کور / سياسي / امريکا څنګه افغانستان بايلود؟

امريکا څنګه افغانستان بايلود؟

" نا هيلى خو خوشبينه " زما د افغانستان په هکله دوهم کتاب دى، او د افغانستان په هکله زما لومړى کتاب " دښمن بسپنول ( مالي ملاتړ ) " نوميږي. 

کله چي زه په افغانستان کي د امريکايي سرتېرو سره يو ځاي وم، دوي به تل ويل چي موږ اصلاً ده جنګ دواړي خواوي په اقتصادي لحاظ حمايه کوو. په افغانستان کي جنګي پلان دومره خراپ او گډوډ وو چي هر چا زموږ په پيسو خپله جګړه پر مخ بېول. موږ به کليو او ليري سيمو ته په خپل زغره وال ټانکونو کي د مهماتو سره په طالبانو پسي ورووتلو او امريکايي سرتېرو به پر لاري همداغه خبره کول چي موږ د جګړې دواړي خواوي حمايه کوو. يو ډېر هوښيار د استخباراتو فعاله سر تيري په لغمان کي راته وويل چي ته پوهيږې دغه جنګ داسي دئ لکه مافيا. لکه د امريکا د لاس ويګس ښار، هر يو خپله حصه پکښي لري. دا يوه داسي جګړه ده چي ټولي خواوي پيسې پکښي ګټي. ما ددغه خبرو په اورېدلو د کتاب ليکلو  پرېکړه وکړه. ده ډېرو لوړ او کښته رتبه امريکايي سرتېرو سره مي په سلگونو مرکې وکړې. د جنرالانو، سناتورانو او د کانګريس د غړو سره مي خبري اتري وکړې.

 
زه په دې و پوهېدلم چي په افغانستان کي يوه زهر جنه شبکه لاس په کار ده چي حريص امريکايي شرکتونه او نهادونه يې سره يوځاي کړي دي چي ددغه نظامي، اقتصادي او انکشافي مرستو څخه د بعضي فاسد افغاني چارواکو او طالبانو په مرسته ګټي پورته کړي. د هغه سرتيري خبره ريشتيا وه چي په دغه جنګ کي ټول شکيل اړخونه پيسې ګټي خو بقيناً د امريکا ولس او افغان ولس دتاوان  پرته بل څه و نه ليدل. په لومړي کتاب کي ما هغه وخت دغه حقايقو ته اشاره کړې وه؛ کوم وخت چي دا ويل چي " موږ دا جنګ بايلود" ډېر نا تائيده او مخالفت زېږونکې وينا وه.  او دا ته مي هم اشاره کړې وه چي موږ دا جنګ ځکه بايلود چي دښمن هم موږ خپله يو.  
حقيقت خو دادى چي د ۹/۱۱ وروسته ددغه دوو غټو جګړو ( افغانستان او عراق ) لګښت شا او خوا ۵ ټريليونه ډالره سوى دئ. خو موږ پر هغه سربېره  ناکامه سولو چي خپل ستراتيجيکي، ډيپلوماتيک او نظامي اهدافو ته ورسېږو. 

