کور / تازه خبرونه / هالنډسفير: کندهار ته پاملرنه زياتوو

هالنډسفير: کندهار ته پاملرنه زياتوو

په افغانستان کي د هالنډ سفير جېيوفري فان لېيون کندهار ته سفر وکړ او ددغه ولايت د والي له مرستيال حاجي عبدالحنان متيب، امنيې قومندان جنرال رازق ، ولايتي شورا له غړو او يو شمېر نورو دولتي او ملکي کسانو سره وکتل.

جيوفري ون ليووين :په افغانستان کې د هالنډ سفير وويل؛ هالنډ له افغانستان سره ۳۰۰ ميليونه ډالر مرسته ځانګړې کړېده، هغه زياته کړه چي د کندهار ستراتيژيک اهميت او اړتياوو ته په کتو به له دغو ۳۰۰ ميليونه ډالرو څخه د کندهار لپاره غوښنه برخه بېله کړي او خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د هالنډ له سفير څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر وکړ او د خپلو مرستو په لړ کي دې ولايت ته خاصه توجه کوي.

د ولايتي شورا استازي او د امنيې قومندان جنرال عبداررازق هالنډ سفير ته د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا، د اوبو د بندونو جوړولو او پاکولو، د اوبو مديريت او په زراعتي چارو کي د مرستي کولو غوښتنه وکړه.

عبدالمنان ارغند او احمد لودين