کور / کتابتون - بېلابېل اثار / څېړنه: رواني فشار Stress

څېړنه: رواني فشار Stress

د رواني فشار په اړه د څېړني خُلاصه: 

"رواني فشار هغه خطرناک عکس العمل ته وايي چي کارمندان ئې په کاري چاپیریال کښي ښئي. یا، په چاپیریال کي واقع کېدونکو پېښو ته دانسانانو عکس العمل ښوولو ته رواني فشار ویل کیږي. کله چي یو حالت زموږ ژوند ته خطر رسوي، زموږ جسم عکس العمل ورسره ښئي چي دغه عکس العمل کېدای سي رواني، سلوکي او یا فزیکي وي. فزیکي عکس العمل ئې د مبارزې او پرواز په نامه یادیږي. رواني فشار دخصوصي او عامه کاري سیکټورونو په ټولو وظیفو کي سته. رواني فشار د وخت په تېرېدو، دانسان دجسم د خرابۍ سبب کیږي، باید مخنیوی او تداوي ئې پر وخت وسي. په افغانستان کي مدیریت لا تراوسه په دودیز شکل مخ ته روان دئ. افغانان په دې خبر نه دي چي په وظیفه کي تر اندازې له زیات رواني فشار سره مخ کېدل او هغه زغمل، دانسان دزَړېدو،ددماغي سکتې او دزړه دحملې سبب ګرځي. زما په نظر دافغانانو د رواني فشار اندازه د نورو ملتونو د وګړو د رواني فشار تر اندازې ځکه څو چنده لوړه ده چي افغانان دیوې ګولې ډوډۍ دپيدا کولو له پاره هر ډول سختو وظیفو او کارونو ته غاړه ږدي. په دولتي ریاستونو او  وزارتونو کي مدیر، رئیس، معین او وزیر تر ټولو مهم او په هرڅه پوه اشخاص دي. تر لاس لاندي کارمندان/مامورین ئې په لیدلو لړزیږي او ددوی سره دافهام او تفهیم پر مهال، دخبرو انډول له لاسه ورکوي؛دغه سلوک باید بدلون وکړي. که  داسي دوام وکړي لکه اوس چي ئې کړی دئ، اخیر به ددولت او خصوصي سیکتور کارمندان په داسي رواني فشار اخته سوي وي چي یا به ځان وژنه کوي او یا به ئې دکورنۍ غړي ورسره په تکلیفیږي او یا خو به ئې بیرته  دولت پر تداوي په زرونو ډالره مصرفوي." د بشپړ متن لپاره همدلته کلیک وکړئ!

پېژندنه:
د څېړني موضوع: رواني فشار Stress
ليکوال او راټولوونکی: جان محمد مهربان
 انلاين چاري : د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون

د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size =  1.77 MB


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !