کور / هراړخیز / د چاپېریال ساتني اهمیت د اسلام او ساینس له نظره

د چاپېریال ساتني اهمیت د اسلام او ساینس له نظره

                  
لیکوال: عبدالسمیع (نوري)، کاناډا
     
ټول هغه ژوندي او غیر ژوندي موجوداتو ته، چي موږ یې شا و خوا احاطه کړي یو، (چاپیېریال) ویل کیږي. د مځکي طبعي چاپېریال د (ایکوسیسټم) په نامه یادیږي، چي ټول انسانان، نباتات، غرونه، واوري، فضا، ډبري، سمندرونه، دريابونه او د هغوي طبعي منابع لکه اوبه، برېښنا، اور، هوا، اقليم او داسي نور پکښي شامل دي. الله (ج) ایکوسیسټم داسي جوړ کړئ دئ، چي په دې سیسټم کي ټول موجودات یو له بل سره په مستقيم یاغیر مستقيم ډول تړاو لري او د هر یوه کمښت یا ډېرښت پر دا نورو مثبت یا منفي تاثیر کوي، ځکه الله (ج) ټول شیان په ټاکلې اندازه پیدا کړي دي.
د دې خبري ثبوت الله (ج) په قران شریف کي داسي را وړی دئ: (موږ هر څه له يوې اندازې سره پيدا کړي دي). (سورت قمر ۴۹ ایات).
همدارنګه بل ځای د سُوۡرَةُ الحِجر په (۱۹) ایات کي الله (ج)  فرمایي: (موږ مځکه غوړولې، په هغې کي مو غرونه نصب کړي، په هغې کیي مو هر ډول نباتات په ټاكلي او تَلَلي اندازه را ټوكولي دي).


د مثال په ډول په هوا کي د اکسېجن اندازه (۲۱٪) ده، که تر دغه ډېره سي مځکه کېداي سي د یوې کوچنۍ لمبې څخه و سوځي او که تر دې لږ سي، ټول ژوندي مخلوقات به ځیني مړه سي. همدا رنګه د کاربن ګاز په هوا کي تر (۱٪) لږ دئ، که چيري تر دې ډېر سي انسانان به ځیني مړه سي او که لږ سي نباتات به ځیني مړه سي، نو د دې له پاره چي دا سیسټم داسي منظم روان وي الله (ج) د وني د بلګ په شکل داسي فیلټر جوړ کړی دئ، چي ککړه هوا په پاکه هوا بدلوي یعني ونه  ککړه هوا (کاربن ډای اکسایډ) جذبوي اوپاکه هوا (اکسیجن) اخراجوي. که په مځکه کي په کافي اندازه وني نه وي، چي ټوله کاربن  ډای اکسايډ جذب کړي، نو کاربن ډای اکسايډ په هوا کي پاتیږي او ورځ تر بلي ډېریږي؛ ځکه هره ورځ نوي نوي کاربن  ډای اکسايډونه تولیدیږي، چي  د هوا د ککړتیا سبب ګرځي، نو کله چي هوا ککړه وي د لمر وړانګي مځکي  ته په صحي توګه نه سي رسېدلاي، چي اکسېجن جوړ کړي؛ ځکه نباتات د (پوټوسینتیسیز) د عمليې په ذریعه د لمر د وړانګو څخه اکسېجن تولیدوي، چي په نتيجه کي ټول هغه حیوانان او نباتات له مېنځه ځي، چي د ګرمي او ککړي هوا سره حساست لري.
همداسی د اوبو سطحه لوړیږي، ځکه واوري او یخیان چي کلونه کلونه په یخو سیمو کي یخی پاته وه ویلیږي. بې موسمه بارانونه او واوري اوریږي، چي د زراعت له پاره ډېر مُضیر تمامیږي او د سمندرونو او بهرونو اوبه تروې کیږي، چي په نتيجه کي خوږې اوبه کمیږي او داسي نور ډېر بد عواقب له ځان سره لري.
د دې له پاره چي دا فيلټر د مځکي چاپېریال او هوا پاکه وساتي، الله (ج) د مځکي پر مخ دونه اندازه وني را شنې کړي وې، چي د مځکي د مخ د ټول کاربن ډای اکسايډ د جذبولو له پاره کافي وې، یعني یوازي د مځکي مخ (۳۰٪) ځنګلونو نیولی دئ، خو دا فیصدي ورځ تر بلي کمیږي؛ ځکه یو څو محدود انسانان ئې د خپلو شخصي ګټو له پاره هر کال تقریبا (۶۰) زره کیلومتره مربع (تقریباً د افغانستان د مساحت په اندازه) ځنګلونه له مېنځه وړي، چي هر کال د (۰.۱۸٪) څخه تر (۰.۲۲٪) پوري ځنګلونه کمیږي.
الله (ج) په قران مجید کي د دغو انسانانو په باره کي فرمایي: (په وچه او لنده کښي د خلكو ((د لاسونو)) په عملونو سره فساد ښکاره سوی دئ، نو (الله) پر دوی باندي د هغو عملونو ((د سزا)) خوند چیښي، چي دوی کړي دي، ښايي چي دوی را وګرځي). (سُوۡرَةُ الرُّوم ۴۱ ایات).
څونه وني چي د ځنګلونو څخه رېبل کیږي، د هغه په اندازه وني باید وکرل سي، تر څو دغه ضایع تر یو حده را وګرځوي، کنې په لږ وخت کي به انسانان د غذا او اوبو د نشت سره مخامخ سي او د مځکي پر مخ ژوند کول به نا ممکن سي. په اسلام کي دغه ټول مشکلات په نظر کي نیول سوي دي او د حل لاري یې ورته برابري کړي دي؛ د مثال په ډول: رسول الله (ص) فرمایي: (که چيري قيامت پېښېدئ او ستاسو د يوه په لاس کى يو نيالګى وو، نو که چيري ستاسي طاقت وي، چي قيامت قائم نه سي، تر څو تاسي دغه نيالګى کښېنوى، نو تاسي دغه نيالګى کښېنوى)، (الجامع الصحيح للسنن والمسانيد). اسلام عام خلګ دې ته هڅوي ګرهڼي ته وده ورکړي ځکه کرهڼه ده چي په چاپېریال ساتنه کي لویه ونډه لري، او هغو خلګوته چي په کرهڼه اخلي زیات امتیازات ورکړي دي. دمثال په ډول (رسول الله (ص) فرمايلي دي: کوم کس چي یوه مځکه اباده کړل او هغه دچا حق نه وه نو دغه کس دهمدې مځکي حقدار دي). (صحیح البخاري). (حضرت محمد (ص) علیه وسلم به یهودو ته مځکي ورکولې چي کښت پکښي وکري او دوي ته به یې دحاصل نیمایي برخه هم ځیني ورکول.( مختصر صحیح البخاري). ددې پورتني حدیث څخه معلومیږي (حضرت محمد (ص) علیه وسلم تر انسانانو تر دین او مذهب و چاپیریال ساتني ته ډېر اهمت ورکوي.
همدارنګه اسلام هغو انسانانو ته په عذاب سره اختار ورکړی دئ، چي وني او ځنګلونه له مېنځه وړي. حضرت محمد (ص) علیه وسلم فرمایي: (څوک چي  يوه درخته پرې کړي، نو الله(ج) به د ده سر په اور کي داخل کړي)، یعني (داسى درخته چي په دښت کي ولاړه وي او د مسافر يا يو حيوان له پاره سایه برابروي، هغه ناحقه او د ظلم په وجه پرې کړي او پر دغه درخته باندي د ده حق هم نه وي تړلی)، نو الله(ج) به د ده سر په اور کي داخل کړي). (ابو داؤد).
د دې حدیث څخه معلومیږي، چي اسلام د چاپېریال په ساتلو او سالم ایکو سیسټم درلودلو باندي څونه ټینکار کړی دئ. د اسلام په اولو شپو کي مسلمانانو په اسلامي اصولو ډېر عمل کوی او د دوی د دغه عمل په نتيجه کي د مسلمانانو زراعت او زراعتي تجارت په نړۍ کي بې ساري وو. مسلمانانو یو عصري او پر مختللی ژوند درلودی او داغه د اسلام مقصد دئ، چي هر فرد باید هوسا او ارام ژوند ولري، خو دا هغه وخت کيږي چي په اسلامي اصولو عمل وسي. د دې خبرو ښه ثبوت د اسلام په اولو څلور سوه کلونو کي په اسلامي هیوادونو کي د زراعت او ساینس پرمخ تګ دئ؛ د مثال په ډول: په نړۍ کي اول ساینس پوه یو مسلمان وو، چي څېړنه ئې اختراع کړه. همدا رنګه اول پوهنتون او ډیګري مسلمانو جوړه کړې ده. د اوبو لګوني پرمختللی او عصري سیسټم مسلمانانو اختراع کړی دئ او مسلمانان وه، چي د لومړي ځل له پاره ئې د یوه هیواد څخه بل هیواد ته د مېوو وني انتقالولې او هلته به ئې داسي چاپېریال ورته تیاروی، چي ونه ژوند او وده وکي او مېوه ورکي.
داسي نوري ډېري لاسته راوړني وې، چي د اسلامي اصولو په عملي کولو سره مسلمانانو درلودلې او یو عصري او پرمختللي ژوند ئې درلودی، خو کله چي مسلمانان په خپلو کي په جنګ سره اخته سول او اسلامي اصول و قوانین ځیني مات سول، نو غیر مسلمانانو د دوی هغه ساینسي لاره تعقیب کړه او ځان ئې تر دغه ځایه را و رساوه.
په شلمه پېړۍ کي د (ګرین ریوولوشن) یا (شین انقلاب) تر اختراع وروسته پر مختللي هیوادونو هم د اسلام زراعتي اصول مات کړل، داسي دواوي (درمل) ئې اختراع کړل، چي د هغو په ذریعه په لږ وخت کي نباتات وده وکړي او ډېر حاصل و پیسی لاسته ځیني راوړي. همدارنګه ځیني داسي درمل ئې جوړ کړل، چي حشرات مړه کړي او یا ځیني محدود واښه له مېنځه یوسي، خو هغو د ځینو مُفیدو حیواناتو او نباتاتو نسلونه ختم کړل او ډېرو انسانانو ته ئې صحتي او ځاني زیانونه واړول او همدارنګه ئې د زراعتي مځکو له پاره ګڼ شمېر ځنګلونه هم له مېنځه یو وړل او هم ئې مختلفي ټکنالوجياني کار کړې، چي د تیلو په ذریعه چلېدلې او چاپیریال يې ککړوی.
د دې کار نتيجه دا سوه، چي د څو کلونو په موده کي ئې د نړۍ د تودوخي درجه لوړه کړه، اقلیمونه ئې بدل کړل او چاپیریالونه ئې ککړ کړل. دغه ناورین ساینس پوهان دې ته مجبوره کړل، چي پر خپلو کړنو له سره غَوَر وکړي او حل لاره ورته پیدا کړي، نو ځکه خو ډیرو سایسنس پوهانو پر اسلامي زراعتي پالیسیو بیرته کتني کړي دي، چي د اوسني ناورین مخه ونیسي؛ ځکه اسلام هغه دین دئ، چي خپلو پیروانو ته د نړۍ د خوندي ساتلو درس ورکوي، په هر کار کې میانه روي خوښه ده او پر مسلمانانو ئې لازمه کړې ده، چي په هیڅ کار کي تر حد تېر نه سي.
حدیث دئ: چي رسول الله(ص) تېرېدئ، چي په دې وخت کي سعد اودس تازه کاوه، نو رسول الله (ص) ورته و ويل دا څونه اسراف کوې؟ نو سعد ورته وويل ايا په اوداسه کي هم اسراف سته؟ رسول الله (ص) ورته و ويل: هو! که څه هم ته د بهېدونکي ويالې پر غاړه ناست يې). (سنن ابن ماجه). 
