کور / علمي / تر اوسه دری ډوله فضایي موجودات ځمکی ته راغلي دي

تر اوسه دری ډوله فضایي موجودات ځمکی ته راغلي دي

ژباړه: قاسم امیري؛
کله چې د فضايي ژوندیو موجوداتو او له دوی سره پېیلو پرمختللو تمدنونو په اړه بحث کېږي٫ لمړۍ پوښتنه چې خامخا مو ذهن ته راځي دا ده چې دا پردي٫ فضایي او ژوندي موجودات څرنګه شکل لري٫ څنګه حرکت کوي٫ څومره سمبال دي٫ چېرته موندل کېږي٫ له کومه ځایه راغلي او داسې نور…؟
په فضا (له ځمکې څخه د باندې) کې د ژوندیو او ځیرکو موجوداتو پسې له کلونو کلونو تحقیق او پلټنې وروسته اوس محققین دې نتیجې ته رسېدلي چې د فضایي موجوداتو موندل هغومره ساده هم نه دی لکه څنګه چې انګېرل کيده. اما څېړونکي لا هم پدې اند دي چې مونږ او زمونږ ټاټوبی (ځمکه) له پېړیو پېړیو وړاندې د فضایي٫ ناپېژندل شویو او ژوندیو موجوداتو له لوري لیدل شوی یو. دې پرديو موجوداتو آن په انسانانو خپل تسلط هم ساتلی او ویل کېږي چې انسانانو دوی ته د معبود په سترګه کتل او دوی ته یې د تعظیم سر ټیټ کړی وو. یوفولوجېسټان ځمکې ته راغلي او په ځمکه کې موجود فضایي موجودات په دریو ډلو ویشي.
اغلب داسې فکر کېږي چې مونږ د دومره پراخه کائناتو په بې نهایت پراخه لمن کې مېشت یوازیني ژوندي موجودات نه یو. د تاریخ په اوږدو کې لمړنی کس چې د فضايي موجوداتو په اړه یې نظر ورکړ٫ ایټالوي راهب٫ فیلسوف او ستور پېژندنونکی (جورډانو برونو Giordanu Bruno) وو. د جورډانو برونو نظریې د ستورو او کائناتو په اړه د (کوپرنیکي) ماډل یو پرمختللی طرز بلل کېږي.
برونو پدې اند وو چې په کائناتو کې ډېرې نورې سیارې هم شته چې د خپلو ستورو په شاوخوا راګرځي. کېدای شي همدا سیارې په بشپړ خودکار ډول د ژوند منځته راوړلو لپاره سبب وګرځي. د برونو په اند: » په کائنانو کې په میلیاردونو لمریز نظامونه٫ ستوري او ځمکې ته ورته سیارې شتون لري چې هره سیاره د خپل ستوري په چاپېر را ګرځي. کله چې د شپې لخوا آسمان ته ګورو٫ یوازې ستوري لیدلی شو، دا ځکه چې ستوري نسبتاً لوی او ځلېدونکي دي. له بلې خوا٫ مونږ نشو کولی تر څو د همدې ستورو اړوند سیارې هم ووینو، ځکه چې سیارې د دوی د ستورو په پرتله خورا کوچنۍ دي او روښنایي هم نلري. په کائناتو کې ځمکې ته ورته خورا ډېرې نورې سیارې هم شته اما د لمر مضره وړانګو ترې د ژوند د شونتیا امکانات تول حذف کړي.«
