کور / هراړخیز / طالبان او د (نوروز) په مناسبت د پسرلي مشاعرې خاطره

طالبان او د (نوروز) په مناسبت د پسرلي مشاعرې خاطره


د ۱۹۹۵ کال خزان پر تيرېدو وو 
کابل لا نه وو فتحه سوئ، هلته لا د نظار شورا او شمالي ټلوالي لنډغرو ته د ناهيد غوندي پتمنو پيغلو د عزت لوټول جهاد او حکومتداري ايسېدله خو کندهار له تنظيمي چپاولګرو او لنډغرو ټوپکيانو تازه پاک سوئ وو، د جنوب غرب حوزې خلک لا د امن او ثبات په شکرونو اداکولو بوخت وو، لا يې په قسمت ليکلي ناخوالي نه پېشبيني کولې چي د اميرالمومنين فرهنګپال وياند او د اطلاعاتو و کلتور ريس عبدالحي مطمئن د پسرلي مشاعرې د جوړولو تابيا وکړه. 
ورځي او شپې تيري سوې، د مشاعرې ورځ رانژدې سوه، بلکي راورسېده. ډير شاعران او فرهنګيان رابلل سوي وه،  زه (عبدالله احسان) او عبدالاحمد محمديار چي ممکن تر ټولو نورو برخوالو به په عمر کشران وو هم مشاعرې ته ورغلو.
که ګورو عبدالباري جهاني چي هغه وخت د امريکا ږغ راډيو وياند وو هم رابلل سوی دی، ږيره يې پاکه خريلې، لونګۍ تړلې او خامه نخودي رنګ کندهارۍ غاړه يې اغوستې وه، موږ هم ستړې مسې ورسره وکړه خو زموږ په ګډون ټول نور شاعران او د غونډي برخه وال د جهاني صاحب خريلي ږيري ته حيران تللي وو ځکه ږيره هغه وخت پاسپورټ بلل کيدئ او طالبانو يوازي د ږيري پاسپورټ والا خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله، نور يې د پاسپورټ تر بيرته را شنه کېدو پوري په تاريکه کي ساتل.
که څه هم له هغه وخته اوس ۲۱ کاله تېر سويدي خو د ځينو شاعرانو بيتونه مي اوس هم په ياد دي:
عبدالخالق اغا پر توپکيانو اوږد نظم جوړ کړی وو
په اوبو کي يې پرېنښووئ چنګاښ سوست
د طالب له بيري يې سو پرتوګاښ سوست

عبدالاحمد محمديار د پسرلي مشاعرې ته خوشاله وو
پسرلی سو، رنګيني ده خوږې ورځي خوږې شپې دي
نن بيا په کندهار کي چي تودې مشاعرې دي

د جهاني صاحب دغه بيتونه تر اوسه زمزمه کوم
خوب مي ليدلی دی سبا رقيبان کډه کوي
زما د جانان د کوڅې ټول غمازان کډه کوي
يا دي قسمته ماتوم يا به تندی ماتوم
چيري ځم له هغه ښاره خوبان کډه کوي
يا دا چي
وايه بيا دي نرۍ شونډي ښکولولای سم، که نه سم
لکه اوښکه پر باړخو دي لغړېدلای سم که نه سم
همداسي ارواښاد ادبيار صاحب، ارواښاد مجيد بابي او ډيرو نورو شاعرانو شعرونه وويل او د پسرلي دا مشاعره چي سهار شاوخوا ۹ بجې پيل سوې وه او له شريعت ږغ راډيو په فوق العاده توګه په ژوندۍ بڼه خپريدله د غرمې تر ۱۲ بجو يې دوام وکړ چي وروسته بياهم د طالبانو لخوا ټولو مېلمنو ته د پسرلنۍ مشاعرې (نوروز) په مناسبت لويه غرمنۍ مېلمستيا جوړه سوې وه.
د مطلب خبره:
سبا او بل سبا خبر سوم چي لوی ملا صاحب ملا محمد عمر اخند (اللهﷻ دي پر ورحميږي) هم دغه مشاعرې ته غوږ نيولئ وو خو د مشاعرې لومړۍ برخه ځني تېره سوې وه.
ده خپلو نژدې انډيوالانو ته ويلي وه چي ناځوانانو پخپله مو مشاعره اوريدله او پر ما مو ږغ نه کاوه ؟!
نن سبا بيا د پسرلي ورځي دي، بيا د ځينو مشاعرو او مېلو بحثونه پورته کښته کېږي خو د لوی ملا صاحب ځيني انډيوالان غواړي چي د پسرلي مېلې يا د بزګر ملي ورځ چي تل زموږ دولتونو او ولسونو په مشاعرو، مېلو او خوشاليو په رسمي توګه لمانځلې ده  له اسلام سره په ټکر کي وبولي چي دا کاملآ د افغانستان د ملي ارزښتونو او افغانو د بډای کلتور د غليمانو پټ لاس او شوم پلان دی.
موږ افغانان له بېلابېلو وروڼو قومونو څخه جوړ سوئ يو واحد ملت يو، دا بېلابېل قومونه ځانته ځيني ځانګړي رواجونه لري چي په حقيقت دا رواجونه نور هم زموږ د کلتور بډاينه ښيي يا خو ځيني ځانګړي ورځي په يوه ټبر کي په يو ډول او بل ټبر کي لږ تفاوت لمانځل کېږي. د سيمه ايزو رواجونو دغه رنګارنګي پخپله يو ډول کلتوري شتمني ده چي زموږ ټولنه ځني برخمنه ده، له دا ډول ارزښتونو سره مغرضانه چلند که په ناشعوري توګه وي او که د شخصي سليقې له مخي وي زموږ د کلتور په زيان او زموږ د هيواد د دښمنانو په ګټه تمامېږي.
له ځوان نسل څخه په ټينګه غوښتنه کوم چي ملي هويت او افغاني کلتور او رواجونو پر وړاندي د منفي تبليغاتو سره د مخامخ کيدو پر مهال هر څه په پټو سترګو و نه مني بلکي معتبرو تاريخي کتابونو او  داسي پوهانو ته مراجعه وکړي چي ملي او اسلامي دواړو ارزښتونو ته وفاداره وي.  
که د پسرلي لمانځل چي ځيني يې نوروز هم بولي، حرام وای، د طالبانو د اسلامي تحريک مشر، د هغه نژدې انډيوالانو او د هغه وخت د علماو شورا به يې پر وړاندي غبرګون ښوولئ وای.
نن که زموږ د کلتور او رواجونو ضد تبليغات کيږي هيڅ شک نسته چي تر شا به يې د داعيشي خواريجو غوندي افغاني ضد افراطيانو ، آی ايس آی او ايران لاس وي ځکه دا درې واړه په څرګنده پر افغان کلتور، مځکنۍ بشړتيا او زموږ په هيواد او نړۍ کي د کلتوري او اسلامي ارزښتونو په تيري تورن دي او ژر وي که وروسته د خپلو دغو ناروا کړنو حساب کتاب به ترې غوښتل کيږي.
دا زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپېړي
يو وخت به دي رقيبه! په حساب کې راولم

يادونه: که د کندهار پسرلي مشاعرې د شاعرانو بيتونه راڅخه مخ و شاته سوي وه بخښنه غواړم.

#پسرلی #مشاعره #طالبان