د دې څخه معلومیږي چي اسلام په خپلو پالیسیو کي ایکولوژیکي انډول (ایکولوژیکل بېلانس) په نظر کي نیولی دئ. (ایکولوژیکی انډول یوه باثباته چاپېریال ته ویل کیږي)، داسي چاپېریال چي زيات شمېر مختلف النوعه مخلوقات ژوند پکښي کوي او هر یو پر بل باندي تاثير هم لري؛ مثلاً: که د یوه هیواد وني کمي سي، نو پر انسانانو او حیوانانو ئې منفي تاثیر کوي ځکه د خوړو، اوسېدو، تنفس او داسي نورو منبع ئې کميږي او که ئې چيري بیا حیوانان تر اندازې زیات ښکار سي یا په بله ذریعه له مېنځه یووړل سي، هم پر نورو حیوانانو، نباتاتو او انسانانو منفي تاثیر کوي، ځکه حیوانان په چاپېریال کي د خدمتګار دنده لري او هم غذایي منبع ده، یعني ځیني حیوانان دنباتاتو په القاح کي مرسته کوي او ځیني بیا د نورو حیوانانو او نباتاتو دغذا سبب ګرځي. ځیني دفاعي دندي لري، یعني مُفید حیوانان یا نباتات د مُضيرو حیوانانو څخه و ساتي او داسی نور… نو که چيری ځینی مرغان تر اندازې زیات ښکار سي یا وني و رېبل سي، نو دغه پورتنی سیسټم ټوله زیانمنوي؛ ځکه خو الله (ج) فرمايي: خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله (ج) تر حد تېری كوونكي نه خوښوي. (سورت اعراف:۳۱).
همدارنګه رسول الله (ص) فرمایي: (کامل مسلمان هغه دئ، چي د هغه د ژبي او لاس د ضرر څخه مسلمانان محفوظ وي). (رواه البخاري ومسلم).
که چيري یو مسلمان تر اندازې زیات حیوانان ښکار کړي، یا وني و رېبي نو هغه چاپېریال ته زیان رسوي او زیانمن چاپېریال بیا انسانانو ته زیان رسوي، یعني په غیر مستقيم ډول نور مسلمانان د ده د لاس د ضرر څخه محفوظ نه سول. ځیني نور عوامل چي چاپېریال ککړوي، هغه رسول الله (ص) داسي بیان کړي دي: «ځانونه د هغو درو ځايونو څخه و ساتئ، چي لعنت پر ويل کيږى: اول په لارو او کوڅو کي قضائي حاجت کول، دوهم د درختو تر سايو لاندي  قضائي حاجت کول اودرېیم د لويو لارو په مابين ( يعني ګلدانونو کي) قضائي حاجت کول). (سنن ابي داود).
پر چا چي د الله جل جلاله  لعنت وي، د هغه هیڅوک کومکي نه وي. (سورت النساء: ۵۲). یعني هغه د الله د عذاب لایق ګرځي. که چيري هر مسلمان اسلامي اصول پر ځان کي عملي کړي او د خپل چاپېریال خیال وساتي، نو د ټولي نړۍ انسانان به پاکه هوا، خوږې اوبه، مکمل خواړه، روغ صحت او ارام ژوند ولري؛ ځکه په نړۍ کي د مسلمانانو نفوذ (۱.۶) بیلیونه دئ، چي د ټولي نړۍ تقریباً (۲۵٪) جوړوي او د نړۍ په هر ګوټ کي موجود دي.
د دغه پورتني اصولو په عملي کولوخصوصاً د نیالګیو په کرلو او ساتلو سره به مو هم خپل ځان، کورنۍ،  ښار او هیواد ته ګټه رسولې وي او هم به مو ثواب ګټلی وي؛ ځکه رسول الله (ص) فرمایي: (که يو مسلمان  يو نيالګى کښېنوى او يا يو کښت وکري او بیا د دغه نيالګي يا کښت څخه يو مرغه يا انسان يا بل حيوان خوراک وکړي، نو دا به د ده له پاره په خيرات کي حسابل کيږي. (بخاري).
پای!