جوردونو برونو یوازینی عالم نه وو چې له ډېر پخوا څخه یې د فضايي موجوداتو د پراخه شتون په اړه نظر ورکړ٫ د ناسا متقاعد څېړونکی٫ ستور مزل او په پرنسټون پوهنتون کې د فزیک استاد ښاغلی (ډاکټر برایان اولري Dr.Brian O’leary) پدې اړه وایي: » مونږ په کافي اندازه داسې شواهد او مدارک موندلي چې د فضايي موجوداتو اړیکه له ځمکې سره په ډاګه کوي. د شواهدو په رڼا کې په زغرده ویلی شو چې له ځمکې څخه د باندې ځیرک فضایي موجودات له ډېر پخوا څخه مونږ څاري. کېدای شي د دې موجوداتو ظاهري کوایف زمونږ له افسانوي تصور سره توپیر ولري خو دوی تر مونږ په پرمختللې ټکنالوجۍ سمبال دي. دوی د ځمکې څخه لیدنه د همدې خورا پرمختللو ټکنالوجیکي ابزارو پر مټ ترسره کړې. د دوی نقلیه وسایط چې ځمکې ته ترې د تګ راتګ لپاره کار اخلي٫ یو ډول مقناطیسي٫ څرخېدونکي٫ مدور او خورا چټک ډیسکونه دي چې نن سبا د UFO (Undefined Flying Objects) په نوم یادیږي.«
مونږ (انسانان) اوس داسې موقف ته رسېدلي یو چې پخپل لاس جوړه شوې ټکنالوجي او پرمختللو فضایي سپوږمکیو سره د ځمکې څخه د باندې فضایي حریم وپلټو٫ هلته د ژوند او ژوندیو موجوداتو د شتون په اړه څېړنې وکړو او نهایتا د انسانانو لپاره د ځمکې تر څنګ لږ تر لږه یو بل د سکونت وړ سیاره هم ومومو٫ د نورو ژوندیو فضايي موجوداتو په اړه څیړنیز فضايي ماموریتونه له ځمکې کنټرول کړو او له فضا څخه ترلاسه شوي مالومات په څو ثانیو کې ځمکې ته مخابره کړو. د دې سربېره اوس اوس د نړۍ په کچه تر ټولو مطرحه نظریه همدا ده چې د کائناتو په دومره پراخه لمن کې د ځمکې سربېره د نورو سیارو او پکې میشت ژوندیو موجوداتو شتون حتمي دی. څېړونکي دا هم مني چې ځمکې ته له ځمکې د باندې د فضایي موجوداتو لخوا ډېر سفرونه شوی او له شک پرته چې د سفرونو دا لړۍ به اوس هم دوام لري.
اوس نو که د یوې شېبې لپاره دا ومنو چې له ځمکې څخه د باندې هم فضایي او ژوندي موجودات شته٫ خامخا مو په ذهن کې ګمراه کوونکې پوښتنې در پيدا کېږي. د بېلګې په ډول: دا فضايي موجودات څه نومېږي؟ آیا دوی سوله غوښتونکي دي که بریدګر؟ دا نا پېژندل شوي فضايي موجودات د کائناتو په کوم کونج کې ژوند کوي؟ د دوی د ژوند ډول څنګه دی؟ دوی څومره پرمختللي امکانات لري؟ دوی څومره جمیعت لري او داسې نور…؟
د مشاهداتو څخه لاسته راغلو محاسبو څخه ویلی شو چې د کائناتو په لمن کې یوازې د Milky Way کهکشان همزولي کهکشانونو تعداد ۱۰۰ میلیاردو ته رسېږي چې بیا هر یو کهکشان ځانته تر ۱۰۰ میلیارد ستوري او لمریز نظامونه لري او هر یو ستوري بیا په لسګونو سیارې لري چې د خپل ستوري په مدار څرخېږي. پورتنیو ارقامو ته په کتو دا ادعا چې په کائناتو کې یوازیني ژوندي موجودات مونږ یو٫ ناسمه ادعا ده. ځینې څېړونکي بیا داسې اټکل کوي چې لږ تر لږه په هر کهشان کې یو ځیرک او د ژوندیو موجوداتو پورې اړوند مدنیت شتون لري. که چېرې همدا فرضیه سمه وبولو٫ د ساده ریاضيکي عملیې څخه مالومولی شو چې د کائناتو په لمن کې لږ تر لږه تر ۱۰۰ میلیاد پورې ځیرک تمدنونه شتون لري.

