کور / د ډيورنډ کرښه / دیورند کرښه واحد ملت بیلوی

دیورند کرښه واحد ملت بیلوی

ډیورند کرښی په هکله د ځینو خود غرضو، مجهول النسبه او خاینو جاسوسانو څرګندولو په هکله د پښتونستان تحریک دریځ.
د څو ورځو له راهیسی د څو لندغرو، لاسپوڅو او کوڅه ډبو د اشغال د نوکرانو لخوا غیر مسؤلانه څرګندولو په هکله زمونږ موقف په لاندی بڼه څرګندو..
• دیورند کرغیړنه کرښه د تاریخ جبر ده او استعمار په وقت کی هرراز موافقت، قرارداد، تفاهم لیک په خپل ذات کی غیر رسمی او په نړیوالو قوانینو کی ناقانونه اونامشروع وی.
• ډیورند کرښه د پښتنو په ځمکه ترسیم شوی او دواړه خوایی پښتانه سره بیل کړی، نو په هکله یی تصمیم پښتون ملت نیسی، هیڅ راز مجهول النسبه مغرضه جاسوسانو ته حق نه ورکوو ترڅو ورته رسمی او نړیواله پوله ووایی.
• دیورند کرښه له نومه د انګریز په استعمار پوری تړاو لری زمونږ مقابل لوری بریتانیوی هند او انګریز ده چی داسی هیڅ تړون ورسره ندی امضا شوی … که امضا وایی په هند او افغانستان ارشیف کی به یی کاپی موجود وه. یوازی یوه جعلی امضا شوی سند بریتانیا کی چی طرف د قضیی ده موجود ده، او په اصل کی جعل ده او حقوقی قانونی اعتببار نلری..
• نړیوالو قوانینو پراساس که دا سند امضا شوی وی نو سل کاله یی د کرایی پوره ده او بیرته یی اصلی مالک ته ورکول کیږی او اصلی طرف پښتون افغان ده ..
• پښتون ولس په اکثریت او قاطعیت سره داکرښه نه منی د اسلامی اصولو او د عرف سره سم فیصله د اکثریت په نفع وی اقلیت یی د تصمیم نیولو حق نلری.
• ‌ډیورند کرښی په اوږدو کی د کابل او اسلام اباد لاسپوڅو ادارو یوازی پښتون څپلی او د دیوال، خندق، اغزن تار، دروازو جوړول، باردرمنجمنت کمیټه جوړول، استخباراتی تفاهم لیک کول، SOP او په پیښور کی قنسلګری درلودل، مقبوضه پختونخوا لپاره ویزه جبری کول او پښتنو لپاره کابل ته د راتګ لپاره ویزه جبری کول هغه غیرقانونی او خاینانه کړنی دی چی ملت هیڅکله هم ندی منلی …
• ډیورند کرښی شا او خوا یوازی پښتانه د تروریست اوطالب اوحزب اسلامی او کمونست او سیکولار او داعش تر نامه لاندی وژل کیږی چی په حقیقت کی د پښتنو ژنو ساید روان ده. د پښتنو عام وژنه ترهیڅ عنوان لاندی د زغم نده .
• ډیورند کرښی شا او خوا یوازی د پښتنو کورونه ورانیږی، د پښتنو په سیمو کی د اشغال او استعمار په خوښه جګړه روانه ده چی هره ورځ پښتانه ځوانانو نه قربانی اخلی، پښتو یوازی د زندان او ګورستان ژبه ګرځول شوی…
• پښتانه مشرانو قتل عام، پښتنو سیمو کې د ښوونځیو بندول او ورانول، مسجدونو کی انتحاری کول، مدرسی تخریبول،  پښتنو پوهنتون بدنامول او هر استعماری انفجار او انتحارکی  پړه کی پښتنو پر ضد کمپاین کول هغه ملی خیانت ده چی د حکومتی اداری یی مسؤلیت غاړه لر ی او دا دحکومت په واسطه تروریزم لړی بندیدل غواړږ.
• پښتونستان تحریک په خپل عزتمند ولس باندی او نورو قومونو باندی غږ کوی چی داسی خاینانه اندو لپاره وقت مه ورکوی او ورانی خولې سول غواړی.
• د پښتونستان تحریک ملګری داسی رذیل او پست فطرته وکیلان چی دیورند کفری کرښه رسمی او نړیواله پوله بولی د دښمن اپراتیفی اجنتان او جاسوسان خاینین بولی او له مسؤلو ادارو یی د بند کی اچولو او حکومتی امکاناتو بندولو غوښتنه کوی، ځکه دوی له هغه تروریست او انتحاری او انفجاری ډیر خطرناک دی چی انسان وژنی .. داسی مجهول النسبه کسان  ملی ارزښتونه او ملی ګټو پرخلاف عمل شروع کړی ده.
• پښتونستان تحریک په خپلو ټولو مبارزینو په لراوبر کی غږکوی ترڅو  ددښمن د کمپاین مخه ونیسی او په مقابل کی بیرته د لراوبر یوافغان نعره پورته کړی او د دی استعماری کرښی په مقابل کی خپل اواز پورته کړی…
• نړیوال سازمانونه، حقوق بشر، سفارت خوني اورسنی هم حق نلری د هرغیر مسؤل جاسوس کس غږ ته کمپاین وکړی او یا ورته وقت ورکړی. پښتونستان تحریک ملګری هیڅ داسی پریکړه  اوتفاهم لیک ته رسمیت نه ورکوی چی د استعمار او تحت الحمایګی وخت کی امضا شی… د افغانستان او اسلام اباد حکومت دا حق نلری چی د پښتنو پرخاوره د پښتون ملت پرتاریخ یوځل بیا د استعمار ننګینه کرښه ومنی.
• پښتونستان تحریک ملګری د وزیرستان، هلمند، قندهار، لغمان، پیښور، مردان، کویټه، کی د پښتنو عام وژنه په کلکه غندی او ددوی په قتل عام او ژنو ساید کی حکومتی او امنیتی اداری پړی ګڼی.. دا د پښتنو د ځپلو او له منځه وړلو تاریخی شوم پلان یو جز بولی.
• پښتونستان تحریک ملګری په نړیواله ټولنه غږ کوی ترڅو د یو خپلواک هیواد په توګه زمونږ د برحقی داعیی ملاتړ وکړی او پنجابی تروریستی پوځ مخه ونیسی اومالی منابع پری قطع کړی او همداشان په کابل کی د افغان حکومت لخوا دداسی ګندیده خولو مخه ډب کړی.
• مونږ پر افغان حکومت خاصتا په ملی امنیت اداری غږ کووچی داسی جاسوس او خاینینو مخ ډب کړی کنه د عواقبو مسؤلیت به یی ددوی په غاړه وی نه د پښتنو…د تروریزم د جګړی قربانیان یو خو دپښتونستان لپاره د بل د سر په کاسه کی وینې څکلی شو.
په درناوی
پښتونستان تحریک – پښتونستان واټ