کور / خبرتیا او پيغامونه / د دوستۍ فرهنګي ټولني پيغام

د دوستۍ فرهنګي ټولني پيغام

هغه ستوری چې په ښکلی ننگرهار کي راوځليد نن اتيا کلن سو

زموږ دهيواد پېژندل سوی دروندعلمی اوفرهنگی شخصيت پوهاند ډاکترمجاور احمد زيارصاحب!

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتابه جرگه ستاسوغوندي علمی اوملی منلی شخصيت ته ستاسو دزېږېدودنېک مرغه کليزي له امله دزړه له کومی مبارکی اونيکي هيلي وړاندي کوي .

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه لکه نور هيوادوال ته ستاسودانسانی،علمی اومسلکی هڅوچې نه يوازي دپښتو ژبې په غښتلتيا اوپراختياکي راخلاصه کيږي بلکي دشعر او ادب په برخه کي هم ستاسو دڅولسيزو زيار اوزحمت اوعلمی لاسته راوړنوته دقدر په سترگه گوري اودرناوی یې کوی .

دپوهاند صاحب زیار! ستاسو شخصیت ډیرعالی اړخونه لري ، چې ورباندي کتابونه ليکل کېداي سي ،خو په يوه خبره تاسو دپښتو ژبې لو ی عالم ، ژبپوه،خوږ ژبې شاعر ،لیکوال ،څیړونکی ،ژباړونکی ،ډیر مهربان لار ښود،دقوی عظم اواردې څښتن ، ولس او انسانيت ته ژمن پاته سوی انسان ياست ،چې دا دټول افغان ولس لپاره دوياړځاي دي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتابه جرگه په افغانستان اونړۍ په هرگوټ کې دتل پشان ستاسوغوندي علمی،ادبی ،سياسی اوفرهنگی شخصيتونوستاينې اوهڅونې ته ژمن ده .

زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه وياړ ی چې يوځل بيا ستاسو دزېږېدو دنېکمرغه کليزي په پلمه ددې پېغام پوسيله تاسوته ستاسودارنه شخصيت دزېږېدودنيکمرغه کليزی په مناسبت مبارکي وايو .دژوندپه ټولو چاروکي مودلازياتو برياو،دروغتيا اوخوښيوسره مل اوږد ژونددرته غواړو .

په سويډړن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه