کور / تازه خبرونه / مرګ پر پاکستان؛ د اروپا پارلمان مخته لاريون

مرګ پر پاکستان؛ د اروپا پارلمان مخته لاريون

اروپا مېشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان دلاس وهنو پر ضد په لاریون لاس پوري کړ. 

دې لاریون ته داروپا په بیلا بیلو هیوادونو کې مېشت افغانان راغلي دی . په دغه لاریون کې چې داروپا مېشتو مدني فعالانو ، ژورنالیسټانو او قامي مشرانو او مدني ټولنو په غوښتنه رابلل شوی په ګڼ شمېر افغانان ورغلي دي . 

لاریون کوونکو له ملګرو ملتونو او داروپايي ټولنې وغوښتل چې پاکستان دي په افغان خاوره کې له مداخلت نه بند کړي . 

دلاریون کوونکو غوښتنه دا هم وه چې پاکستان دي پر افغان خاوره دتوغندیو غورځولو لړۍ بنده کړي . 

 

 

لاریون کوونکو له نړۍ والي ټولنې وغوښتل چې پآکستان باندي دي‌فشار راوړي چې په افغانستان کې له لاس وهنې لاس واخلي‌او نور ، القاعده ، طالبان او داعش ونه هڅوي‌چې دافغانانو ویني توی کړي . 

ددغه لاریون له سامبالونکو نه یو هم د لراوبر ویبپاڼې چلونکې هالنډ مېشتی مدني فعال عبدالله احسان خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دلاریون موخه په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې مخنیوی دی . 

ښاغلي‌احسان زیاته کړه چې اروپا مېشتي افغانان به ورته احتجاجونو ته تر هغه مهاله دوام ورکړي چې تر څو پاکستان له افغان وژنې لاس نه وي اخیستی . 

په لار یون کې دلراوبر افغان ولس ګڼو ځوانانو ، سپین .ېرو او مشرانو ګډون کړی وو. 

دوی «مرګ پر پاکستان » 

«مرګ پر آی آیس آی » 

«مرګ پر تروریزم » 

او « تل دي وي افغانستان» شعارونه ورکول . 

لاریون  داروپا پر وخت دغرمې وروسته پر دوې (۲) بجې پیل شو. 

وروسته لاریون دیوې غونډي‌بڼه غوره کړه چې ګڼو مدني‌فعالانو ، ژورنالیسټانو او افغان مخورو ویناوي ورته وکړې .