کور / تازه خبرونه / زابل: د ځانمرګو پر مرکز بريد سوی دی

زابل: د ځانمرګو پر مرکز بريد سوی دی

په زابل کې د ځانمرګو برید کونکو پر یوه ستر مرکز باندي هوايي برید سوی او ۱۸ تنه ځانمرګي برید کونکي يې وژلي.چارواکي وايي چي د برید پر مهال د ځانمرګو برید کونکو ۳ تنه پاکستاني ښونکي او د زابل لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مسئول ډاکتر ظاهر هم وژل سوی.

شملزي ولسوالۍ د کلات په جنوب ۱۲۰ کیلو میترۍ کې له ډیورنډ کرښې سره پرته ولسوالي ده چي امنیتي مقامات يې له پاکستان څخه د وسله والو د تګ راتګ مهمه عبوري لار ګڼي.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

صديق الله پوپل