د لومړي کتاب د لمسون وروسته ما پرېکړه وکړل چي افغانستان ته د دريم ځل لپاره ولاړ سم، او د نېژدې ليدنه وکړم چي موږ د خپلو غلطيو څخه څه زده کړي دي او که نه. ما غوښتل چي د نيژدې وگورم چي بدلون راغلى دئ او که نه. او زما د پوښتنو جواب وو نه! هيڅ بدلون نه وو راغلى. زه چي يو وار بيا کابل ته ولاړم مخالفين اوس هم وه، انسرجنسي او پر دولت حملې تر پخوا ډيري سوي وې. زه ډېر نا امېده سوم؛ خو غوښتل مي داسي څه پيدا کړم چي هغه لږ صحيح لوري ته د پرمختګ نښه وي. زموږ ډيري دبيا رغوني پروژې او پروگرامونه بې منطقه او ضايع وې. يوازي بهانې وې چي هدف يې په ډېره اندازه لګښتونه او پيسې امريکايي شرکتونو او مؤسسو  ته ورکول وه چي لږ کار وکړي.  زه په کابل کي وگرځېدلم او ددغه نړېوالو مؤسساتو او سازمانونو د مشرانو او غړو سره مي ليده کاته وکړل، ماته يې هيڅ هيله و نه بخښل. خو کله چي مي بعضي کورني افغاني شرکتونه وليدل؛ زه د افغانانو په پياوړتيا، کلتوري او ټولنيزي غځېدني و پوهېدلم. ماته عام افغان ولس هيله او حوصله را بخښل. افغانانو په خپل تارخ کي ډېر ځانګړي کارونه کړي دي او په يقين سره په راتلونکي کي به هم دوام ورکړي. زه په دې عقيده يم چي افغانان هغه لياقت او قابليت لري چي خپله ټولنه او هيواد هغسي پر مخ بوزي څنګه چي دوي ته اهميت لري، نه څنګه چي موږ ته اهميت لري. 
د هيلي يو بل علت د امريکا ولس دئ. زه اوس وينم چي امريکايي ولس ددغه نه ختمېدونکي جګړې څخه ستړي دي. او کانګريس او نوى دولت په مجموع کي په دغه پوهيږي. زه وينم چي په امريکا کي هغه ټولنيز فکري بدلون د جګړې پر خلاف پارول سوى او فعاله سوى دئ. زه وينم چي يو پراگماتيک ذهنيت را څرگند سوى دى؛ چي موږ دې ته اړ باسي چي په خپل بعضي نظامي او ستراتيجيکي پاليسيانو کي؛ په خاصه د سړې جګړې د ختمېدو وروسته بدلون را ولو، او ده افغانستان غوندي تحميلي جګړې په اړه بل ځل احتياط وکړو. زه اميد لرم چي دغه بدلون پر لاري دئ. 
په تيرو ټولټاکنو کي افغانستان يو هير سوئ هيواد او جگړه وه. دا لومړۍ ولسمشريزي ټاکني نه وې، د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کي هم چا نه غوښتل چي د افغانستان او هلته د جګړې په اړه څه ووايي. په پنټګان کي جنرال نيکلسن د يو څو زرو نورو سرتيرو غوښتنه کړې ده. واضح خبره ده چي پنټګان غواړي چي ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هلو ځلو کي را گډ او پرېکړو کي يې بوخت کړي. خو بعضي خلګ خاندي او وايي چي موږ ۱۶ کلنۍ جګړه هيڅکله نه ده کړې؛ موږ ۱۶ يو کلنۍ جګړې کړي دي.
زه فکر کوم چي موږ په افغانستان کي د راتلونکي وخت او سياسي تغيراتو ته د غور پرته په کابل کي د يو داسي وکالتي او غېر فعاله دولت ملاتړ کوو چي هغه خپله بريا په دا ثابتوي چي " کابل تر اوسه سقوط نه دى کړئ!" 
زما اوس هم هغه د سايګان ( ويتنام ) انځورونه سترگو ته درېږي چي چورلکي به د سايګان د امريکايي سفارت پر چت کښېنستلې او  امريکايي ډيپلوماتان به يې په بېړه او تښته را ايستل. نو دا پوښتنه په دغه جنګ کي هم مطرح کيږي چي آيا د کابل سفارت په ودانۍ کي موږ د چورلکو د کښېنولو آسانتيا لرو ؟ ولي چي انسرجنسي او پاڅون هم داسي وي چي د هيواد په ليري پرتو سيمو کي شروع سي، زور واخلي او بيا کرار کرار مرکز ته نيژدې کيږي او نهايي مرکز هم سقوط وکړي. اوس هم په کابل کي په سيستماتيکه توگه چاودني او حملي کېږي. اصلي پوښتنه داده چي زموږ هلي ځلي مناسبي او ښه نتيجه لرونکي دي؟ " يو څو زره نور امريکايي سرتېري " به هغه کار څنګه وکړي چي يو لک سرتېرو و نه کړاي سواي؟ 
دا ډېره مهمه ده چي په ياد ولرو چي د طالبانو حملې ډېري سوي دي او د ۲۰۰۵ را هيستي يې هرکال په شمېر کي ډېر والى راځي. ددوي ډېري او غټي سيمي په لاس کي دي. بعضي محافظه کاران خو په دې باور دي چي ددوي تقريباً نيم هيواد په لاس کي دئ او د استخباراتي چارو  پوهان وايي چي دوي تقريباً ۹۰ سلنه ليري پرتې سيمي خپل تر کنټرول لاندي لري. د امريکا د ځانګړې ځواکونو د سرتېرو يو متل دى چي که ددښمن حملې پر کمېدلو نه وي نو دا په دې معنى ده چي دوي جنګ ګټي. بعضي امريکايي چارواکي وايي چي دا يو لنډ مهاله بندښت دى، دا بندښت نه دى دا يوه بايللې جګړه ده. 

موږ په افغانستان کي تر امريکايي مارشل پلان ډېري پيسې مصرف کړي دي. افغانستان تقريباً دېرش مليونه نفوس لري او دغه مصرف سوي پيسې د هر وگړي پر سر تقريباً ۴۰۰ امريکايي ډالره کيږي. کله چي موږ پر افغانستان  حمله وکړل؛ افغانستان په انکشافي او اقتصادي لحاظ د نړيوال ليست په اخيري هيوادونو کي وو، او ۱۶ کاله وروسته د ټريليونونو ډالرو مصرف سربېره اوس هم تقريباً پر هغه ځاي ولاړ دى.
زه فکر کوم چي موږ هغه مشهوره اقتصادي شرايطو ته ورنېژدې يو چي " د ضايع سوي مصرف د بيا لاسته راوړلو لپاره نور مصرف کول هم ضايع ده. " موږ بايد محتاط اوسو چي د نوي پلان، ستراتيژۍ او پرېکړو لپاره تر هغه پخواني تاوان تېر سو. ولسمشر ټرمپ يو سوداگر دى. دى پوهيږي چي د تاوان مخنيوى څنګه وکړي او شايد دغه  زموږ تر ټولو ګټور دليل وي چي بايد نور د تاوان مخه ونيسو او په بد مصرف پسي نور مصرف ولي وکړو؟

 اومه د مارچ 
د ښاغلي ډګلس ويسينګ ( ليکوال او ژورنالست ) مرکه 
ژباړه نيازي قدرت الله