کور / تازه خبرونه / پکتيکا: د انګور اډه لار تر ۴ میاشتني ځنډ وروسته پرانستل سوه

پکتيکا: د انګور اډه لار تر ۴ میاشتني ځنډ وروسته پرانستل سوه


د پکتیکا ولایت- برمل ولسوالي ته څیرمه د انګور اډه لار؛چي د ډیورنډ پر کرښه پرته ده؛ نن تر څلور میاشتني ځنډ وروسته بیا د ولسونو پر مخ  پرانستل سول.   

دا لار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو د تبادلې په ترڅ کي د پاکستان له لوري تړل سوې وه . 


ددي لاري  د پرانستلو خبر نن د جنوبي وزیرستان د پوځي جنرال نعمان ذاکري له لوري په رسمي ډول د یوې غونډي په ترڅ کي ورکول سو . د انګور اډا لار د خلاصیدو تر څنګ به نن د غلام خان لار هم پرانستل سي؛ کوم چي جنوبي وزیرستان د  شمالي وزیرستان سره نښلوي. 

 

Image result for angur ada border