کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام

سويډن – مالمود۲۰۱۷ ز کال دمارچ ۱۶

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام !

پوهاند محمد رسول باوری ! داعلمی رتبه او بريامو مبارک سه .

په زياته خوښۍ مو خبر ترلاسه کړ چې دروان کال دورستۍ مياشتي په وروستۍ اونۍ کې تاسو پسله کلونو پردې بريالی سواست چې خپل علمی ارمان ته ورسېږۍ .دادۍ له نېکه مرغه اوس تاسو د پوهاند دعملی ډيگری اوعلمی رتبې څښتن سواست ،مبارک موسه !

زموږ دمعلوماتوله مخې تاسوخپل ټول ژوندعلمی څېړنو اوتحقيقاتو ته وقف کړی دی ،ځکه خو اوس تاسو دهيواد يوژوندی ترټولو وتلی اوهڅاند تاريخ پوه په توگه منل سوی ياست ،دلرغون پېژندنې په برخه کي په نړۍ واله کچه برياوي لری او زموږ ولس ستاسو دې علمی اومسلکی هڅوته ددرناوی په سترگه گوری .

زموږ فرهنگی ټولنه وياړ لري چي تاسو مودرو علمي کنفرانسونوته رابللې واست اوپه هر علمی کنفرانس کي ستاسو دعلمی هڅو اولاسته راوړنو نه درناوی سوی .

زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه ستاسو سره ددې عملی بريا په خوښيوکي ځان شريک بولي ،تاسو اوستاسو ټولي کورنۍ ،دوستانو اوستاسو شاگردانوته دزړه له کومي مبارکي وايو .

له حده زیات خوښ يو چې تاسو دخپلو څوکلنو علمی هڅو په پايله کي خپل هدف ته ورسېدلاست او دپوهاندی علمی رتبه موترلاسه کړل .

زموږ دټولنې دمشرتابه جرگې دمبارکي پيغام ستاسو ديوه شاگرد پدې ټکورانغاړو : ((استاد د وطن په درد دردمن او ځورېدلې دی, تل يې د هېواد د ابادې او د هېوادوالو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره هڅې کړې دي . د پوهاندی د سترې رتبې مبارکي خپله اساد ته , تاسو ته, خپل ځان او د استاد ټولو مينه والو ته وايم او په ورسپارلو شوو چارو کې ورته برياليتوبونه غواړم . ))

ستاسو دلازياتو علمی اومسلکی برياو په هيله .

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور