کور / تازه خبرونه / لغمان: دوه سوه نورو کورنيو ته برېښنا ورکړه سوه

لغمان: دوه سوه نورو کورنيو ته برېښنا ورکړه سوه

دلغمان مرکز اړوند،دګلبيلې سیمې  (200)کورنيو ته د بريښنا پروژه چې څه موده وړاندې يې کارونه  پيل شوه بشپړه او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه چې څه باندې یو ملیون افغانۍ لګښت پرې راغلي  د لغمان  ولایتي ادارې  او برښنا امریت په تلاشونو پيل شوې وه  نن يې رغنیز کارونه بشپړ او رسماً ګټې اخبستنې ته وسپارل شوه، د پروژې دپرانستې پرمهال  د  ولایت مقام استازي مولوی عبدالاحد عتید دسیمې اوسیدونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ   ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په ټول توان تلاش کوي ترڅو خلکو ته  هر اړخیزې اسانتیاوې رامنځته او ګام په ګام د ولسي  ستونزو حل ته رسیده ګي وکړي.          

دسیمې اوسیدونکي خوښ دي چې کورونه يې په برښنا روښانه شول، دوی ډاډ ورکړ چې  د عامه نظم په ساتنه او متوازن انکشاف ته د زمینه سازۍ په برخه کې به کار کوي او  هغو تروریستي ډلو ته به  په خپله سیمه کې  موقع ورنکړي کوم چې دپرمختګ او  ولسي هوساینې سره ښکاره دښمنې لري.