترهګرۍ له بریدونو وروسته په ټول هیواد کې د اپریشن ردالفساد په نوم عملیات شروع شول، نو د دې مطابق تر ټولو لومړی په پنجاب ته هم رینجرز سرتیرو ته د وروغوښتلو زحمت ورکړل شو، لیکن دلته اختیار نه ورکول کیږي، څنګه چې په سندهـ کې رینجرز سرتیرو او یا بیا په پښتونخوا او بلوچستان کې ملیشه سرتیرو ته ورکول کیږي، خو کله چې هم د پنجاب په وړاندې یو حکم جاري کیږي، د جیلو پر سیټ د پنجاب حکومت او پنجابي پولیس کښیني.

پوښتنه دا ده چې په دومره لوی ایالت کې ذکر شوي مذهبي تندلارېتوب په دومره لویې پیمانه موجود مذهبي فرقه واریت او تندلاریتوب د دومره معمولي اقداماتو په ذریع له منځه تلی شي او پاکیدی شي؟ هیڅ کله نه،کله چې موږ هغه جنوبي پنجاب وايو، هغوی په غوسه کیږي، بد مني او پر زموږ له پنجاب سره د دوښمني الزامات لګوي، لیکن بودیجه، دولتي رتبې، سي پک او نور شیان خو پریږده، کله چې د ترهګري، عملیاتواو په داسې نورو معاملو کې هم پنجاب او نورو ایالتونو کې یې توپیر ښکاره او روا کړی دی، خو موږ په څه ډول هغه د پنجاب صدراعظم نه بلکې د پاکستان صدراعظم ووایو؟