کور / تازه خبرونه / اغالالی دستګيري د کندهار د مرستيال والي په توګه وټاکل سو

اغالالی دستګيري د کندهار د مرستيال والي په توګه وټاکل سو

 حاجي اغالالی دستګيري په ټولنيزو چارو کي د کندهار والي د مرستيال په توګه وټاکل سو.


نوموړی د محلي ارګانونو خپلواکي ادارې لخوا په ټولنيزو چارو کي د کندهار والي د مرستيال په توګه وړانديز او د ولسمشر لخوا په رسمي توګه ومنل سو. په دې وړانديز کي د نوموړي لپاره په څلورمه رتبه کي د سکرټر او اوومه رتبه کي د يوه خان سامان او موټر چلوونکي او د اړتيا وړ بودجې منظورۍ وړانديز هم ولسمشر منلئ دی.

 که څه هم د يکشنبې په ورځ ځينو رسمي سرچينو د سرحدونواو  قبايلو د وزير په توګه د حاجي اغالالي مقرريدلو خبر خپور کړ خو نوموړی د سرحدونو قبايلو چارو د وزير په توګه نه بلکي په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت د مرستيال په توګه ټاکل سوی دی.

ولسمشر ته نژدې باوري سرچينې لراوبر ته د ريس جمهور د حکم کره والی تائيد وکړ خو د کندهار والي وياند صميم خپلواک لراوبر ته وويل چي تر اوسه د محلي ارګانونو خپلواکي ادارې لخوا په رسمي توګه خبر نه دی ترلاسه کړی.

د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر وژل کېدو وروسته ددې چوکۍ سرپرستي د کندهار ولايت مقام د اداري چارو ريس حاجي عبدالحنان منيب پر غاړه وه.

په ټولنيزو چارو کي کندهار والي ته د نوي معاونيت د تشکيل په رامنځته کيدلو سره په لومړي ځل د کندهار ولايت مقام په يوه وخت کي د دوو رسمي مرستيالانو لرونکی سو، دا چي د دوو مرستيال واليانو په لرل به پر ولايت مقام او کندهار اوسيدونکو پر ژوند او د چارو پر سمون څومره مثبت اغېز وکړي وړاند وينه يې نسي کيدای.

د کندهار ښار يوه اوسيدونکي خالد اڅګزي د دوهم مرستيال ټاکنه د سيمه ايزو رقابتونو په پايله کي پر ريس جمهور د فشار له امله بولي، نوموړي لراوبر ته وويل “په ټول افغانستان کي ولایت مقام یو مرستیال لري خو کندهار دځینو رقابتونو ډګر ګرځیدلی دی او تربست اضافه کدرونه مقرریږی. ددې څخه څرکندیږي چي ممکن یو څو نور مرستیالان هم دسیاسی، اقتصادی، ټولنیزو او داسي نورو چارو په نامه وګمارل سي”.

د يادوني وړ ده چي جهادي شخصيت ښاغلی دستګيري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزو قومي مشر دی او د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو کمپاين فعال ملګری دی چي ولسمشر افتخاري مشاوريت هم ورکړی دی.