کور / تازه خبرونه / د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل سوي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل سوي

 ځايي اوسیدونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د احتجاج په ډول له ځانونو سره د والي دفتر ته لیږدول خو امنیتي کسانو يې مخه نیولې.

پېښه نن سهار څلور نیمي بجې د د باباجي د سیمي د (کورغودک) په کلي کې رامنځ ته سوې.

د کورغودک اوسیدونکی حاجي محمد صادق لراوبر ته وويل چي په سیمه کې تر نظامي عملیاتو وروسته یوه  زوره وره چاودنه رامنځ ته سوه چي یو کور هم پکې را نړیدلی.

نوموړي زیاته کړه چي  تیره شپه یولس بجې نظامي کسانو چاپه ووهل او د کورونو تلاشي يې پيل کړه او د سهار تر څلور نیمو بجو په سیمه کې وو.

نظامي مقامات هم په سیمه کې د ځانګړو افغان ځواکونو شپني عملیات تائیده وي خو د ملکي تلفاتو د څرنګوالي په اړه د یوه پلاوي د ټاکل کیدو خبر ور کوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي لراوبرته وويل چي د لښکرګاه د څلورمي حوزې د باباجي په سیمه کې ځانګړو افغان ځواکونو د دولت د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو تیره شپه عملیات کړي او په سیمه کې يې وسلې او مهمات تر لاسه کړي.

ده زیاته کړه چي د ملکي تلفاتو په اړه دوی ته هم خبر رسیدلی خو دايې رد کړه چي د نظامي سرتیرو له لوري په ډزو او یاهم جګړه کې دي څوک وژل سوي وي.

د باباجي سیمه د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه ده چي له تیرو ۲ کالو راهیسی د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندي ده.

صدیق الله پوپل کندهار