یوفولوژیستان او د ماوراء الطبیعه برخې څېړونکي پدې باور لري چې د ځمکې کره له ډېر پخوا څخه رانیولې تر همدا نن٫ د ګڼو فضايي موجوداتو لخوا لیدل شوې چې د دوی نښې نښانې او آثار اوس هم د ځمکې په لرغونو سیمو یا موزیمونو کې ساتل کېږي.
تاریخ مصادر وایي چې لرغونو مصریانو او یونانیانو د ډېرو خدایانو عبادت کاوه. دوی اکثراً خپل خدایان پردې او له آسمان څخه راکښته شوي موجودات ګڼل٫ ځینو داسې باور درلود چې د دوی معبود له لمر څخه ځمکې ته را استول شویدی.
آنوناکي – The Anunnaki
آیا لرغونی آنوناکي زمونږ د هېر شوي تاریخ سره اړیکه لري؟
که چېرې د لرغوني بین النهرین (عراق) د تاریخ پاڼې واړوو٫ د ګڼو آنوناکيانو په اړه اسطورې او د دوی د ژوند او حاکمیت داستانونه به مو حیران کړي. د لرغونو تارخي کتیبو په استناد هلته مېشت عوام پدې اند دي چې آنوناکيان انسانانو ته ورته مخلوقات دي. دوی ( د بین النهرین لرغوني خدایان) ډېر پخوا د ځمکې کره پريښې اما د بین النهرین په تاریخي متونو کې راغلي چې آنوناکیان به یو وخت بېرته ځمکې ته راګرځی. جالبه خو دا ده که چېرې د نړۍ په کچه د ادیانو او کلتورونو لرغونو کتیبو ته مراجعه وشي٫ یوه ټکی به په مو خامخا تر سترګو شي چې ګني د دوی لرغوني خو آسمان ته تللي خدایان به بېرته ځمکې ته راګرځي لکه څنګه یې چې دوی سره ژمنه کړې.
د بابلیانو او آشوریانو په لرغونو متونو کې دا هم راغلي چې آنوناکي د لرغوني خدایانو (آنو) او (کي) زوی دی. د Enuma Elish په نوم لیکل شوی کتاب کې چې د نړۍ د پیدایښت په تاریخي بعد بحث کوي؛ د آنوناکیانو په اړه حیرانونکي داستانونه بیانوي. آنوناکي پدې کتاب کې د ګیلګامشي حماسې او سیلونو د راتګ په افسانه کې لوی او ځواکمن خدای تعریف شوی. په ټوله کې لدې لرغونو مدنیت څخه موندل شویو کتیبو کې د څلورو مشهورو خدایانو (Anu, Anlil, Enki, Ninhursag) نومونه راغلي. لرغون پېژندونکو او یوفولوجستانو لدې مدنیتونو څخه راپاتې کتیبې څېړلې او پدې نظر دي چې د لاسته راغلو شواهدو په بنسټ آنانوکي (څوک چې له جنت څخه ځمکې ته راغلي) د Milky Way کهکشان په څنډو کې یو فوق العاده پرمختللی تمدن دی. دوی همدا راز زیاتوي: » آنوناکي او ورسره مل نور فضايي موجودات کابو ۴۳۲ زره کاله مخکې د فارس سمندر په څنډو کې ځمکې ته راکښته شول٫ دوی انسانان د غلامانو په څېر تسخیر او استخدام کړل تر څو له ځمکې څخه د سرو زرو د کانونو په راسپړلو کې لدوی څخه د بشري قوې په حیث کار واخلي. دوی د سرو زرو خزانې جوړې کړې او پدې پلمه له ځمکې څخه بېرته ولاړل چې په راتلونکي کې به بیا هم ځمکې ته راګرځي.«
سپېره او خړ رنګه فضايي موجودات – The Grey Aliens
سپېره او خړ رنګه فضايي موجودات د یوویشتمې پېړۍ تر ټولو ډېر پېژندل شوي فضايي موجودات ګڼل کېږي. په کلې ډول دا موجودات په دوه عمده برخو ویشل کېږي: خړ رنګه فضايي موجودات چې غټ سرونه٫ بادامي٫ تورې سترګې او کوچنی بدني جسامت لري چې په کوچنیو فضایي موجوداتو مشهور دي چې په حقیقت کې د سترو خړ رنګه فضايي موجوداتو یو کوچنی ډله ګڼل کېږي. د یوفولوجېسټانو په اند د دې ډلې نفوس لږ دی خو د ځمکې لپاره تر ټولو خطرناک موجودات ګڼل کیږي. د دې فضایي موجوداتو په اړه ویل کېږي چې له ځمکې څخه د انسانان تښتونې ډېرې پېښې د همدوی لخوا ترسره شوې. یوفولوجسټان زیاتوي: » دا فضایي موجودات غالبا په (زټا رټیکولي) فلکي منظومه کې ژوند کوي چې روح نلري او د روباټونو پشان عمل کوي.«
د ځینو ناتأیید شیویو ریپوټونو په بنسټ: د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۵۰ ز کال کې لدې ډول فضایي موجوداتو سره یوه د جوړجاړي معاهده لاسلیک کړې چې د همدې معاهدې په بنسټ انسانان د نویو څېړنو په موخه د نوې ټکنالوجۍ څښتنان شول. ویل کېږي چې خړ رنګه فضايي موجوداتو د دې معاهدې په بدل کې د انسانانو د تښتونې او په دوی د آزمایښتونو د ترسره کولو لپاره یو ډول زرغون ډوله وړانګې ترلاسه کړې.
د لرغونو سومریانو څخه پاتې کتیبو کې چې اوس د اروپا او آسټرالیا په موزیمونو کې ساتل کېږي٫ راغلي: »خړ رنګه فضایي او پردي موجوداتو مثلټ ډوله دریو کونجونو لرونکي سرونه او رډې رډې سترګې درلودې.«
په اسټرالیا کې د کیمبري سمڅو (غارونو) په دیوالونو د همدې فضايي موجوداتو لمړنی انځورونه حک شویدی. په محلي افسانو او اسطورو کې راغلي چې دا حکاکي کله چې په سمڅو کې انسانان ویده وو٫ په خودکار ډول راښکاره شوه. ویل کېږي چې دا حکاکي د Wondjina په نوم فضايي موجودات ارواح ده چې په په دیوالونو کې یې د حک په شکل ظهور کړی او دوی د سمڅو اوسېدونکو (خپلو بنده ګانو) ته خپل شکل پدې ترتیب ورښودلی.
خځېدونکي فضایي موجودات- Reptilians
د تاریخ په اوږدو کې د دې ډول موجوداتو په اړه ډېر داستانونه راغلي. د دوی د ژوند په اړه ډېر افسانې اوس هم شته آن تر دې چې ویل کېږي پخوا همدې ډلې موجوداتو د انسانانو په منځ کې مسالمت آمیز ژوند کاوه. تاسو به هم خامخا د داسې موجوداتو په اړه ډېر اوریدلي وي چې نیم بدن یې د انسان او نیم نور یې د خزنده ؤ پشان وو. اما آیا دا هر څه زمونږ د دوی په وړاندې خیالي تصور دی که رښتیا هم په همدې مشخصاتو موجودات دي؟ په سهیلي امریکا کې Quetzalcoati او Kukulkan د همدې ډول موجوداتو څخه وو چې د سیمې د خلکو لخوا د خدایانو مقام ورکړل شوی وو. د لرغونو کلمبیایانو څخه په لاسته راغلو کتیبو کې راغلي چې د Teotihuacan ښار خلکو له میلاد څخه یوه پېړۍ مخکې د همدې خدایانو عبادت کاوه.
یوفولوجیستان وایی: د خځېدونکو دې ډول فضایي موجوداتو ونه ۴ مترو ته رسېږي او ډېر لوی جسامت لري. دا ډول د فضایي موجوداتو د نورو هغو په پرتله ډېر قوی رواني سیسټم هم لري چې له ویرې او نفرت څخه تغذیه کوي. په ځینو تاریخي وثیقو کې دې ډول فضایي موجوداتو ته د شیطان نوم هم ورکړل شویدی.
سرچینه: www.ancient-code.com