کور / تازه خبرونه / پر ډيورنډ له پاسپورټ پرته تگ راتگ غور کېږي

پر ډيورنډ له پاسپورټ پرته تگ راتگ غور کېږي

پاکستان افغان کډوالو ته له پاسپورټ پرته د تگ راتگ پر اجازه غور کويدپژواک خبري اژانس څخه په مننه

د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وایي چې خپل حکومت ته یې د دې وړاندیز کړى څو افغان کډوالو ته پرته له ویزې یوازې د کډوالۍ پر کارتونو د تگ راتگ زمینه برابره شي.بلوڅ دغه څرگندونې تېره شپه ناوخته په اسلام اباد کې د افغان ژورنالېستانو او سیاسي څېړونکو له پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې.هغه زیاته کړه چې حکومت یې د افغان کډوالو په اړه سیاسي اجماع رامنځته کړې او له ټولو سیاسي گوندونو سره یې په یوه ځانگړې ناسته کې د افغان کډوالو په اړه پر یوې نوې ستراتیژۍ موافقه وکړه او بیا دا ستراتیژي د کابینې له خوا منظوره شوه.بلوڅ وویل چې دا نوې ستراتیژي یې له افغان حکومت سره په مشوره جوړه کړې ده.هغه وویل چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانان په خپله خوښه په عزت او درناوي سره ستنېږي.د نوموړي په وینا، د افغانانو د ستنولو پروسه د افغان حکومت ظرفیتونو ته په کتلو ترسره کېږي؛ ځکه چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شوو کسانو ستونزه هم جدي ده.هغه زیاته کړه، دوی حکومت ته وړاندیز کړی چې کډوال د کډوالۍ پر کارت پرته له ویزې تگ راتگ وکړای شي خو حکومت تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.ده وویل چې له افغان حکومت سره په همغږۍ به ډېر ژر د غیر راجستر شوو ۶۰۰ زرو کډوالو د نوم لیکنې پروسه پیل شي.عبدالقادر بلوڅ له افغان ولسمشر اشرف غني نه مننه وکړه چې د کډوالو موضوع یې جدي نیولې او د دې لپاره د بېلابېلو وزارتونو یو کمېسیون يې هم جوړ کړی دی.هغه ادعا وکړه چې حکومت یې د کډوالو موضوع له سیاسته لرې ساتلې ده؛ ځکه چې دا یوه بشري موضوع ده.دا په داسې حال کې چې افغان حکومت او د سیاسي چارو څېړونکو تل ویلي چې پاکستان له کډوالو د فشار په توگه کار اخلي.بلوڅ وویل چې د کډوالو د ستنېدو پروسه پرون پیل شوه او شل زرو افغانانو د اپرېل میاشتې لپاره ځانونه راجستر کړي دي او دا لړۍ روانه ده.ده زیاته کړه، د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغان محصلینو، سوداگرو او هغو لپاره چې دلته او هلته یې ودونه کړي، ځانگړې ویزې ورکول شي.د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر وویل چې تېر کال تمې خلاف ۶۳۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خو په ډاگه یې کړه چې سږ کال کېدای شي دا شمېره کمه شي.بلوڅ ومنله چې تېر کال د افغان کډوالو د ځورونې پېښې رامنځته شوې وې خو دوی یې پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.