کور / شعر / نن د سمسور لغمان دودیزه مشاعره وشوه

نن د سمسور لغمان دودیزه مشاعره وشوه


بېګاه ماښام دلغمان ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست په انګړ کې د سمسور لغمان په نوم  دودیزه مشاعره پسرلنۍ  ترسره شوه،په دغه مشاعره کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي.یوشمېر ملکي او امنیتي مسؤلینو ،د بیلابیلو ولایتونو شاعرانو،لیکوالانو ،استادانو ،ګڼ شمیر فرهنګي شخصیتونو او د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون برخه لرله.

دسمسور لغمان دودیزې پسرلنۍ مشاعرې په دغه ادبي  ماښام کې ګڼو شاعرانو په زړه پورې شعرونو وړاندې کړل  او دشعر په ښکلې ژبه يې  ولس ته د ملي یووالي، وطن دوستۍ،علم او ملي ګټو د ساتنې پیغامونه ورکړل چې دبرخوالو لخوا د تود هر کلي سره مخ شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي دجوړې شوې مشاعرې برخوالو ته   د ښه راغلاست په ویلو خپله لنډه وینا واوروله،نوموړي  له شاعرانو هیله وکړه چې د قلم او شعر په ژبه دې خپل غږ اوچت وساتي او د خپل هېواد د ابادۍ،امن،سولې او ثبات لپاره دې ولس ته څرګند پیغام ورکړي.