کور / تازه خبرونه / د نوي لمریز کال ۱۳۹۶ جشن و لمانځل سو

د نوي لمریز کال ۱۳۹۶ جشن و لمانځل سو

په کندهار کې د نوي کال جشن د شاه اغا او بابا ولي صاحب د زیارتونو د جنډۍ د پورته کولو په مراسمو سره و لمانځل شو.  
د کندهار په شمال کې د خاکریز په ولسوالۍ کې د شاه اغا پر زیارت د نوي کال د لمانځنې مراسم د کندهار د ولایت مقام په ميلمستون د شوي پېښي له کبله ،د تیرو کلونو په پرته کم رنګه وو.

دغه راز په زابل کې د شېخ متي او په هلمند کې هم د سید تاج دار اغا پر زیارت د جنډې د پورته کولو مراسم له کومي امنیتي پېښي پرته تر سره شول. 
خو د کندهار ښار او خاکریز ولسوالۍ ترمنځ د درې په سیمه کې د ملکي خلګو پر موټر د سړک دغاړي په ماین چاودنه کې نن ماپښين دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي.